تاند- د افغانستان د کورنیو وزارت وايي چې د کابل د سخي زیارت د تېرې شپې په حمله کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۶۲ نور ژوبل دي.
مخکې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴ تنه ښودل شوی و.
د کورنیو چارو وزارت د ویندوی صدیق صدیقي په وینا په ټپیانو کې ۱۲ تنه پولیس هم شامل دي.
په همدې حال کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یوناما د دې حملې د غندلو په ترڅ کې د تلفاتو شمېر ۱۸ ښودلی دی.
تراوسه پوري هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا برید دوی نه دی کړی.
طالبانو په تېرو ۱۵ کلونو کې پر هزاره ګانو له حملو ځان ساتلی. په دې موده کې نه طالبانو هڅه کړې چې هزاره مېشتو سیمو ته لاړ شي او نه یې د هزاره مشرانو د وژلو هڅه کړې ده.
باور کېږي چې دا برید به داعش ډلې کړی وي. دې ډلې د هزاره ګانو د روښنايي غورځنګ په لاریون کې هم انتحاري برید کړی و.
دغه ډول بی رحمه وژنی اوقتلونه چه دهرچا لخوا ترسره کیږی، الله تعالا دیی دوی نیست او نابود کړی.
خدای ج دیی ځمونږ په ملک اوخلکو ورحمیږی