تاند- د ځینو امنیتي سرچینو په قول د سردار محمد داوود خان پوځي روغتون په حمله کې یوه ډاکتر له تروریستانو سره مرسته کړې وه.

د دغه ډاکتر نوم شاکر ښودل شوی او ادعا کېږي چې له کندهار څخه سردار داوود خان روغتون ته تبدیل شوی و.

ویل کېږي چې شاکر مخکې تر مخکې د تروریستانو لپاره وسلې، مرمۍ او لاسي بمونه په روغتون کې پټ کړي و.

نوموړی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

دا هم ویل شوي چې د حملې په مهال شاکر، په داسي حال کې چې مول یې وهلی و، په روغتون کې په خپل لاس ترهګرو ته وسلې ورکولې.

دغه ډاکتر د امنیتي ځواکونو په ډزو ټپي شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په دې اړه څه نه وايي.

3 thoughts on “د سردار داوود خان روغتون په حمله کې یوه ډاکتر لاس درلود”
  1. The director of the hospital recently released an order to the door guards for avoid searching doctors entering to the compound. Why doctors do not have to be searched. It seems that the director assisted with the terror attack. that is what I heard connecting from internal staff. I hope this comment help with your investigation process. Thanks. T

ځواب ورکول mha ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *