په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د پنځلس کلن پراخ حضور او د دولتي واکمنۍ د ټينګښت په نامه د پرېمانو مرستو سربېره، له بده مرغه لاهم زورواکي د ملي واکمنۍ پر وړاندې يو جدي ګواښ دی او لا هم يو شمېر زورواکانو ملي اراده يرغمل کړې، لا يې هم پر دولتي څوکيو او شتمنيو منګولو ښخې کړي او لا هم هره ورځ د خلکو پر حقه حقونو تېری کوي.

د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم له خوا د فارياب د پخواني والي احمد اېشچي ناقانونه نيول او ځورول او همداراز د بلخ د ناقانونه والي عطا محمد نور له تمرده ډکې وروستۍ څرګندونې او په ننګرهار کې د يوه کس له خوا هم مهال د دوو خويندو په زوره نکاح کول د زورواکۍ تازه بېلګې دي.

د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم د دې پر ځای چې په کابل کې د دولتي واکمنۍ له پياوړتيا سره مرسته وکړي او خپل رسمي مکلفيتونه ترسره  کړي، د خپلو اېله جاري لښکرو او ملېشو په مرسته لګيا دی د افغانستان په شمال کې خپل سياسي مخالفين ځپي او د پوځي عملياتو په ترڅ کې په لوی لاس قومي شخړو ته لمن وهي. د فارياب په قيصار او المار ولسواليو کې د  دوستمي ملېشو له خوا د بېګناه ملکي خلکو پر کورونو تېري هغه پېښې دي، چې زموږ د غوښتنو باوجود تر اوسه نه دي تعقيب شوې.

که څه هم جنرال دوستم د خپلې نوې دندې تر پيل د مخه د خپلو تېرو کړنو په اړه له افغان ولس څخه بښنه وغوښته، خو له بده مرغه د ده وروستيو خپل سريو دا وښوده چې نوموړی غواړي له خپلې نوې دندې څخه يوازې د خپلې زورواکۍ د پياوړتيا لپاره ګټه پورته کړي او تر ولکې لاندې سيمه کې قومي او سياسي تصفيه ترسره کړي.

بل خوا د بلخ ناقانونه والي چې دوه نيم  کاله  يې له سرپرستۍ تېرېږي، په څرګند ډول ملي واکمني ننګوي، د مرکزي حکومت پرېکړو ته ارزښت نه ورکوي او په افغانستان کې د يوه خپلواک امير په څېر چارې ترسره کوي. د نوموړي وروستۍ څرګندونې چې « که د جميعت ګوند ته په دولت کې زيات امتيازات ورکړل شي، نو دی به د بلخ له ولايت نه لاس واخلي»، په څرګند ډول د دې ښکارندويې کوي چې د بلخ ولايت يې د شخصي ملکيت په توګه برمته کړی او له دې مقام څخه د لازياتو امتيازاتو د اخېستو لپاره د فشار په توګه کار اخلي.

د ننګرهار په ښيوې ولسوالۍ کې د يوه زورواکي له خوا د دوو خويندو هم مهال نکاح کول پدې ولايت کې له اسلام، بشري حقونو او قانون څخه د سرغړونې يوه بله بوږنوونکې بېلګه ده. له بده مرغه په ننګرهار کې هم د يو څو کورنيو زورواکيو او خپل منځي سياليو د دولت واکمني کمزوره کړې او پدې سيمه کې يې پر بشري حقونو پراخو تېريو ته  لار اواره کړې ده.

څرنګه چې ولس نور له يوې خوا د وسله والو مخالفينو او له بلې خوا د زورواکانو د راز راز تېريو له کبله تر سږمو رسېدلی او کړاوونه يې د زغم تر کچې اوښتي دي، موږ د افغانستان پر دولت او نړيواله ټولنه غږ کوو چې که په رښتيا غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ شي، ولسواکي او د قانون واکمني پلې شي، او د فساد جرړې له بېخه وايستل شي، نو تر هر څه لومړی بايد له واک څخه د زورواکو لاسونه لنډ کړي. زموږ په اند نور بايد د جرم، جنايت او فساد پر وړاندې د معافيت او اغماض دود او کلتور پايته ورسېږي او نور د وطن لوړې ګټو د کاذبو مصلحتونو په پلمه د يو څو تنو زورواکو او قومي ټېکه دارانو د ګټو قرباني نه  کړي.

موږ له دولت څخه غوښتنه کوو، چې د احمد اېشچي قضيه په جدي توګه تعقيب کړي او له قانون څخه سرغړوونکو ته که په هره کچه وي د خپلو اعمالو سزا ورکړي، که نه نو پر دولت به د خلکو همدا کمزوری باور هم له منځه لاړ شي.

موږ د افغانستان  له ولسمشر ډاکتر اشرف غني څخه توضېح غواړو چې لومړی يې ولې تر دې مهاله د قانون خلاف عطا محمد  نور د بلخ ولايت د سرپرست په توګه ساتلی دی او دويم دا چې ايا په رښتيا يې د بلخ  ولايت د خوشې کولو پر وړاندې نوموړي ته له دولتي واکمنۍ څخه د باج ورکړه منلې ده؟

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې وروستي جنايت هم د افغانستان مېړنی او مسلمان ولس سخت غوسه کړی دی. پدې برخه کې هم  موږ پر جدي پلټنو ټينګار کوو او عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتونکي يو.

پر نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه امريکا باندې له پخوا څخه داسې شک کېږي، چې په لوی لاس د زورواکو او جنګي جنايتکارانو ملاتړ کوي. زموږ په اند په دولت کې د ننه زورواکي او مافيايي کړۍ، د وسله والو مخالفينو هومره او يا  تر هغو هم زيات په هېواد کې د سولې او ثبات پر وړاندې ګواښ دي. موږ پر دوی غږ کوو، چې که خبره  واقعيت وي، نو له دغې خطرناکې لوبې څخه دې لاس واخلي او که نه په غوڅه توګه دې د زورواکانو د ځپلو لپاره له دولت سره مرسته او ملاتړ وکړي.

که چېرې وضعيت همداسې دوام  کوي او زورواکي بيا هم پر ملي ګټو او د  خلکو پر حقونو تېری کوي، نو موږ به يې دولت او نړيواله ټولنه په اړه پړه وګڼو، پدې برخه کې به پر مدني اعتراضونو لاس پورې کړو او دولت به د خپلو مکلفيتونو په ترسره کولو کې ناکام وګڼو.

د ملي محور سياسي کمېټه

3 thoughts on “د زورواکانو د وروستيو تېريو او سرغړونو په اړه د ملي محور اعلاميه”
  1. د زور واکانو نوم ، غاصب ، قاتل ، جانی ، باغی او د ملی ګټو ضد عناصرو ته کارول ددوی خبیثه رول او کړنی نه افاده کوی ، زور او قوت انسان ته د خیر رسولو توان ورکوی ، د مظلوم نه دفاع کوی ، اسلام او ملت ته ګټه رسوی ، ملی ګټی پری ساتی ، انسانیت ته خدمت کوی ، د ظالم لاس له ظلم لنډوی ، خپل او د نورو ناموس پری ساتی او داسی نور مردانه او د عزت کارونه .
    مګر ذکر شوی مفسدین او جانیانو ته خر شاخدار ، سګ دیوانه ، ارذل الناس او حتی د کړو په تناسب یی دا موقفونه هم لوړ ښکاری ، نو د زور واکانو اصطلاح نشی کولی دا ډول خبیثه بقایاوی کما حقه افاده کړی ، امید چه وروڼه تجدید نظر وکړی .
    د دوستم دوهم کس ګرځول یا معاون رئیس جمهور کیدل دی نور سفله ګان تشویق کړل چه هرڅومره جنایت او فساد ډیروی یا ډیر فساد او جنایت مستقیما متناسب دی له لویی کرسی سره ، مع الاسف دا ۱۵ کاله همدا مستقیم تناسب چلیدلی نو اوس د مشرقی دوستم ، دکندز دوستم ، د بلخ دوستم اونور تکثر د جنایت به مضاعف روان وی ، ځکه چه لوړه کرسی ، دوستم صفته کسان غواړی. .

  2. عزتمندو دوستانو ! ځینووحشی طبعو ، حیوان صفتواو داړونکو ته مودیر تعریفات ورکړیدی مګریوڅه چی مو ندی ویلی هغه دادی چی ایا ددوی داصلاح اوتوبی طمع لری اوکنه ؟ ځکه د لیونی سپی بیله مرداریدواومرګه بله چاره خویی تراوسه چا نده ویلی .،

  3. زما دوستم ,حضرت علاو زرداد نه گیله نه شته زما گیله له هغو مجاهدو ده چی د اعلای کلمت الله ّه نامه یی وطن خر ځ او دنجیب ددولت د له منځه وړلو له امله یی له دوستم خالد بن ولید له دی نورو اوبو هریره
    څه شول هاغه په حبل ورور د غت غټ غورځنګ مجاهدین!

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *