خلیل کمال –
په دې د ټولو سر خلاص دی، چې په افغانستان کې د ثبات، امنیت او ښې حکومتولۍ په مخ کې یو تر ټولو لوی خنډ د دولتي ځواکونو تر څنګ د خپلسرو ملیشو، بې مسوولیته وسلهوالو ډلو ټپلو شته والی دی. چې اکثریت یې په جنګي جرایمو، غلا غديو، د خلکو په ځورولو او بشري ضد جنایتونو تورنې دي. دا هغه ډلې دي چې ظاهرا ځانونه د دولت پلوي ځواکونه بولي او د لویو جنګسالارانو او سیاستوالو ملاتړ ورسره دی. تېرو څوارلسو کالو کې نه یوازې د دغه موازي وسلهوالو تشکیلاتو په ضد کوم اقدام ونشو، بلکې لا پسې پراخ شول ویل کېږي چې ځیني یې د دولت دننه حلقو او ځیني یې حتا له بهره په مستقیمه توګه تقویه کېږي.
د معاصرو دولتونو د پرمختګ، ثبات او نظم یو راز دا دی چې د خشونت ټول ابزار او وسلې یوازې د هغو په امنیتي ځواکونو کې متمرکزې شوې دي، که له دغه چوکاټه بهر هر چا او ډلې سره وسله او د خشونت ابزار ولیدل شي هغه په کلکه ټکوي او له منځه یې وړي او دا یوازې د رسمي امنیتي ځواکونو انحصاري حق ګڼي. د افغانستان د قوانینو له مخې هم د قوي استعمال او د قوې ساتل یوازې زموږ وسله وال پوځ په واک او اختیار کې دی. خو له بده مرغه زموږ دولت لا هم په دې نه دی بریالی شوی چې دغه واک او اختیار په بشپړه توګه د وسله والو ځواکونو په انحصار کې راولي، دولت چې کله هم هڅه کړې ده، دا کار وکړي، د خپلسرو ځواکمنو سیاستوالو له خوا چې په دولت کې دننه لوی لوی منصبونه لري تر فشار لاندې راغلی دی. که څه هم ولسمشر غني دغې ستونزې ته متوجه دی او څو ځلي یې په دې اړه څرګندونې کړي دي چې دا موازي تشکیلات او پوځي ټولګي ورته د منلو نه دي، خو په عمل کې تر دې دمه د هغو په ضد کوم مهم ګام نه دی پورته شوی.
د نوي حکومت په راتګ او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د جګړې لمن پراخه شوې ده، د دښمن بریدونه او حملات زیات شوي دي، دا چې حکومت مخالفو وسله والو لکه طالب، داعش او نورو سره ښکیل دی، له دې موقع نه په استفادې ځیني جنګسالاران او سیاستوال هڅه کوي، په دې پلمه چې ګني له طالبانو او داعش سره جګړه کوي خپل وسله وال ګروپونه مسلح کوي او بیا داسې ښکاروي چې د امنیتي ځواکونو وس نه رسیږي نو ځکه دوی میدان ته راوتلي دي. خو دوی تر اوسه هیڅ ځای کې داسې کوم عملیات یا جګړه نه ده کړې چې واقعا یې طالبانو یا داعش ته ماتې ورکړي وي، هسې دا کارونه ددې لپاره کوي چې ځانونه قهرمانان جوړ کړي او خلکو ته ووایي چې که دوی نه وي حکومت یې نشي ساتلی، دوی په دې کار له یوې خوا پر وسله والو ځواکونو چې هر ډګر کې یې مخالفانو ته ماته ورکړې د هغوی اعتبار او باور ته زیان رسوي، له بلې خوا دغه غیر مسوول وسله وال په خلکو کې اعتماد او اعتبار نه لري، نو له همدې امله وسله والو مخالفانو ته پلمه په لاس ورکوي چې د عامو خلکو خواخوږي را جلب او بیا د افغانانو په ضد خپله روانه جګړه توجیه کړي.
د قدرت د نمایش دا صحنې بیخي ډېرې دي، همدا تیره ورځ مزار شریف ښار کې د هند په قونسلګرۍ د وسله والو برید وشو، هلته کمانډو او پولیسو سیمه محاصره کړې وه، خو بیا هم د بلخ والي او نورو سیاستوالو ټوپکې را اخیستې وي او په محاصره شوي ځای یې ډزې کولې او بیا یې عکسونه فیس بوک ته پورته کول چې خلک د دوی کارنامې وګوري او په دې توګه ځانونه اتلان وښيي.
همدارنګه ډېر وکیلان مو ولیدل چې ظاهرا یې د وسله والو ځواکونو دریشۍ په تن کړي او د جګړې میدان ته ځي او یوازې عکسونه اخلي. که څه هم دوی داسې ښکاروي چې په دې کار سره وسله والو ځواکونو ته روحیه ورکوي، خو داسې نه ده، دوی په دې چل له یوې خوا خپلې ډلې ټپلې تقویه کوي او له بل پلوه ولس ته خپل زور او قوت ښيي. خو د قانون له مخې د ملکی ادارو چارواکي او سیاستوال هیڅ حق نه لري چې وسله والې ډلې ولري، یا نظامي یونفورم واغوندي او بیا د جګړې محاذ کې د امنیتي ځواکونو په چارو کې مداخله وکړي.
ځکه امنیتي ځواکونه د همدې مقصد لپاره روزل شوي هغوی د خپل پلان او پروګرام په اساس پوهیږي چې څنګه جګړه وکړي او کوم اهداف ورته لږ او کوم ډېر مهم دي. ددغه ډول غیر مسوولو وسله والو یوه بېلګه موږ په جلال اباد کې د حاجي ظاهر تر مشرۍ لاندې ولیده چې په خپلسرۍ ډول یې د داعش په ضد اقدام وکړ او بیا یې د پنځو تنو د سرونو په پرې کولو د وحشت ننداره وړاندې کړه او د ننګرهار خلکو ته یې د خپل قدرت نمایش وښود. د دفاع وزارت لوی درستیز جلال اباد کې اعلان وکړ چې ملي وسله وال ځواکونه هر رنګ جګړې ته چمتو دي، موازي پوځي تشکیلاتو او خپلسرو ملیشو ته هیڅ اړتیا نشته که څوک غواړي له مخالفانو سره وجنګېږي نو د ملي ځواکونو په صفوفو کې دې تنظم شي او کنه په ضد به یې اقدام وشي. که حکومت د لوی درستیز د وینا سره سم د افغانستان په ټولو ولایتونو کې غیر مسوولو وسله والو ته همدا شان اخطار ورکړي او یا یې په ضد اقدام وکړي، دا د قوي او خشونت د استعمال د وسایلو د انحصار او د قوي مرکزي دولت او وسله وال ځواک له جوړیدو سره لویه مرسته کوي. حکومت ته په کار دي چې لومړی د سیاستوالو او جنګسالارانو له خوا د قدرت ښودلو په نمایش بندیز ولګوي، هیڅ ملکي او سیاسي شخص ته د وسله والو ځواکونو په چارو کې د مداخلې اجازه ورنه کړي، دویم دا چې هغو سیمو کې چې طالبان او داعش فعال دي د هغوی په ضد پراخ پوځي عملیات ترسره کړي چې غیر مسوولو وسله والو ته د پورته کېدو پلمه په لاس ور نشي. که چیرته حکومت په ځينو سیمو کې ناوخته عملیات پیلوي او یا هم هلته عملیات نه کوي، نو په طبیعي توګه غیر مسوولو وسله والو ته د فعالیت زمینه مساعدیږي او ددې امکان شته چې دا غیر مسوول وسله وال له بهره هم مرستې ترلاسه کړي او د نورو زیاتو ناقانونه کړنو موجب وګرځي. که مخه یې ونه نیول شي، دا ډلې ټپلې تر طالب، داعش او نورو دولت ته خطرناکې ثابتېدای شي او تر اوسه هم چې دولت په ځینو سیمو د بشپړ حاکمیت د لرلو له ستونزې سره مخ دی یو علت یې همدغه غیر مسوول وسله وال دي چې د نطام دننه د نظام د تضعیف او کمزورۍ په لټه کې خپلې موخوې لټوي.
دا کاذب ،ریایی او د غیرالله د رضا او موخو لپاره سیاسیون یا مشران کوم حرکات او نمایشونه ترسره کوی ددوی انسانی ،اخلاقی او تربیتی کچه ښیی چه څومره سړیتوب ،دینداری او ظرفیت لری یا څومره سړی دی ، خو د تعلیم یافته او بیا مجاهد فی سبیل الله سره قطعا نه جوړیږی ، یا داسی ښیی چه یو فلمی یا کامره یی ادا کار دی نه عقیدوی او علمی مجاهد. هغه په زرهاوو مجاهدین چه اصلا دښمنان یی مات کړی او اکثره یی شهیدان شوی ، دهغوی نه یو فلم او حتی یو عکس هم ندی پاتی شوی.
خو متأسفانه یو شمیر فلمی او کامره یی ادا کارو ډیرو ځایو کی د پاکو شهیدانو په وینو خیټه اچولی او غلطی معاملی ،مضر او شرمیدلی حرکات د اسلامی او ملی ګټو خلاف هم دوی کړی ، چه دا یو تربیتی نقص بلل کیږی چه د ځینو نه یی دی ملت ته مصیبت جوړ کړی او هری ناروا او بی شرمی ته لاس اچوی چه هندو ستړی او خدای ناراضه نه اضافه نور څه نه تری جوړیږی او دا مرض زموږ ټول شته او عزت بربادوی ، متقی علما او صالح حکام یی باید مخنیوی وکړی او دا ډیر دروند او غیرتی مسؤلیت دی.