تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي خاص استازي دامیچي یاماماتو له ښکېلو خواوو وغوښتل چې په روژه کې د جګړو پر ځای عبادت وکړي.
د افغانستان سترې محکمې، سعودي عربستان او یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو اعلان کړی چې د شنبې ورځ د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر ښاغلي یاماماتو د روژې د رارسېدو په مناسبت په یوه اعلامیه کې د افغانستان خلکو ته په خطاب کې ویلي چې د دې میاشتې د پیلېدو په مناسبت د ملګروملتو په استازیتوب ټولو افغانانو ته د ښو هیلو غوښتنه کوي.
ده د روژې میاشت د دعا او فکر کولو، د عبادت او شفقت ورځې بللې دي.
د سرمنشي خاص استازي همداراز ویلي، هیله لري چې روژه ټولو افغانانو ته داسي فرصت برابر کړي چې له یو بل سره نژدې شي او په خپل منځ کې د سولې پُلونه جوړ کړي.
ده همداراز ویلي له ټولو ښکېلو افغان خواوو غواړي چې جګړه بس کړي او خپل دیني مسوولیتونه ادا کاندي.
ګومان نه کېږي چې د افغانستان د دولت وسله والې مخالفې ډلې به د سرمنشي د خاص استازي غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي. دغو ډلو په تېره بیا وسله والو طالبانو په تېرو کلونو کې هم د روژې په احترام د اوربند غوښتنې رد کړي دي.
په قرآنکریم کې راغلي، د روژې میاشت، داسي میاشت ده چې قرآن شریف پکې نازل شوی؛ په قرآنکریم کې د انسانانو لارښوونه ده، په دې میاشت کې روژه ونیسئ او که ناروغ یا په سفر کې یاست بل وخت قضايي رروژه ونیسئ.
د اسلام پیغمبر حضرت (ص) فرمايي، د روژې میاشت د خدای تعالی د عبادت او د خدای بندګانو ته د مهربانۍ میاشت ده. په دې میاشت کې حتی ستاسو خوب عبادت دی.
افغانستان عموماً له سعودي عربستان سره، چې د اسلامي نړۍ مرکز دی، په یو وخت روژه او اخترونه اعلانوي.
د افغانستان، سعودی عربستان او نورو اسلامی هيوادونو ټولو مسلمانانو ته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو له امله مبارکي وایم، هیله ده چې د الهی ارشاداتو سره ټول مسلمانان په سوله ، وروری او د امن په فضا کې خپل دینې فرایض پرځای او خپل عبادتونه وکړي. زمونږ د ګران پیغمبر ارشادات له نني ساینس او معاصرو فضایی علومو سره مطابقت کوي. یعنې که سپوږمۍ ونه لیدل شوه نو پوره دېرش ورځې حساب کړئ. پرون ماښام سپوږمۍ له لمر نه یو څو دقیقې مخکې غروب وکړ او نن دادی له لمر نه ورسته پاته ده چې پدې حساب سبا به د روژې مبارکه میاشت په ټولو اسلامي هېوادنو کې اعلان شی ، البته هغوې چې منافقینو ته غوږ نیسی سبا به پر هغوی روژه نه وي.
الله تعالی فرمایلی دی:
(وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالأِنْسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُونِ 56 مسورة الذاريات )
څومره به ښه وي چې د الهی امر په اساس دامبارکه میاشت په اطاعت او عبادت کې سرته ورسوو.
د ملګرو ملتو د سرمنشی له خاص استازی نه مننه چې افغانان یی سولې، اطاعت او عبادت ته رابللی دي . اوس به معلومه شی چې طالبان د خدای منی او که د پنجاب؟
زما په ګومان پدې مبارکه میاشت د ټولې نړې شیطانان پاکستان ته په سفر ځي ترڅو لږ استراحت وکړی ، خو له بده مرغه دوی به هلته د طالبانو په رګو ورننوځي او د خپل مسلمان ورور د وژلو لپاره به را ولېږل شي.
Taleba da Allah na wayarega pa roza mobaraka ke jang band kra.