تاند- په سردار محمد داوود خان روغتون کې د تېرې اوونۍ د وحشیانه برید په عواملو کې لږترلږه دوو تنو د روغتون له منځه مهم رول لوبولی دی.

فرانس پریس خبری اژانس ته د روغتون له حملې ګڼو ژغورل شویو کارکوونکو ویلي د چهارشنبې په ورځ /مارچ ۸/ پر روغتون حمله هغه مهال پیل شوه چې د دغه روغتون په شاتنۍ دروازه کې انتحاري حمله وشوه؛ دغه برید هغو تروریستانو ته لار هواره کړه چې د ډاکترانو په شان یې سپینې چپنې اغوستې وې.

خو ګڼو نورو ژغورل شویو شاهدانو وویل چې په روغتون کې دننه ډېر کسان د هغو عناصرو له لوري ووژل شول چې له مخکې څخه په روغتون کې موجود ول او ځینو یې د روغتون له کارکوونکو سره پېژندل.

دوی وايي چې په داخلي عناصرو کې دوه تنه، چې عمرونه یې شاوخوا شل کاله ښکارېدل او له میاشتو – میاشتو راهیسي یې په روغتون کې کار کاوه، شامل ول.

د روغتون هغو کارکوونکو چې له ځانګړو افغان ځواکونو سره یې د روغتون په تصفیوی عملیاتو کې برخه واخیسته، فرانس پریس خبري اژانس ته وویل«موږ ټول یې پېژنو. یوه یې ځان والوزاوه، بل یې د خاصو ځواکونو له لوري په ډزو مُردار شو.»

یوه ډاکتر، چې د تروریستانو په برید کې سخت ټپي شوی دی، وویل چې یوه حمله کوونکي د ده ترلارښوونې لاندې کار کاوه. «هغه زما شاګرد و ښه مې پېژانده. په دې مې ډېره خوا بده شوه چې ده له یوه مخې پر ټولو ډزې کولې.»

د دفاع وزارت مرستیال ویندوی محمد رادمنش تایید کړه چې حمله له داخل او بهره په ګډه وشوه.

داعش د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست خو امنیتي متخصصان دا برید په افغانستان کې د داعش تر ظرفیت خورا لوړ بولي.

فرانس پریس خبری اژانس وايي، وروسته له دې چې طالبانو د حملې له مسوولیته ډډه وکړه، داعش په خپل خبري اژانس اعماق کې وویل چې دا برید د دوی کسانو کړی دی. خو په حمله کې ژغورل شوي کسان وايي چې حمله کوونکو د «الله اکبر» او «ژوندي دې وي طالبان» نارې وهلې.

فرانس پریس د افغان امنیتي او استخباراتي چارواکو له قوله وايي چې دا برید د آی ایس آی له لوري تنظیم شوی و.

دوی وايي چې نښې او شواهد لري چې آی ایس آی دا برید کړی دی.

امنیتي چارواکي وايي چې داعش دومره توان او ظرفیت نه لري. دا برید آی ایس آی د خپلې حقاني شبکې په وسیله کړی دی.

فرانس پریس وايي، حمله کوونکو، چې د روغتون په ودانۍ کې ښه بلد ول، د ودانۍ تقریباً پر هرې برخې حمله وکړه خو دوې برخې (وارډونه) یې پرېښودل چې د طالبانو ټپیان پکې بستري ول.

دوی وايي چې د حمله کوونکو ځانګړی هدف د روغتون وي آی پي برخه وه چې هلته حمله کوونکو د ملي اردو د یوه جنرال او د یوه وزیر د خپلوانو د نومونو پوښتنه کوله. اژانس وايي چې څرګنده نه ده چې دا کسان وژل شوي او که پاتې دي.

فرانس پریس زیاتوي، د افغانستان دفاع وزارت د ۵ تروریستو حمله کوونکو له لوري یوازې د ۳۰ تنو وژل کېدا تاییدوي، خو لوېدیځې سرچینې، افغان امنیتي سرچینې او له حملې ژغورل شوي کسان، چې ځینو یې د وژل شویو کسانو مړي شمېرلي دي، وايي چې تر دې ډېر زیات کسان وژل شوي دي.

ځیني وايي چې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېږي.

دوی وايي چې ډېر شمېر په بستر کې پراته ناروغان د وحشي تروریستانو له لوري په چاړو وهل شوي او وژل شوي دي.

د روغتون یوه کارکوونکي فرانس پریس ته د تروریستو حمله کوونکو په اړه وویل«دوی په بستر کې پر پرتو ناروغانو یا ټپیانو ډېرې ډزې نه کولې، یوازې یې یوه مرمۍ پر ویشت. حتي پر ماشومانو او د هغوی پر میندو یې هم ډزې کولې.»

دوی د تروریستانو په اړه دغه راز وویل:«ځینو یې په موبایل ټېلفون کې له یو چا سره خبرې کولې چې ملا صاحب یې باله. هغه ته یې ویل چې موږ ټول کافران وژنو.»

4 thoughts on “د سردار داوود خان روغتون د حملې د عواملو په اړه تازه انکشافات”
  1. ښه نو له ټالبانو نه پوښتنه کوم، آیا تاسو هم کله محمدي (ص) اخلاق لوستي؟ پرې خبر یاست؟آیا اسلام همداسې امر درته کوي؟

  2. دا کار د خرڅ شویو طالبانو وو او د کابل په نږدی غربی ولایت کښی طرحه شوی دی ولی دا زموږ ویده حکومت صرف د جیبو په ډکولو مصروف دی د حقانی شبکه عموماٌ د کابل په نږدی پرتو ولایتونو کښی داسی کسان لری چی دا کار ډیر په آسانی پلان او تدبیق کوی اوس نو حکومت ته څه پکار دی د حقانی زوی چی نیول شوی دی باید عاجل په دار کړی

  3. اخخخخخ طالبی وحشت کټ مټ د هغه وحشت ادامه ده چی سیاف او ګلبدین د آی ایس آی په قومانده کلونه کلونه د افغانستان پرضد روان کړی و یوازی د زمان فرق دی استاد هماغه دی ځای هماغه دی هدف هماغه د افغانستان ورانو دی. خو تنظیمی ځناورو د حکومت قوی استخباراتو له وجی داسی مهمو ځایونو ته لاس نه رسیده بیایی د جنایت تنده د ملی بس په مساپرینو مکتبونو معلمینو متعلیمنو چپړاسیانو مزدورانو جوالیانو ماتوله. لعنت دی پر دوی ټولو وژونکو جانیانو وی

  4. داکار طالبانو دآئ ايس آئ په کومک تر سره کړئ دئ.
    دپاکستان فوځ څو ورځي تر مخه يو تعداد آفغانان چه په پاکستان کي ئې لمونځ کاوه دمسجد څخه راايستلي او لمانځه ته نه وه پريښولي او دپاکستان عسکرو داورته ويل چه تاسي کله مسلمانان ياست تاسي هندوان او دوستي مو دهندوانو سره ده.
    پاکستان په دې مانورو کوښښ کي چه دآفغانستان خارجي سياست پخپل لاس کي واخلي دهيڅ ډول ترور پروا نه لري.
    بنګلديش چه ددې مردار خورو څخه دتوري په زور ځان خلاص کړ زموږ همدالاره ده بله لاره وجود نه لري

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *