تاند- د افغانستان د سترې محکمې د ريیس سید یوسف حلیم پلار، چې یوه اوونۍ مخکې برمته کړای شوی و، نن /سې شنبه/ روغ رمټ خوشي شو.
په ننګرهار کې چارواکي وايي، ۹۰ کلن سید حسن د خاصو ځواکونو د عملیاتو او د قومي مشرانو د منځګړتوب په نتیجه کې خوشي شو.
دوی د سترې محکمې د رييس د پلار د خلاصون جزییات څرګند نه کړل او دا یې هم توضیح نه کړه چې د نوموړي په خلاصون کې اصلي رول د قومي مشرانو وو او که د خاصو ځواکونو د عملیاتو.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وویل، سید حسن له ۱۳ ورځې برمته کېدا وروسته نن د خپلې کورنۍ له غړیو سره یوځای شو.
حسن ۱۳ ورځې پخوا د جلال اباد ښار په درېمه ناحیه کې له کوره جومات ته روان و، چې د وسله والو کسانو له لوري وتښتول شو.
پرون /دوشنبه/ د ننګرهار یو شمېر خلکو د ولایت په مرکز جلال اباد کې د غلاوو، برمته ګرۍ او جنایتونو د زیاتېدا پر ضد اعتراض وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې ژر تر ژره د برمته ګرو او غلو مخه ونیسي.
متا سفانه متاسفانه متاسفانه
پدی ښار کښی وګوری په تیره میاشت ۷۰ تنه اختطاف شویدی هیڅ یو یی بغیر د پیسو او مرګ څخه ندی خلاص شوی ولی د ستری محکمی د ریس پلار بغیر د پیسو د امنیت پواسطه خوشی کیږی ددی څخه معلومه شوه چی که دولت وغواړی هر څه کولای شی او هم جوته شوه چی په ټولو اختطافو کښی د امنیت لاس دی قاضی قضات ویل کیږی چی قوماندان د امنیی او ریس امنیت ته ویلی وه چی زه پلار له تاسو غواړم څنګه خوشی شو د نورو مظلو مو ښاریانو دی الله مل شی او دده په خلاصون ښاریانو ته هر څه معلوم شول ننګرهاریانو ورونو د ناره تکبیر په ویلو ددی حرفوی اختطافچیانو قا تلانو او مفسیدو واکدارانو څخه د خلاصون په هیله یا الله ددی زنا نه والی امنیی قوماندان او د امنیت د ریس څخه مو خلاص کړی