خالق رشيد

دغازي امان الله خان ديوې تاريخي خاطرې په لمن كې  (كيسه )

سلام مې وايه  !

لكه دپخوا په شان نن هم سهار وختي پورته شو. دهغه عادت و، چې سهار به كله وختي له خوبه پورته شو، دسالون په برنډه كې به يې ترډېرو په سپورت باندې ځان بوختاوه. دوې ورځې كيدې چې دچا خبره چرت يې برابرنه و، ځكه هغه بله ورځ چې دروم دښار په مركزي برخه كې هغې ميلمستياته تللى و، هلته يې ددوو وزيرانو دميرمنو دغه خبرې اوريدلې وې:

_ دغه ښاغلى چې زموږ په خوا كې ولاړدى پيژنې؟

_ نه ، داښاغلى څوك دى ؟ ميرمن يې هم خورا ښكلي مالوميږي …

_ دا افغان واكمن امان الله دى … هغه يې ميرمن ده، دهغې نوم  شريا (ثريا) دى …

_ ومې پيژاند داخورا لوى انسان دى، افغانستان همدغه لوى انسان له انګريزانو خپلواك كړ، هوهمدغه لوى انسان …خوافسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته …اوس دلته مساپردى اوپرديس …

دې خوا ته ده داګردې خبرې يوه يوه واوريدې … ملكې ثرياهم واوريدې …

خودده په ذهن كې دغې خبرې چې:

_ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته، يوبل شان اوچت خوځورونكى انځورويوست، له ډېره درده ده هم  دوه ځلې دغه خبره له ځان سره په درد اوسوز تكراركړه:

_ هو، افسوس، چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته، نشته… هو، افسوس… افسوس …

نوريې د روم دښار دهغې ښكلې شپې ښكلا، سازونه اوښكلو دنڅاوو دنازونو نرم اونازك شرنګهارنه كتى شو اونه هم اوريداى، ځكه يې ملكې ته سترګې ور واړولې، په خپلوخپلو كتوكې يې يوه اوبل ته حيران حيران وكتل، ملكه ترده په زړه  زړوره وه، سمدلاسه يې ورته وويل:

_ اگه پشت ايي گپا بگرديم ازی گبازياد ميشنويم …خې چاره چيس ؟

ده بياهم ددغو خبرو ټول دروندوالى دصبراوزغم پراوږو ورواچاوه، ځان يې دڅوشيبو له پاره آرام ونيو، هرڅه يې ليدل، سازونه، ښكلاوې، دنازكونڅاګرو سره اوسپين …

خوده داننداره  يوازې په رڼوسترګو ليده اوبس، دزړه پرسريې هم هغه يوه خبره وه او د هغې انګازه:

_ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى …

همدغې خبرې يې په رښتيا هم چرت ورخراب كړى و. په دغه ورځ هم چې كله له سپورت كولو وزګار شو، مخامخ هغې كوټې ته ورننووت، چې هغه به ده (وطن) بلله، هو، وطن! ځكه ده په دغه خونه كې وطني شيان، انځورونه، كتابونه، دوطن خواږه اوترخه يادګارونه ايښي وو. كله به چې دى دغې كوټې ته ورننووت، نوساعتونه ساعتونه به يې په هغې كې د خپلوتېروشپوورځوخاطرې اومنظرې كتې اوپه هغه كې به داسې چې تا به وې، نوې يې ليدلې او موندلې دي، ډوب و. په هغوكې به يې وطن، دوطن په سپينو واورو پټ غرونه، كابل اوښكلی كندهار او په هغه كې به يې (كندهارۍ اروا) چې دپاچاهۍ وروستۍ خاطرې يې دهغې دننګ په سترګو كې هره شيبه برمونه او پرتمونه وې ترسترګوسترګوكيده …

اعلحضرت په دغه ورځ ترډېرو پورې په خپله خونه ياني وطن كې ناست و. نن يې هلته تر نورو ورځو زيات ځنډ وكړ، هلته هم چرت وړى و، هلته  بياهم  د روم دوزيرانودميرمنوخبرې اترې اودهغو شرنګا يې په نري نري ښځينه غږ كې ترغوږو شوې وه …

_ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى …

ده همدغه سوچ ترهمدغه ځايه بدرګه كړى و، چې خدمتګار ور ورپرانيست:

_ اعلحضرته! دانتطار په خونه كې يو ايرانى ليكوال غواړي تاسې وګوري …

سوچ يې همداسې په نمايي كې پاتې شو. څوشيبې يې په مړاوو اوستومانه سترګو كې خدمتګارته وكتل، بيايې ورته وويل :

_ بي بي ته دې غږ وكه …

شيبه لانه وه تيره، چې ملكه راننوته، هغې ته يې هم ستړي ستړې وكتل، خوهغه ورته موسكۍ شوه:

_ راځه چې كوم ايرانى ليكوال راغلى، غواړي له تاسره وګوري …

اعلحضرت په داسې حال كې چې دتګ تلوسې راوهڅاوه، دا خبره يې هم ترخوله راووته :

_ ايرانيان عجب خلك دي، دا څووم ايرانى دى، چې دلته راځي، نه پوهيږم، چې دوى په ماكې څه ليدلي دي؟

ملكې داعلحضرت دكتنې له پاره تيارى ونيو، خړه دريشي يې ظاهرآ په بدن كې بده نه ښكاريده، دواړه دسالون اوانتظارخونې په لور ور روان شول. خدمتګار ور پرانيست اودوى دميلمستون په لويه خونه ورننوتل.

اعلحضرت او ملكې له ليكوال سره په لاس روغبړوكړ، په خپلوځايونو كې په عادي توګه كيناستل، خو ايران ليكوال چې ځان يې (نامدار) وروپيژند لاپه خپل ځاى ولاړو، اعلحضرت هيله وكړه :

_ مهرباني وكړئ كينۍ خوشاله يم چې تاسې وينم.

احمد نامدار خپلې خبرې پيل كړې، هغه په فارسي خبرې كولي، ددوى له پاره په هغه رنګين روم كې داهم  يوښه تسل و، چې چا به له دوى سره د دوى په ژبو خبرې كولې. د دوى په ژبو په ښكلې پښتو او دري … هوښې پرې لګيدې، خوږې پرې لګيدې، ځكه يې دخبرو په وخت كې هم زيات وخت مخامخ لوري ته وركاوه.

احمد اعلحضرت په  ۱۳۰۷ كال كې په ايران كې ليدلى و، خواوس هماغه چا  اوهماغه پرتم ته مخامخ  ناست و اوهغه ته يې په ځيرځيركتل، په سترګوكې يې دده هماغه دبدبه، هماغه له پرتمه ډكه افغاني څيره، د خپلواكۍ هنګامه او د نړۍ ديوه ستراوظالم ځواك په مقابل كې دده پاريدنه سره اوښتل او را اوښتل، باور يې نه كيده، چې ګواكي اوس دهغې لويې څيرې اوهغه لوى پرتم په وړاندې ناست دى …

په سالون كې آرامه آرامي وه، هلته په مخامخ كنج كې يوګلدان ښكاريده، چې يوه زيړګل يې دكتونكي پاملرنه په خورا بې پروايئ سره په خپله خوا وكښله. له لرې داسې ښكاريده، چې ګواكې هغه يومصنوعي ګل دى، په دې چې په دغه شيبه كې دومره دپاملرنې وړراښكون نه درلود. خو د ليكوال سترګې دهمدغه مخامخ ګل په دنيا كې ډوبې شوې وې، چې خپلې خبرې يې پيل كړې:

_ اعلحضرته! زما هغه ورځ كله هم له ياده نه وځي، چې ته ايران ته راغلى وې، ستاهم هغې لويې او زموږ دخلكو هغې مينې چې له تاسره يې تراوسه پورې لري، زه وهڅولم، چې په دغه ښكلي روم كې ځان ستا په درګاه درپيښ كړم. هو، ماته هماغه ورځ راياديږي او لكه دهماغې ورځې په شان ته اوس هم ماته يولوى انسان اودآزادۍ يولوى پرتم ښكاريږې …

امان الله خان آرام ناست و، دده خبرې يې اوريدې، سريې كراركرار ورته خوځاوه، داسې ښكاريده، چې ددغو خبرو په ترڅ كې هم دى اوس دلته نه و. همدا وجه وه، چې كله كله خوبه ملكې دده پرځاى ليكوال كتل اودده پرځاى به يې هغه ته ځواب وركاوه.

دوى لاغږيدل، لايې هم خبرې روانې وې، چې خدمتګار چاى راوړ، پياله د هر چا مخې ته كيښودل شوه، لايې يويوغړپ هم نه وترې كړی، چې ليكوال له اعلحضرته دژوند په ځانګړو پوښتنو پيل وكړ:

_اعلحضرته !  ميلمستون موهم ډيرښكلى نه دى؟

_ اعلحضرت (په موسكا)

_ څه ما اويازما خلكوخوماته نه دى جوړكړى، نه دې دي اوريدلي، چې:

( دربيابان كفش كهنه نعمت است. )

نامدار ورته موسكى شو، داسې چې ګواكې داعلحضرت دخبرې په وړاندې يې نورڅه دويلونه درلودل. زر يې بله پوښتنه ترې وكړه:

_ ولې ستړى معلوميږې، كيداى شي، ستا دژوند په دغه راز باندې پوه شم ؟

_ ولې نه، هو، ستړى يم، په اروپاكې اوږدمدتې استوګنې خورا ستړى كړى يم …

_ دختيځ زياتره لويان په لويديځ كې ژوند دآرامئ اونيكمرغئ پيل بولي، تاسې ولې ناخوښ ياست ؟

_ دزړګي سره، هغوى چې داسې فكركوي، هغوى ياناپوه دي او يا دا چې د ځان په باره كې فكرنه شي كولاى. زه رښتيا درته وايم، زه نه يوازې داچې دلته خوښ نه يم، بلكې همدا ژوند مې دلته خورا زيات ځوروي، هو روحآ …

احمد درنګ شيبه آرام و. داسې ښكاريده، چې تابه ويل داعلحضرت دخبرې په باره كې فكركوي، خو داسې نه وه، زر يې بيا پوښتنه ترې وكړه:

_ ستاسې په نظر ددې لامل څه دى، چې تاسې دومره نارام شوي ياست، اوس خوكار تر كارتېردى او اوبه هم ترورخ تيرې …

امان الله خان سوړ اوسيلى وكيښ، په نرمه ژبه يې خپله خبره ورته راغبرګه كړه:

_ وطن ډير ګران وي، زه نه پوهيږم، چې كوم سحر په منځ كې دى او كوم ځواك دى، چې دوطن خاوره كه څه چې زياته خواره وي او يا ډېره لرې، هم وي، انسان بياهم خپل لوري ته وركاږي …زه فكركوم، چې چېرې انساني روح په انساني بدن كې ځاى نيسي، دغه روح په خپله نه غواړي، چې هغه ځاى اوهغه سيمه چې دا له كالبد سره هم غاړه كيږي، له ياده وباسي …

په ليكوال د اعلحضرت دغې خبرې له ورايه خپل ژوراغيزوښانده، ځكه يې په څوشيبوكې څوڅوځلې ده او ملكي ثريا ته سترګې ور واړولې او راواړولې، يوازې به يې اعلحضرت ته په بېواكه توګه ترخوله راووتل:

_ ته ډېرلوى انسان يې او په رښتياهم اوچت انساني صفات لرې …

داعلحضرت په سترګو كې د اوښكوغوټۍ لاهم پورته اوكښته كيدې، دچاى پياله يې په آرامئ سره پورته كړه، خولې ته يې نژدې كړه، چې يوځل يې ناببره بيرته پرميزكيښوده او خبروته يې ځان جوړكړ:

_ وطن ، وطن دى، زه چې كله له وطنه راووتم، زمافكرته يوه پښتو لنډۍ راغله، هغه مې دزړه دتسل په خاطر په هماغه مهال دزړه  له كومي ټولوته وويله، چې:

دخداى پامان دې وي وطنه

 كه زيړى ګل شوم مخ به نه دراړومه

فكركوم، چې هغه مې دزړه له كومي ويلې وه، اوس دادى دهرې ورځې په تيريدو سره په دغه ښكلي روم كې زه زيړى ګل كيږم، قسمت دښكلي روم په زړه كې د اوږدو مياشتو او كالو له پاره ديره كړم. زه اوس هم كله كله دوستانوته وايم، چې:

 زه په افغانستان كې پنډيتوب په ايټاليا، هو، په دغه ښكلي ايټاليا كې ترپاچاهي اوچت بولم …

اعلحضرت خپله پياله خپلې خولې ته داسې چې اوښكې يې په سترګو كې لاهمداسې سرګردانې سرګردانې كيدې ورپورته كړه، لايې هم زړه ډك و، لايې دپرديسۍ ژوند پرديس دردونه په خوله وو، چې ليكوال يې هم دومره خواشينى كړى و، چې نه پوهيده ددغه سترانسان د دردمن  زړه اولوى پرتم په وړاندې څه چاره وكړي؟ اوڅه ورته ووايي، په څه شان يې تسل وكړي ؟ هيڅ       !

دروم په ښكلي ښاركې ورځ په نيمايې ور اوښتې وه، چې داعلحضرت او ملكې خوږې خودردمنې خبرې هم پاى ته ورسېدې. ليكوال وغوښتل، چې ترې ولاړشي، هغه يې تردروازې پورې د خداى پامانۍ په خاطر بدرګه كړ: بدرګه …كله يې چې خداى پامانى سره كاوه، داعلحضرت وروستۍ خبره ليكوال ته داوه:

_  سلام مې وايه !

ليكوال سره له دې چې ورته موسكى شو ژړا ورغله:

_اعلحضرته، پرچا ؟

اواعلحضرت په غيږ كې كلك ونيو، په نيولي آوازكې يې ورته وويل:

_ پرهغوى چې ژوند لري، پرهغوى چې هېواد لري، پرهغوى چې مينه لري او پرهغوى چې خپلواكي يې دغلامى په وړاندي وينه اومينه وي …

اعلحضرت ليكوال په ډكو سترګو په خداى وسپاره، درنګ شيبې يې په هغه پسې كتل او د هغه لنډ قدمونه يې له هغه سره دمينې په نامه يويوڅاره اوپه هغه پسې يې كتل…

 لايې له سترګو پناه شوى نه و، چې له جيبه يې دسمال راويوست اوهغه يې سترګوته ونيو … ! ؟

0 thoughts on “د زمري د (۲۸)، د هغې ورځې په وياړ چې په آزادۍ  پيل شوه او په غلامۍ ودريده”
  1. غازي امان الله خان د افغانستان له پاره ډېره ستره مېړانه او شهامت ښکاره کړ ، خو پوښتنه داده چۍ کله په جنوب غرب کې د عبدالقدوس خان او په جنوب کې د محمد نادر خان تر مشرۍ لاندې انګرېزانو سختې ماتې وخوړلې ، او محمد نادر خان خو بیا آن واڼه او ټل سیمې هم له انګرېزانو څخه ونیولې اوغازیان تر کوهاټ کوتل پورې ورسېدل ، نو بیا ولې ناڅاپه امان الله خان نادر خان او عبدالقدوس خان ته د بېرته شاتګ قو مانده ور کوله چې نیولې سیمې یې هم بېرته ور پرې پرېښوولې ؟
    آیا پر امان الله خان باندې سیمه ییز او نړیوال فشارونه ور زیات شول که څه ؟ بریتانوي استعماري مکارو ځواکونو خو هسې هم ماتې خوړلې وه ، او آن دا چې د نورو سیمو له لاسه وتلو وېره هم ور سره موجوده وه . نو امان الله خان پوځي او سیاسي تېروتنه وکړه ، که عوامل یې بل څه وو ؟ . که چېرته دا دده یوه سیاسي او پوځي تېروتنه وي ، نو خپل ځان ، افغان خاوره او افغانان یې په خپله په لوی لاس د انګرېزانو د اوږدمهالو او شومو اهدافو قرباني کړي . چې دادي له مخې یې یو ځل بیا افغانستان ته د نړیوالو په پوځي او مالي ملاتړ وروسته لــه (۸۰ ) کالو بېرته د افغانستان د لوټ کولو او خپل کسات او بدلې اخیستو په خاطر راغلل ، اوزموږ هېواد یې یو ځل بیا له تېرو (۱۳) کالو را په ایسته اشغال کړی . اوس غواړي دا هېواد په خپلو کې سره ووېشي . سره بېل یې کړي ، اېل یې کړي او د تل له پاره یې د ځان غلامان جوړ کړي . انګرېزانو په قصدي توګه دا کار کړی ، خو مخ د امریکایانو هم ور سره تور شو . ځکه افغانانو له امریکایانو سره زړه تربګني او دوښمني نه لرله . خو اوس یې په لوی لاس د افغانانو بدي په غاړه واخیستله . تر نیم مېلیون زیات افغانان یې د خپل حضور تر چتر لاندې په هر نامه ووژل . افغاني زېرمې یې لوټ کړې . د افغانستان اردو او تأسیسات یې و نړول او له منځه یې یووړل . له شوروي عسکرو څخه نیولې وسلې او مهمات یې په خپله او د پاکستان او طالب په لاسو نو تباه او برباد کړې . څه یې د خپلو شومو اهدافو له پاره د سیمې په نورو هېوادونو کې و کارولې . څه چې پاتې وې هغه یې شمالي ټلوالې ته ور کړې او هغوی پر پاکستان او تاجکستان باندې وپلورلې . او افغانستان یې خلع سلاح او خلع صلاحیت کړ ، انتخابات یې ور مسخ کړل . او تر (۲۰۲۴ ) کال پورې به د افغانستان ، پاکستان ، عراق او مرکزي اسیا په هېوادونو کې نوې جغرافیې او نوي هېوادونه جوړکړي . هو ! نقشه همدغه ده ، او زموږ مشران دې په خپلو کې په څوکیو سره خوري . او ملت دې تل په پردي اور او فقر کې سوځي . خو غیرت یې لا هم پر ځای دﺉ او خپل کسات او بدله به له خپلوکورنیو او بهرنیو دوښمنو اخلي .

ځواب ورکول khwajaTamba ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *