تاند- د افغانمستان کابینې نن /دوشنبه/ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي عملیاتو د دوه اړخیز طرز العمل مسوده په دې خاطر رد کړ چې د دیورنډ کرښې پر ځای د سرحد کلمه کارول شوې ده.

د وزیرانو شورا په دې طرز العمل، چې د پاکستان له لوري وړاندیز شوی دی، د بحث په مهال وویل چې په مسوده کې د دیورنډ کرښې پر ځای د (سرحد) د کلمې ذکر د دې کرښې پر سر تاریخي حساسیت ته په کتو د افغانستان له تاریخي حق او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له روانې پالیسۍ سره په ټکر کې ده.

تر دې مخکې هم افغان چارواکو له پاکستان سره د ګڼو دوه اړخیزو غونډو په مسودو کې د دوو هیوادونو ترمنځ د موجودې کرښې پر ځای د سرحد د کلمې له یادولو سره مخالفت کړی دی خو پاکستاني چارواکو په مختلفو غونډو کې هڅه کړې چې د ډیورنډ لاین پر ځای د سرحد کلمه ذکر شي.

د افغانستان د وزیرانو شورا د دارالانشا له خبرپاڼې سره سم د کابینې په غونډه کې، چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه، ټولو دولتي اورګانونو ته دنده وسپارل شوه چې له پاکستان سره تر هر راز خبرو مخکې باید په ټولو لیکونو، سندونو، یادښتونو او خبرو کې د (سرحد) پر ځای د (ډیورنډ کرښه) کلمه وکاروي.

10 thoughts on “د «سرحد» د کلمې په خاطر د افغانستان او پاکستان عملیاتي طرحه رد شوه”
  1. ډېر ښه اقدام او د قدر وړ فيصله ده ـ لر پښتانه د افغانستان د بدن يوه برخه او د ډیورنډ منحوسه کرښه د افغانستان خلکو ته د قبول وړ نده نو سرحد نه ګڼل کيږي ، کله چې په هند کې د انګريزانو حکومت له منځه لاړ د هغوی ټولې معاهدې چې د نورو ملکونو سره ېې کړې وې د بين الملل د قانون له مخې لغوه ګڼل کيږي

  2. بسيار يك تصميم خوب گرفتند پاكستان هميشه با سياست را كه از انگليس اموخته در هر سند خط ديورند را سرحد نوشته تا اگر همچو سند توسط افغانستان امضا يا قبول شود در اينده بگويد شما افغانها خود ديورند را سرحد قبول كرده ايد

  3. آفرين دير زبردست او شكلي إقدام، دغسي أفغانانو را بيدار شي، د بختونخوا له يوي لويشتي سخه هم نه تيريزو
    بختونخوا د افغانستان يوه نه بيليدونكي برخه ده، د خبل سر به قيمت به دا خبله خاوره لاسته راورو

  4. آفرين دير زبردست او شكلي إقدام، دغسي أفغانانو را بيدار شي، د بختونخوا له يوي لويشتي سخه هم نه تيريزو
    بختونخوا د افغانستان يوه نه بيليدونكي برخه ده، د خبل سر به قيمت به دا خبله خاوره لاسته راوروـ

  5. قدرمنو وروڼو او خوېندو ! د افغانستان اوسنی تپل شوی دولت خو تر اوسه د افغان او افغانستان په حق کی کو م داسې نیک کار ونکړو چه اوس یې تمه ترې وکړو، الله ج د نکړی چه دغو پاړوګرو بیا کومه لومه د افغان بچو ته نوی خوره کړی؟ که داسې هم اوسی نو ېوه خبره ده ښه په غور واوری ،چه لر او بر دواړه ېو افغان د ېو بدن اندام دی، دا څنګه کیدای شی چه بیل شی؟ دا شونی نده .ګنی سل کاله دا مظلوم اولس د زمانی د فرعونانو په جال کی راګیر دی. زموږ سرونه پرې شوی ژبې ګونګې شوی دی خو کرښه مو سرحد نکړه. اوس به هم انشآلله د پلرو میراث ځامن ساتی. د پنجاب راجاګان د په خپلو ګوره ګانو نه نازیږی هغوی هم لاس ترې اخیستی. قدرمنو تر هر څه د مخکی باید دا کورنی د لستوڼو ماران ورک . ځکه چه د هر بهرنی غله څخه کورنی غل خطرناک وی.

    په درنښت

  6. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    ډیر ښکلی ډیر په زړه پوري د تاید او ستانیتي وړ اقدام او له د ډیري زیرکتیا څخه کار اخیستل شوي
    وروڼو دا په لومړي ځل د افغان اوسني نظام څخه هغه اقدام او کړنه تر سره شویده چي افغانانو یی هم پلوي کړه او حمایت یی تري اعلان کړی کني نو له باران نه خو خادي حرامه ده
    نن په لومړي ځل د کرزي صاحب کابیني یو داسي کار وکړ چي د ریښنتیني دولت اثار ورکي ښکاره شول او سړی فکر کولی شي او د سوچ وړ خبره ده چي د سړي شک پري راځی لکه ریښتیني دولت
    که نه نو ددي دولت ټولي کړني هسي دولت پوري خندا ده ده
    بیا هم د وزیرانو له شورا نه یوه نړي مننه چي ورسره هم غږي یو او په دي باره کی یی هر راز لوړو ژورو ته ولاړ یو
    مونږ که د ډیورڼد کرغیړنه کرښه په رسمیت پیژندله نو دا ۳۰ کاله مو ولي په میلونونو شهیدان،معیوبین، بي وزلي هیواد ورانوله زغمله په هیڅ قیمت مونږ له خپلي یوي ولیشتي ځمکي نه تیر شوي یو نه به تیر یو او نه به تیر شو
    د لوي سرلوړي تل پاتي مینه ناک او بشپړ افغانستان په هیله

  7. staso khabara pa gul badala ho staso na yau pohtana kom: che taso tol pakhtunkhwa da Afghanistan barkha ao malkiyaat gani nu bia wali da pukhtano na visa ghwaray ao bidon visa ye na pregday?

ځواب ورکول Jamalludin Stankzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *