د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له اړوند لېسو څخه د کانکور په ازموینه کې ۸۸ سلنه زده کوونکي په ښه نمرو سره د هېواد بیلا بیلو پوهنتونو ته بریالي شوي دي .

دا خبره نن د سرحدونو او قبایلوچارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک د وزارت مقام د رهبرۍ په اونیز مجلس کې څرګنده کړه او ويې ویل،چې سږکال د کانکور په ازموینه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوند له رحمان بابا لېسې څخه ۲۱۸تنو فارغه شوو زده کوونکو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړې وو، چې له دې جملې څخه ۱۸۰ زده کوونکې لوړو زده کړو ته کامیابه شوي دي،چې ۱۵تنه يې طب پوهنځي،۱۴تنه يې انجینرې پوهنځې او پاته نور يې نورو پوهنځیو ته لار پیدا کړې ده ، د خوشحال خان له لېسې نه ۴۴۵زده کوونکو د کانکور ازموینه ورکړې ده، له دوی څخه ۴۲۵زده کوونکي يې کامیابه شوي،چې ۳۰تنه يې طب،۴۸تنه يې انجینرې او پاته نور يې نورو پوهنځیو ته بریالي شوي دي او د پیرمحمد کاکړ له لېسې څخه ۱۱۰زده کوونکو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړې وو، چې له دوی څخه ۷۷ تنو لوړو زده کړو ته لار پیدا کړې ده .

ښاغلي خپلواک زیاته کړه،چې زموږ له دریو لېسو څخه په مجموعي ډول ۷۸۳ زده کوونکو د کانکور په ازموینه کې برخه اخیستې وه،چې له دوی څخه ۶۸۲ تنه، چې د سږکال د ټولو فارغه شو زده کوونکو ۸۸ سلنه کیږي په ډیرو ښه نمر سره د هېواد بېلا بېلو پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو لپاره لار پیدا کړې ده،چې طب،انجینري او نورې پوهنځې پکې شاملي دي. ده زیاته کړه دا په داسې حال کې ده چې تېر کال زموږ د لېسو له دولسم ټولګې له فارغینو څخه ۳۸ سلنه زده کوونکي د کانکور په ازموینه کې بریالي شوي وه. ښاغلي خپلواک وویل دا زموږ او د ټولو هغه زده کوونکو او د زده کوونکو د کورنیو لپاره ډیر ښه خبر او د خوشحالۍ زیری دی،چې د سرحدونو او قبایلوچارو وزارت اړوند لېسوکې زده کړه کوي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک په دې برخه کې د وزارت اړوند د ښوونې او روزنې د رئیس، ددې ریاست د ټولو کارکونکو او د لېسو د امرینو او ټولو استادانو له زیار او زحمت څخه ډیره مننه وکړه او د ښوونې او روزنې د رئیس د ښو خدمتونو له امله يې د لومړۍ درجې تقدیرنامې د ورکړې ژمنه وکړه.

همداراز ښاغلي خپلواک وویل چې موږ د پوهنې وزارت له مسلکي معینت سره په پريکړې ته رسیدلي یو،چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د لېسو هغه زده کوونکو ته، چې د کانکور په ازموینه کې بې نتیجې پاته شوي دي د بایزید روښان په نامه د نیمه لوړو زده کړو انسټیوټ جوړ کړو،چې په پیل کې به په منجمینټ یا اداري او مالي برخو کې زده کوونکي زده کړه پکښې وکړي .

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک د ښوونې او روزنې رئیس ته دنده وسپارل، چې یاد انسټیوټ د رحمان بابا په لېسې کې جوړ کړي ځکه د رحمان بابا په لېسه کې د نوو ودانیو په جوړیدو سره د زده کوونکو د تدریسي ټولګیو او لیلیې لپاره زیات امکانات شته او همداراز يې ټول هغه زده کوونکي چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له لېسو څخه سږکال د کانکور په ازموینه کې ګډون کړې او بې نتیجې پاته شوي وغوښتل، چې په دې انسټیو ټ کې دې د خپلو لوړو زده کړو لپاره داخله وکړي .

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر زیاه کړه، چې په نوې تعلیمي کال کې موږ د خپلو لېسو د زده کوونکو د ښې زده کړي لپاره نور پلانونه هم تر لاس لاندې لرو،چې په عملي کولو سره به يې ددې لېسو د زده کوونکو تعلیمي سویه لا نوره هم لوړه شي او وبه کوالی شي،چې په راتلونکو کلونو کې تر دې هم زیات زده کوونکي د کانکور په ازموینه کې له ګډون وروسته لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي

0 thoughts on “د سرحدونو د وزارت له لېسو ۸۸٪ زده کوونکي بریالي شوي”

ځواب ورکول Jamalludin Stankzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *