تاند – د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په شارجه کې د زیمبابوې لوبډلې ته په دوهمه شل اوره لوبه کې  د ۸۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دا تر دریو میاشتو په لنډه موده کې دوهم ځل دی چې افغانستان د زیبمابوې له لوبډلې د لوبو لړۍ ګټي، یو ځل په زیمبابوې کې او بل ځل په عربي متحد اماراتو کې.

په ننۍ ( یکشنبه د جنوري لسمه) لوبه کې محمد شهزاد په ۶۷ توپونو ۱۱۸ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو. دا لومړی ځل دی چې یو افغان د شل اورونو په لوبو کې سلیزه جوړوي. د هغو ټولو هیوادونو په لوبغاړو کې چې تر اوسه یې ټیمونه د ټیسټ لوبو مرحلې ته نه دې رسیدلي تر اوسه کوم لوبغاړي دومره منډې نه دې جوړې کړې لکه نن چې شهزاد جوړې کړې.

همداراز په شل اووریزو سیالیو کې تر دې وړاندې د کرکټ په تاریخ کې یوازې ۳ نورو لوبغاړو تر شهزاد زیاتې منډې جوړې کړي دي.

په ۲۰۱۳ کې د استرالیا فرینچ د انګلنډ او استرالیا په مسابقه کې په ۶۳ توپونو ۱۵۶ منډې وکړې.

په ۲۰۱۲ م کال د نیوزیلنډ بي مک کولم په ۵۸ توپونو د بنګله دېش په وړاندې ۱۲۳ منډې جوړې کړې.

په ۲۰۱۵ م کال د جنوبي افریقا لوبغاړي (F du Plessis) د ویست انډیز په وړاندې په مسابقه کې په ۵۶ توپونو ۱۱۹ منډې جوړې کړې.

او نن د افغانستان محمد شهزاد د زیمبابوې په وړاندې په ۶۷ توپونو ۱۱۸ منډې وکړې.

2د شهزاد د لوبې کمال دا و چې ورو یې پیل کړه، پسې تیز شو او چې کله ډاډه شو داسې شپږیزې او څلوریزې یې واخیستې چې د زیمبابوې باولران یې حیران کړل. شهزاد هغه لوبغاړی دی چې د پنځوس اورونو په تیر نړیوال جام کې له ملي ټیم څخه ایستل شوی و ، ځکه چې هغه وخت ښه نه لوبیده خو دا ځل به وکتل شي چې یوشمیر لوبغاړي لکه کریم صادق او په خپل کپتان اصغر ستانکزی چې په متحد عربي اماراتو کې له زیمبابوې سره ښه نه دي ځلیدلي بیا به هم په لوبه کې شامل شي که به وایستل شي.

البته غوره خو دا ده چې ځیني لوبغاړي د رییس احمدزی په شان په خپله دې چمتو شي چې ځوانانو ته لاره هواره کړي او اعلان وکړي چې له ملي ټیمه استعفا کوي. له ملي ټیم څخه د رییس احمدزي اعلان داسې پریکړه وه لکه د نړۍ د ځینو پیاوړیو لوبډلو ځینو لوبغاړو چې په خپله نتیجې ته رسیدلي چې د هیواد په ملي ډله کې یې نوي کسان پکار دي، ځوانان پکار دي.

د نړۍ د یوې لوبډلې مثال کې ورکړو، د انګلستان کرکټ ټیم په تیر نړیوال جام کې د افغان لوبډلې په څیر دوهمې مرحلې ته ونه رسیده. تر نړیوال جام وروسته د انګلستان ټیم له دغو لوبغاړو څخه تر نیمایي زیات وایستل او د هغوی پر ځای یې داسې ځوانان په ټیم کې ځای کړل چې د استرالیا ملي لوبډلې ته یې په خپل کور کې په ټیسټ میچ کې ماتې ورکړه او اوس په جنوبي افریقا کې له کوربه هیواد سره په ټیسټ میچ کې یو صفر مخکې ده چې دوې لوبې یې لا پاتې دي.

2د دې لپاره چې افغان لوبډله د دې جوګه شي چې د نړۍ پیاوړي ټموینه لکه د استرالیا، جنوبي افریقا، انګلستان او هند مات کړي نو پکار ده چې د اوسنۍ پیاوړې ډلې هغه کمزورې ټکي لرې کړي او د هغوی پر ځای ځوانانو ته زمینه برابره کړي. په اوسنۍ ډلې کې د شهزاد او نبي بریالۍ تجربه د ګلبدین، حمزه او رشید خان په څير د ځوانو لوبغاړو له کمال سره یوځای شوې ده چې د زیمبابوې په څیر پیاوړې ډلې ته ماتې ورکوي.

One thought on “د زیمبابوې له ماتې وروسته افغان لوبډلې ته څه پکار دي؟”
  1. دازشتاده چه حوان لوبغاری شه لوبه وکره او په اینده کی لوبه باید دوی ته پریسودل شی لکه راشد .گلبدین.حمزه او نور چه سه لوبیژی

ځواب ورکول آحمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *