ودان افغانستان ګوند د حمل پر ۲۰- مه د لرغوني او ویاړلي بلخ پر څارنوالۍ د ترهګریز برید او څو ورځې مخکې د مرحوم استاد محمد عمر فرزاد د دردوونکې مړینې له امله سخت خواشینی دی.

تروریستان د افغانستان پر هیڅ سیمه او هیڅ افغان انسان زړه سوی نه لري او دا دی په دې سلسله کې یې د بېګنا مزاري انسان وینه وبهوله، موږ د دغې پېښې قربانیانو ته د جنت او زخمیانو ته د روغتیا دعا کوو؛ د دوی ویرجنو فامیلونو او ټول افغانستان ته تسلیت وایو؛ ګوند پر دغه غمجنه موقع پر ټولو افغانانو د یووالي، روښانتیا او ویښتیا ږغ کوي، کنه ترهګر به مو له ملي وحدته پرته ټول تباه کړي.

په همدغه باستاني بلخ کې استاد محمد عمر فرزاد د علم و فرهنګ لویه هستې وه او دا زموږ لپاره غټه ضایعه ده، ګوند یې ټولې درنې کورنۍ او دوستانو ته د زړه صبر او برکتونه یې پر ځوان افغان نسل خپاره غواړي.

له نورو دا ډول غمیزو څخه د خلاص او ودان افغانستان په هیله.

ودان افغانسان ګوند

مرکزي کومېټه

کابل-افغانستان

۲۱/۱/۱۳۹۴

One thought on “د ستر بلخ پر خونړۍ پېښه او استاد فرزاد پر مړینه د (و.ا.ګ) د خواشینۍ پیام”
  1. د ګو ندونو لیډرانولږ سواد هم زده کړۍ، بلخ با ستان ولې؟ ولې نه لیکۍ لر غو نۍ بلخ ، زموږ بد قسمتي همدا ده سواد نه لرو خو د رهبري او مخکښۍ له اد عا هیڅ کله نه تیریږو. مننه .

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *