د احمد سردار خواښې ازادۍ راډیو ته وايي: حمله کوونکو لومړی سردار احمد وواژه. بيا زما لور (د د سردار احمد مېرمن) د هغوی پښو ته وغورځيده چې زما اولادونه مه وژنئ خو هغوی بيا هم ونه منله او زما لور او لمسي يې شل شل مرمۍ وويشتل.  دوی وايي ځانمرګو د سردار احمد پر ماشومانو دومره زیاتې ډزې کړي چې زړه او د بدن ټول غړي یې ښکاري.

http://www.archive.www.archive.taand.com/wp-content/uploads/2014/03/SAR.mp3

د سردار کورنۍ همداراز وايي چې د ولسمشر له خوا طالبانو ته د وروڼو خطاب کول د سردار په شان شهيدانو بې عزتي ده!

2 thoughts on “د سردار احمد خواښې د طالبانو د حملې په اړه وايي”
  1. د الله نه یوازی سوله غواړو، زما په اند دارنګه وژنه به یو اسرایلی هم نه وی کړی به دونه تنکیو ماشمانو د ګولیو باران د یو ډیر سخت زړی زناور کار دی او بس خو که زناور هم ورته ووایو زناورو ته توهین دی ، بس دومره وایم چې الله د دوی ته سخته سزا ورکړی او شهید داود جان کورنی ته صبر جمیل ورکړی او له حکومتی چارواکو نه می دا هیله ده چی امنیت ته ډیر پام وکړی ترسودارنګه پیښی بیا تکرار نشی

  2. کرزیه ! نور هم جنایتکاران له بنده خوشي کړه. ستا یې پرې څه؟ موږ وژل کېږو.
    که د ناټو په یوه برید کې عام خلک ووژل شي، چیغې دې اسمان ته خېژي خو کله چې طالبان ښځې او ماشومان په لوی لاس او عمداً وژني، غږ نه کوې ځکه چې هغه دې وروڼه دي.

ځواب ورکول محب الله زغم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *