ژباړه: حمیدالله حمیدي
پېړۍ کېږي چې په طب او اخلي پخلي کې له زنجبیل څخه ګټه اخیستل کېږي؛ زنجبیل د ويټامین اې، سي، اي، د بي د ګروپ ويټامینونو، مګنيزیم، پوتاشیم، فاسفورس، سلیکان، اوسپنې، سودیم، کلسیم او د بتاکروتنینو غوره منبع ده.
د تغذیې د برخې متخصصین په دې عقیده دي چې زنجبیل د هاضمې سيستم د ټولو ستونزو لپاره ښه نسخه ده. په غذایي رژیم کې د زنجبیل ور زیاتول په دې معنا دي چې نور نو د معدې له هر ډول ستونزو سره مخه ښه کوئ.
د زنجبیل بله ځانګړنه دا ده چې په وینه کې د غذایي مواد جذب ته لاره هواروي او د هډوکو دردونه کابو کوي، وچ زنجبیل استفراق او سر ګېچي له منځه وړي.
د امېدوارو مېرمنو لپاره یې ګټې:
د زنجبیل کارول د مور په خېټه کې د ماشوم له سوی شکل، جانبي عوارضو او نورو هغو ستونزو څخه مخنیوی کوي چې مېرمنو ته د امېدوارۍ په وخت کې پیدا کېږي.
د بدن دردونه او التهاب له منځه وړي:
زنجبیل د بدن د التهاب د له منځه وړو لپاره تر ټولو ګټوره پېژندل شوې ماده ده.
څېړنو ښودلې ده چې په زنجبیل کې شته عوامل او عناصر د یوه مسکن درمل په توګه موثر تمامېږي. که د هډوکو له دردونو کړېږئ د زنجبیل کارول یې تر ټولو ښه او اسانه لار ده، د سر، ملا، عضلو او مفصلونو دردونه په اسانۍ سره له منځه وړي.
زنجبیل مو له سرطانه ژغوري
د زنجبیل رېښې د انتي اکسیدانو تر ټولو ښه سرچینه ده.
څېړنو ښودلې چې زنجبیل د هغه سلولونو د ودې مخه نیسي چې په لویه کلمه کې د سرطان د جوړېدو لامل ګرځي، پر دې سربېره د تیو، سږو، پوستکي، پانکراس او پروستات سرطان مخه هم نیسي.
د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي
په ورځني ډول د زنجبیل کارول مو د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي او د ژمي په یخو شپو کې مو له ذکام او انفولانزا څخه هم ژغوري.
خوړو ته مو خوند وربښي
له هغې ورځې چې د زنجبیل خوند کشف شوی د هر چا د پخلنځي مېلمه شوی او د خوړو د خوند د لا زیاتوالي لپاره یې کاروي. له زنجبیل څخه په هر ډول خوړو کې ګټه اخیستی شي، د خوړو خوند ښه کوي او د وزن په کمېدو کې در سره مرسته کوي. نباتات پېژندونکي وایي هره کورنۍ باید د ورځې په اوږدو کې په خپل عذایي رژیم کې لږ تر لږه ۴۰ ګرامه زنجبیل وکاروي.
زرګونه کلونه کېږي چې له زنجبیل څخه د جنسي قوت لپاره هم ګټه اخیستل کېږي.
جنتی شي وروره
زنحبیل ته پښتو ژبه کې سونډی( سنډی) وايي، هیله ده چې په راتلونکي کې یې پښتو نوم وکارول شي
زیاته مننه حمیدي صاحب