تاند- راپورونه وايي چې د افغانستان په شمال کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یوه طبي کارکوونکې د اورتوپیدي په روغتون کې نن /دوشنبه/ د یوه ناروغ په ډزو ووژل شوه.

تراوسه څرګنده نه ده چې دا عمل په تروریستي انګېزه شوی او که نه.

د بلخ ولایت د امینه قوماندانۍ ویندوی شېرجان دراني وویل چې دا پېښه د مزارشریف ښار د اورپیدۍ په روغتون کې وشوه.

ده همداراز وویل چې حمله کوونکی او یو بل مشکوک کس نیول شوي دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویندوی احمد رامین ایاز حمله تایید کړه، خو نور معلومات یې ورنه کړل.

One thought on “د سره صلیب یوه بهرنۍ کارکوونکې په مزارشریف کې ووژل شوه”

ځواب ورکول جانان الکو ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *