د ستانکزيو ټولنيزې او قومي شورا مرکزي غړو الحاج عبدالمعروف ستانکزی د خپل نوي ريس او انجینر محمد شهاب حکيمي د خپل مرستیال په توګه وټاکل.
د هېواد د بېلابېلو ولايتونو څخه د ستانکزیو د ټولنيزې او قومي شورا مرکزي غړو نن په کابل کې د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې د دوو راتلونکو کلونو لپاره خپل ريس او مرستيال وټاکل.
د غونډې مشري ښاغلي الحاج حبيب الرحمن افغان کوله او پرانیستونکې وينا ښاغلي الحاج عبدالحميد حامد وکړه. ښاغلي حامد د ستانکزيو د شورا په تاريخ رڼا واچوله او وې ويل، چې د ستانکزيو شورا په ۱۳۴۳ کال کې جوړه شوې او تر دې دمه یې د هېواد په چارو کې رغنده رول لوبولی دی. په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي الحاج محمد اکبرستانکزي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ستانکزيو د قوم په تاريخ رڼا واچوله او په هېواد کې د نورو مېشتو قومونو ترڅنګ یې د هېواد د رغاونې او سولې راوستو په برخه کې د ستانکزيو د قوم هڅې د ستاینې وړ وبللې. ورپسې ښاغلي ډاکټر احمدشاه پردېس د ستانکزيو شورا د تېرو شپږو میاشتو په لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ او وې ويل، چې دې غونډې ته د هېواد له څوارلسو ولايتونو (کابل، لوګر، میدان، کاپیسا، بغلان، سمنګان، بلخ، کندوز، بدخشان، لغمان، ننګرهار، پروان، تخار، هرات او د ستانکزيو (رستم خېلو) کوچیانو) د څلور پنځوس زره کورنيو څخه ۲۵۰ ټاکل شوي استازي راغلي دي او دوی په غوڅ اکثريت سره خپل مشر ښاغلی الحاج عبدالمعروف ستانکزی او مرستیال انجینر محمد شهاب حکيمي وټاکه. په پای کې د غونډو ګډونوالو د الحاج عبدالحبیب ستانکزي او حاجي عبدالعلم ستانکزي د هڅو په ستاينې سره غونډه پای ته ورسوله.
السلام علیکم ورحمت الله وبر کاته ۰۰۰۰/ دستانکزیو دقوم مشر عبدالروف ستانکزیی له عمر دیر کشر دی ۰ شاغلی عبدالروف به ونشی کولی ددومره لوی قوم فالنه وکړی۰ ستانکزی قوم دیر لوی اومخور قوم دی ددی قوم مشر با ید داسی یو کس وی چی قوم وفالی عزت یی وکړی او دمشکلاتو فه وقت کی لاس فری ونیسی۰۰۰ تا سو فوهیږی چی فه افغا نستان کی بعضی مخور قو مونه سومره فر مخ تللی دخفل قوم عزت او ابرو سا تلو ته یی دیر وقت ضایع کړی وی۰۰۰ خو زموږ فه فکر حاجی معروف یو تجار فیشه شخص دی چی کیدایشی دقوم دخدمت لفاره دا توان زان کی فیدانکړی چی سومره خلق ورسخه تقضا لری ۰۰۰ والسلام
Salam Alikum Brothers and Sisters!
Why do you guys have to make all your gatherings, association based on tribes. You guys are supposed to work for unity of your people than boasting about the aspiration, dignity and achievement of one or another tribe….
Find better goals for gatherings than selecting a person as your tribal leader, which does not help in nation building….
ستاسو له نظریاتو څخه دیره زیاته مننه کوم خو نه پوهیږم کومی خبری جی مولوی صاحب عبدالله کری دی هغه زه هیڅ کله نه ملامت کوم په دی خاطر جی هغه په ماشومتوب کی له ملایانو کرګانو سره په یوه اطاق کی شپی ترسره کری دی نو تاسو خبله پوهیږی جی شپی صبا کوی نو څه به کیږی
او ملا صاحب حبیب هم نه ملامت کوم هغه خو به دی نه پوهیږی جی قوم څه ته وایی ملا حبیب خو یو ناپوه انسان دی جی د خبل وطن ستاینه هم نه شی کولی هر څوک چی د قوم مشر یا رهبر تاکی هغه د هغه قوم یوالی ښکارندوی وی له دوی نه خواهش کوم چی دخبل قوم او د خبل ګران وطن ستاینه وکری مننه