د ستانکزیو د ټولنیزې او قومي شورا رهبري پلاوي او غړو ددغې شورا د نوي مشرتابه پلاوي د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره کړې او الحاج عبدالمعروف ستانکزی یې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ددغې شورا د مشراو ډاکټراحمدشاه پردیس یی دمرستیال په توګه وټاکل.

د ستانکزیو د ټولنیزې او قومي شورا دمرکزی شورا غړو د پنجشنبې په ورځ چې د ۱۳۹۴ کال د وږي یا سنبلې د میاشتې له ۱۲ نېټې سره سمون لري په یوه غونډه کې وپتیله څو ددغې شورا د مشرتابه پلاوي د کاري مودې له پای ته رسیدو مخکې د یادې شورا د کارونو د لا سمون او تنظیم لپاره خپل مشر او کاري ټیم وټاکي.

په دغه غونډه کې چې د افغانستان له شپاړسوولایتونو څخه د ستانکزیو د قوم شاوخوا پنځه سوه استازو برخه اخیستې وه، دوی د آزادو ټاکنو په ترسره کولو سره الحاج عبدالمعروف ستانکزي ته ددغې شورا د رییس، ډاکټر احمدشا پردیس ته د شورا د مرستیال او مجنون خان مخلص ته د منشي په توګه د باور رایه ورکړه او د شورا د مشرتابه پلاوي په توګه یې وټاکل.

الحاج عبدالمعروف ستانکزی او ورسره یاد ټیم یې دوه کاله مخکې د هیواد له څوارلسو ولایتونو څخه د ستانکزیو قوم د راغلو استازو له خوا ددغې شورا د مشرتابه پلاوی په توګه وټاکل شو چې د شورا د پریکړو له مخې یې د کار موده دوه کاله ټاکل شوې وه خو ددغې شورا د پنجشنبې ورځې په ناسته کې د ټاکنو او مشرتابه پلاوي له ټاکل کیدو مخکې د شورا په دوه مادو کې د تعدیل په راوستو سره د مشرتابه پلاوي کاري موده له دوه کلونو څخه پنځو کلونو ته وغځول شوه.

د غونډې په لړ کې د ستانکزیو د ټولنیزې او قومي شورا رییس الحاج عبدالمعروف ستانکزي وینا وکړه او د خپلې وینا په ترڅ کې یې له راغلو میلمنو مننه وکړه چې د بیا ځل لپاره یې ورباندې باور وکړ او د خپل مشر په توګه یې د باور رایه ورکړه.

(زه د هیواد له شپاړلسو ولایتونو څخه د ستانکزیو د قوم له راغلو استازو او میلمنو څخه مننه کوم چې د دویم ځل لپاره مو پر ما باور وکړ او زه مو د خپل مشر په توګه وټاکلم، زه ځان ستاسو مشر نه بلکې ستاسو خدمتګار بولم او له خدایه غواړم چې ماته توفیق راکړي څو وکړای شم تاسو ته د زړه له تله خدمت وکړم، په پای کې نه یوازې له ستانکزي ټبر څخه بلکې د افغانستان له ټولو قومونو څخه هیله کوم چې د هیواد د بیارغونې او سولې د رامنځته کیدو په برخه کې لاسونه سره ورکړي او تل سره یو موټی واوسي.)

دغه راز د ستانکزیو د ټولنیزې او قومي شورا مرستیال ډاکټر احمدشاه پردیس په تیرو دوه کلونو کې د شورا د ترسره شویو فعالیتونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته د بشپړ راپور له وړاندې کولو سره په افغانستان کې پر ټولو قومونو د ملي یوالي پر ټینګښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:

(زه هم په خپل وار سره له تاسو ټولو مننه کوم چې یو ځل بیا مو پر موږ دا باور وکړ څو ستاسو لپاره هغه څه چې مو په وس کې وي ترسره کړو، په ډاډ سره ویلای شم کوم قومونه چې مشر او سرلښکر ولري بری او نیکمرغۍ د هغوي ده، نو ددې لپاره چې په یو سوکاله او هوسا چاپیریال کې مو ژوند کړی وي نه یوازې له ستانکزي قوم بلکې په افغانستان کې له ټولو میشتو قومونو همدا یوه هیله لرم چې ملي یوالی ټینګ کړي او نور دې هغو کړیو ته ددې اجازه نه ورکوي چې د قومونو او افغان ولسونو د ویشلو لپاره بیلابیلې توطیې او رنګا رنګ دسیسې جوړوي او افغان ولس یې تل له همدې لارې سره پاشلې او خپلو شومو موخو ته یې ځانونه رسولي، په پای کې له ټولو نړۍ مننه او د باور کولو ترڅنګ د پوره همکاریو غوښتونکی یم. نوموړی ټینګار وکړ چی دافغانستان په جغرافیه کی ټول اوسیدونکی مسلمانان او افغانان دی او هیچا ته به په خپل تشخص دسودا کولو اجازه ورنکړی. هغوی ټینګار وکړ چې افغان یې هویت دی او دوي په خپل هویت او اسلامیت هیڅ ډول جوړجاړی ونکړی، نوموړی خبردارې ورکړچی دافغانانو په دینی اوافغانی هویت هرډول معامله به په هیواد کی دکوم بل ناورین سبب شی.)

نوموړی له ولسمشر او اړوندو مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې نور دې د افغانستان دښمنانانو ته اجازه نه ورکوي څو د افغانانو په منځ کې د نفاق او تفرقې په اچولو سره هیواد له یو نه جبرانیدونکي ناورین سره مخ کړي.

د ستانکزیو قوم د بیلابیلو ولایتونو استازو په هیواد کې د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړې او د غونډې په پآی کې یې د ټولنیزې او قومي شورا مشر، مرستیال او منشي ته د اعزاز پګړۍ ورپه سر کړې او دمبارکي ترڅنګ یی ورته سپارښتنه وکړه ترڅو خپل قوم او هیوادوالو دخدمت په چارو خپل هیڅ راز کوښښونه ونسپموي.

3 thoughts on “د ستانکزیو د ټولنیزې او قومي شورا د رهبري پلاوي ټاکنې”
  1. دستانکزیو شوری دعبدالروف تر مشر تابه لاندی دیوه کلی مشرتوب ده نه دټول ستانکزی قوم مشرتوب ځکه ستانکزی قوم یو مشر له مخکی ټاکلی چی خان عبدالله خان او دهغه زوی حیات الله خان ده ۰ عبدالروف فروسه کال هم دا احمقانه سهوه کړی وه او سږ کال بیا یی داسی یوه غلطی وکړه چی ډیری نا خوالی به را ږوندی کړی عبدالروف دسرحدونو او قبایلو له وزارت سخه دسترخوان اخلی او خفلی شخصی زیرمو ته یی اچوی نه دقوم فکرلری او نه یی دچا فه خیرو خیرات او مړی او ږوندی کی برخه اخیستی خفل تجارت کوی خفله چا لاکی کوی او خفلی غلطی تکراره وی موږ به خفل تصیمیم نه کار واخلو او دجلال اباد شوری به یی له تصمیم نیولو وروستهاجرات وکړی والسلام له تانده فه مننه

  2. دستانکزیو شوری دعبدالروف تر مشر تابه لاندی دیوه کلی مشرتوب ده نه دټول ستانکزی قوم مشرتوب ځکه ستانکزی قوم یو مشر له مخکی ټاکلی چی خان عبدالله خان او دهغه زوی حیات الله خان ده ۰ عبدالروف پروسه کال هم دا احمقانه سهوه کړی وه او سږ کال بیا یی داسی یوه غلطی وکړه چی ډیری نا خوالی به را ږوندی کړی عبدالروف دسرحدونو او قبایلو له وزارت سخه دسترخوان اخلی او خپلی شخصی زیرمو ته یی اچوی نه دقوم فکرلری او نه یی دچا فه خیرو خیرات او مړی او ږوندی کی برخه اخیستی خپل تجارت کوی خپله چا لاکی کوی او خپلی غلطی تکراره وی موږ به خپل تصیمیم نه کار واخلو او دجلال اباد شوری به یی له تصمیم نیولو وروسته اجرات وکړی والسلام له تانده فه مننه

  3. دستاتکزیو رسمی ویپ ته سلامونه
    زه داکتر صبور ستانکزی ده لوگرولابت اوپه لندن کی کلونوراهیسی زوندکوم
    تحصیلات په خارج کی دوه ماستری لرونکی.
    دیرخوشحاله ایم چه نن می په گوگل کی دی تاند ویب سات پیداکر. زه هم غوارم خپل قوم ته یون خدمت وکرم. او غوارم چه دی ستانکزیانو ده شورا غری شم. په درناوی ستاسوکشر اوخدمت گارورور داکتر صبورستانکزی.

ځواب ورکول شهباز ستانکزیی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *