سر او سرنوشت

څوک لګیا د خپل مړه ورور سر ته لغتې ورکوي.وايي چې کافر و. بل لګیا دی د افغان بچي سرنوشت ته لغتې ورکوي .وايي چې د لوګر و.

رشوت اخلو او مسولیتونو سره لوبې کوو. سفارش کوو او د اصولونو سره لوبې کوو.
هیچا ته هم د بل سر سر نه ښکاري. د چا ښکلی بشر ورته بشر نه ښکاري.

هغه فټ بالر چې په وینو لړلی سر په لغتو وهي او هغه ډرایور چې د سورلو ډک موټر ېې روان کړی وي او د چرسو سیګرټ وهي يو شان وحشیان دي.

وحشت وحشت دی. هغه د کمیص پرتوګ او ږیرو پورې محدود نه دی. لشم پشم ټول ېې کوي.خو بس د ریکارډ کیدو او یادیدو خبره ده.

هغه رډې رډې سترګې چې د خوڅ شوي سر دي او هغه خړې خړې سترګې چې رټل شوي مهاجر دي یو برابر دي.
د افغان سر او سر نوشت سره لوبې کونکي یو خلک دي .بس ځایونه او نومونه ېې بدل دي

دروند پښتون

ستاسو په دروند استقبال کې راځي د یو گرم ډانس دپاره. کرن خان
بیا لاندې ناست خانان د کرن خان د استقبال دپاره راپاڅي او هرکلي ته ېې لاسونه او څادرونه واچوي او هغه ورته په ټوپونو شي.

د رنگه ښکلې یمه.خوښه د ټول پښتونستان یم
لکه سپوږمۍ ځلیږم. زه ښاپرۍ د پریستان یم
نیم کلی مې وران کړو .نیم به وران کړم

د ورانو کلو بانډو نه راغلي په خولو ککړ خانان ورباندې پیسې شیندي او خپله خاني ښيي.

د دې گرم ډانس نه پس بیا دروند پښتون جهانگیر خان د خپلو کاغذي بریتو سره پېنڅه نیولی راننوځي او د پښتنو د غیرت بیان شورو کړي.

زه هغه غیرتي پښتون یم چې سر ورکوم خو د پښتنې خور د سر څادر نه ورکوم

لاندې ولاړ پښتانه ورته بیا لاسونه او شپيلي ووهي او د غیرت جذبه ېې راپورته شي.

بیا غږ شي چې اوس به د پښتون شاه ځلمي شهسوار خان سره د یو بل گرم ډانس دپاره د پښتونخوا بلبله راځي.سنبل خان
بیا درانه پښتانه ورته گوري او شهسوار او سنبل یو بل ته کله زنگون کې سر ورکوي او کله پتون کې.
بیا چې دا تماشه ختمه شي نو د ملي احساس فکر پیدا شي او یو بل خان راشي او هغه ورته وايي.
موږ یو د خیبر ځلمي پښتو زموږه شان دی. موږه پښتانه یو په وطن مو سر قربان دی.

بس همدا د تماشو او غیرتونو ډرامه روانه وي او دروند پښتون پکې کله د دنیا شي کله د دین . کله د مسرت شاهین او کله د جمالدین.

ماشیني ژوند

د خلکو حوصله په ختمیدو ده.د کمپوټر په شان غواړي چې انسان هم ورته سمدستي او د ده د خوښې ځواب ورکړي. اوس څوک د ډیرو خبرو حوصله نه لري.مخامخ خبرې او مجلسونه څه چې په تيليفون هم د دوو دقیقو نه زیات خبرې نشي کولی.ټکسټ پیغامونو کې هم سلام په ځای اس ع لیکي.

د پلار او استا‌ذ خبره اوریدل نه کیږي .هر څه لنډ او په منډه غواړي. لنډې خبرې، واړه واړه خبرونه.ټي ټونټي او ټویټر
اوږدې پړپړ او مسلې څوک نه اوري.داستان ماستان نه لولي. بس درې کرښث کیسه او دوه کرښې لطیفه. بیا اوه اوه او هي هي.

خبره په اشارو علامو او څهرو کیږي. خطونو خو سر خوړلی دی د ایمیل هم سر هم د سر په ځای اخر ګوري چې راکوي ېې که ېې رانه غواړي؟.

ماشیني مصنوعي او مطلبي ژوند روان دی او موږ پکې اوسیږو

افغانستان به منې

هغه خبر چې د کولمبو نه خپور شو  او ویل ېې چې  افغانستان د آسیا د کرکټ په راتلونکو مهمو لوبو کې د کرکټ د سترو او اولې درجې ملکونو هند پاکستان سري لنکا او بنګله دیش سره برخه اخلي. که همدغه خبر د افغانستان په شان کوم بل ملک په اړه اوریدل شوی وی نو دنیا به لیدلي وو چې څومره تود هرکلی به ېې شوی و. کورني مطبوعات به ورنه ډک وو او ملي جشن به و. دا خبر داسې دی لکه افغانستان د فټ بال په میدان کې د برازیل،المان او ارجینټینا سره لوبو ته رسیږي. خو افسوس چې نړیوال مطبوعات ېې یادوي او د کابل سرکاري رسنۍ یوه هفته پخوا د ملیزیا نه د ګټلې لوبې خبر نشروي ،د شخصي رسنیو خو به څوک څه ووايي .افسوس د افسوس ځای خو دا هم دی چې نړیوال موږ پسې ګرځي او موږ د یو بل نه مخ ګرځوو. هغو راته لارې خلاصوي او موږ نه خپله لاره ورکه ده. څوک ځان افغان نه مني او بل د سره افغانستان نه مني. ګني که سبا پوه شول چې افغان کیدو کې ګټه او د افغانستان په نوم ډالر راځي نو بیا به د هر یو نه مخکې روان وي . افغان مجاهدینو کیدو کې ېې ګټه وه نو وو. افغان مهاجرین کیدو کې ېې مزې وې،نو وو . د افغانستان په نوم چوکۍ ځان پسې تړلې ګرځوي نو وي.
خو چې پوه شي چې اوس ورنه نورو ته هم ګټه رسي نو بیا خپله جدا تذکیره او ادیره غواړي.

خو که څوک افغانستان نه مني او په افتخار ېې خار خوري. په نوم ېې شرمیږي نو نه به د تذکیرې شي او نه د ادیرې.
اوس هم وخت دی. افغانستان ومنئ .ځان افغان ومنئ. ګني سبا به همدې کرکټ پسې لکه فټ بال منډې وهئ او په لاس به نه درځي. که د افغانستان پرمختګ نشې زغملی ،خو د شاتګ نه ېې وویریږئ . د پیښور هغه خراسان کمپ خو هم اوبو وړئ. کچه ګړهۍ هم پخه شویده. بس همدا وطن مو دی. که په نوم نشان او شان باندې ېې ناز ونکړو او د یو بل لحاظ ونکړو. نو بیا به هغه کیبل وي او دا ښاغلی ډبل.

افغانستان منل ،ستایل او یادول د افغان کار دی. په همدې خو افغان دی. محمد نبي ورته میدان ګټي نو غلام نبي به ېې خبر خپروي.ستانکزی به مقام ګټی نو ښاغلی کرزی به انعام ورکوي. همدې نه خو وطن جوړیږي . اتلان ستایل او خاینان ځړول.

افغانستان د کرکټ تیرو میدانونو او جامونو ته په خپل زیار رسیدلی. د آسیا جام ته په ګټلي اعتبار رسیدلی. اوس به ځوانان د دغه ګټلي اعتبار پالنه کوي. د کوربنو نه به مننه کوي او د خپل نوم ستانه به کوي. موږ ورنه جام نه غواړو.خو چې خام رانشي. ګټل او بایلل ورسره منو .خو شاته کیدل نه . د افغانستان بچي دي .افغانستان منلي دي. نو افغانستان به راته ګټي.
سبا چې دی سبا چې دی
زموږه دی زموږه دی

فیسبوک څه کولی شي؟
ما ویل: دا دومره ظلم ناروا او فساد روان دی او ته غلی ېې یو څه خو پرې ولیکه کنه
تا ویل: په لیکلو څه کیږي .چاته ېې لیکې؟ فیسبوک څه کولی شي؟.

ما ویل : ولې نه دومره په زرهاو خلک دې لولي. ستا یوه کرښه د خلکو زړونو ته رسي. وه خو لیکه
تا ویل: دا ټوله ساعتیري ده. بس یو شغل دی. یو د شهرت دپاره لیکي، بل ېې د لذت دپاره لولي. فیسبوک د انقلاب ځای نه دی.

ما ویل: ولې په دې عربو کې بدلون د فیسبوک او ټویټر په زور رانغلو؟. نو موږ ېې ولې نشو راوستلی.؟

تا ویل: عربو چې څه وخت موږ ته بمونه جوړل ښودل ،خپل بچي ېې مکتبونو ته لیږل. خپل زندانونه ېې خالي او زموږ کورونه ېې ادیره کړل. عربو سره ځان مه تله. موږ د دریمې نړۍ د دریمې درجې هیواد کې فیسبوک هم د وي سي ار او سي ډي په شان چلوو. یا مړي ګورو یا مړې سترګې.

ما ویل: ته په خپلو خلکو داسې ګمان ولې کوې. دلته خو اوس هم د قلم او کتاب قدر کیږي. خلک راویښ شویدي. خپل ښه او بد پیژني. فکر لري.

تا ویل: زه ګمان نه کوم.چې څه عیان دي . د هغې بیان کوم. دلته چې چا ډیر کاغذونه تور کړي وي هغه مامور او چاچې ډیر دیوالونه تور کړي هغه ریس دی. چا چې ډیرزیار ویستلی هغه مشیر او چا چې ډیرې څرمنې ویستلي دي،هغه وزیر دی. دلته د حق خبره چاته او په څه کوې. هغه چې احساس لري هغه اختیار نه لري او چې اختیار لري هغه احساس نه لري.

ما ویل: نو خاموشي خو هم ګناه ده کنه. حق نه ویل خو هم جفا ده کنه. هرڅه وینې او چپه خولی ېې.دا خو هم ناروا ده کنه؟

تا ویل : د ویلو سزا چې ووینې نو د خاموشۍ ګناه به غوره وګڼې. دلته چې چا نن حق غوښتلی سبا په حق رسیدلی او چا چې خوله خلاصه کړې ،بیا ېې خوله ورته په سپینه ټوټه تړلې. بس سېل کوه. ګني خپله به تماشه شې. بس یو بل باندې خټې شیندل دي ،لاسونه او لباسونه تورول دي.

ما ویل: نه نو داسې به ترڅو وي. ترڅو به یو زوره ور اقلیت حاکم او کمزوری اقلیت محکوم وي. یو څو کسان به د ملت فیصله کوي. ترڅو به د ورځې رشوت او د شپې وحشت حکومت کوي؟ دا فریاد به مو کله اوریدل کیږي؟. دا ورځ به مو کله سمیږي؟. که تاسو ېې نه شورو کوئ او بل ېې نه کوي. نو همداسې به ځوریږو او کړیږو.

تا ویل: بس انتظار کوه . دلته کوم کار زموږ په خوښه شوی. کوم بدلون کې د چا نه په پوښتنه راغلی.بس چې خپلو کې وران شي ،نو د یو نوي دور سامان شي. بس خپل فیسبوک کوه.ساعت تیروه. څنګه چې روانه ده ،همداسې به روانه وي. بس مخونو به بدلیږي.عذاب به هم دا وي. نومونه به نور وي ،حساب به هم دا وي. فیسبوک په پټو مخونو او بې کتابه وختونو کې بدلون نشي راوستی. دلته فیسبوک هیڅ هم نشي کولی.

8 thoughts on “د زړه خبرې/ مطیع الله عابد”
  1. ډیره ډیره مننه کوو له عابد صاحب نه ډیره په زړه پوری مطلب یی لیکلی وه، ځما د زړه خبری یی لیکلی وی او زما دزړه بړاس یی په دی شکلی مطلب را ختم کړ.
    ځما د زړه تنده یی پری ماته کړه، عابد صاحب آلله دی په عمر کی برکت او په لاسونو کی دی همت زیات کړه ترسو پر داسی لیکنو ځموژ ادبی تنده ماته کړی.

  2. گرانه عابد جانه سلامونه
    وروره خداي پاك د قلم تاند لره ستا د لا بريا په هيله مونز ستا سره همغگي يو. په درناوي

  3. عابد صاحب ستاسو احساسات د قدر وړ دی. مونږ ستاسو په شان زړه ورو مشرانو او وطن دوسته ځوانانو باندی افتخار کوو. ستاسو لیکنی د افغانستان ځوانانو ته تر ډیرو ښوونکو او ملایانو موثری او ګټوری دی. تاسو خپلو هیواد والو ته انسانیت، افغانیت او تر هرڅه مهم واقعی اسلامیت ورښیی. په ګوتو مو برکت ، حوصله مو پراخه او ژوند مو اوږد اوتل روغ اوسی.

  4. ګرانه عابد جان په ګوتو،قلم اومغزوموبرکت شه دټولو دزړه خبری دی کړی ویښوونکی خبری دی کړی خپلی لیکنی جاری ساته چه دا ویده ولس را ویښ شی خدای دی ژوندی لره په درناوی

  5. عابد صیب! لکه چی د فټبال په بریا دی خوا شنه ده، او بل دا چی هغه چی سر په لغتو ویی هغه ته لطفا فوټبالر مه وایه، فټبالر هغه ده چی په دنیا یی وپیژاندی. ستا د کرکت او فوټبال په هکله د لیکلو لکی هم لږ کږی راته ښکاری. د وښو لاندی به اوبه نه تیروی

  6. مطلب ډیر اوژد دی هره ټوته یی خوندوره ده خو ما یی دا ټوته چه په زړه پوری ده اوز ما په نظر فلسفه پکی شته را جدا کړی ده . او واقعت خو دادی چه په دی ټوټه کی باید ټول افغانان خپله څهره په آینه کی وګوری او قضاوت وکړی. هغه وایی اصلاح د خپل ځان نه شروع کیژی. اففانان ټول پلار نیکو او اجدادو نه مسلمانان دی خو بیا هم مونژ افغانان په ډیره سادګی یو پربل دمسملمان او کافر ټاپه لګوو په داسی حال کی چه د یو شخص اسلامیت او کفر یوازی الله پاک ته معلوم دی . همدا مونژه افغانان یو چه درګرده رشوت اخلو سفارش کوو او اوصولو باندی لوبی کوو. خو په زغرده خپل ګناهونه په کرزی او دولت تپو آیا چا ته هم دبل ددرد احساس شته. آیا هغه انتهاری چه خدای (ج) ورباندی نه په دی دنیا مهربانه دی او نه په هغه دنیا فرق ( ښه متوجه اوسۍ) دهغه چرسی ډریورسره څه دی چه د دوه پنځوسو سورلیو د قتل سبب ګرخی . وحشت وحشت دی او وحشت فردی دی په هر انسان پوری تړلۍ د یو انسان میژی ته ضرر نه رسیژی او بل انسان درشوت بی مسولیتیو سفارش اوصولو د ترپښو لاندی کولو کی دبی ګناه خلکو په وژلوکی ټولی جامعی ته ضرر رسوی ……که یو افغان که د خرس غوښه وخوری په سلو کتابو کافر دی خو همداافغان که انتهاری وی هره ورځ د لسګونو بی ګناهو افغانانو د قتل سبب و ګرځی رشوت خوری واسطه بازی اوظلم یی ورخنی کاربار وی نو بیا خوچوبه خوله پاته یو آیا اسلام همدا دی آیا آفغانیت همدا دی. کرزی نشی کولای د هر مامور په سر ودریژی او هرافغان ته شخصآ د هغه مسولیت ورپه ګوته کړی او ورته ووایی چه ته رشوت مه خوره سفارش مه کوه داوصولو سره لوبی مه کوه انتهار مکوه مونژه ددی خاوری وګړی هم مسّولیت لرو آیا ته ای افغانه دبل درد هم داسی احساس کوی لکه خپل درد…….

ځواب ورکول Wais Badshah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *