تاند- د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ مدني ټولنو، بانفوذه څیرو او زرګونه ولسي وګړو نن د خپل ولایت د امنیه قوماندان محمد ظاهر ظاهر پر ضد لاریون وکړ.
د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکو، چې د نیم ساعت لپاره د کابل- تورخم لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه، وویل چې د دغې ولسوالۍ اکثریت اوسیدونکي د رایپاڼو د نشتون له امله له رایې ورکولو پاتې شوي دي.
د لاریون ګډونوالو ویل، د کابل د امنیه قوماندان جنرال ظاهر له خوا له سروبي ولسوالۍ سره د مور او میری چلند شوی او دوی د نوموړي د محاکمې غوښتنه کوي.
د ده په وینا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سروبي ولسوالۍ د وګړو شمیر ته په کتو د دوهم ځل لپاره لس زره رایپاڼې یادې ولسوالۍ ته رالیږدولې چې د ښاغلي ظاهر ظاهر له خوا یې مخه ونیول شوه.
لاریون کوونکو خبرداری ورکړ چې تر هغې به لاریونونو ته دوام ورکړي څو د کابل امنیه قوماندان جنرال محمد ظاهر ظاهر له دندې ګوښه او محاکمه شي.
بل خوا ویل کیږي چې جنرال محمد ظاهر ظاهر د ولسمشرۍ له کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله سره خواخوږي لري نو له همدې امله یې ونه غوښتل چې یادې ولسوالۍ ته چې اکثریت وګړي یې ډاکټر اشرف غني ته رایه ورکوي رای پاڼې ورسیږي.
مظاهره چیانو یو پنځه ماده یز پریکړه لیک هم صادر کړ.
د سروبي ولسوالۍ د ځوانانو د ټولنې مشر او د مظاهرې ګډونوال برهان الله توحیدیار وايي؛ په دې پریکړه لیک کې راغلي چې له هغو کسانو سره، چې سروبي ولسوالۍ ته یې د رایپاڼو کخه نیولې، قانوني چلند وشي او که دا کار ونه شي د سوربي خلک به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي:
“موږ د سروبي ولسوالۍ ټول ولسوونه پروتنۍ ناوړه چلند؛ چې موږ سره شوی غندوو، دویم د سروبي ولسوالۍ د خلکو ګناه څه ده؛ چې اصلي لامل يې څه دی. درېیم، د سروبي ولسوالۍ خلک ولې د سیاست ښکار کیږي؛ څلورم تر هغو چې موږ ته ګناهکار راونه پيژندل شي؛ موږ به مدني حرکت ته ادامه ورکو؛ پینځم تر هغه چې په دې قضيه کې مجرم کس ته سزا ورنه کړل شي؛ موږ به مظاهرو ته دوام ورکړو.”
مظاهره چیانو ټينګار کاوه چې د دوی د سیاسي حقوقو د ورکړې په برخه کې چې هر څوک مجرم وي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
خپلو لاریونونو ته دوام ورکړئ موږ هم درسره یو تر څو دا خاین جنرال ظاهر له دندې ګوښه کو
د سروبی د بادرکه او با احساسو خلکو دغه مدنی حرکت د ستاینی وړ دی چی د خپل مدنی او سیاسو حقوق لپاره یی اقدام کړی او د کابل د امنیه قوماندان جنرال ظاهر دغه شوم عمل د محکومیت وړ دی په دی دلیل چه هغه نه باید د هیواد په دغه حساس حالت کی مخکی له تحقیق او تدقیق نه په امر خیل صاحب باندی د مطبوعاتو په مخکی داسی بی اساس تور لګول په سرګنده توګه معلومیږی چی ده د مشخص کاندید لپاره دا کار کړی چی ډیر ده شرم ځای دی قوماندان صاحب باید د انتخاباتو کمیسیون له مشرانو سره تماس نیولی وی چی دغه عمل سو ده او که حسن عمل ده که چیری دا کار د دانتخاباتو د کمیسیون د مشرانو په مشوره شوی وی نوقوماندان صاحب باید حتمی محکمه او مجازات شی ځکه چی د انتخباتو کمیسیون سخنګوی همه تایید کړی چه دغه رایی پاڼی د یو ضرورت له مخی سروبی ته به قانونی توګه انتقالی دی د جنرال ظاهر جرم ثابت دی چی هغه بدون له دقیقو معلوماتو په ډیره عجولانه توګه د مطبوعاتو په مخکی داسی اظهارات کړی چی د دواړو کاندیدانو ترمنځ یی منازعه را منځته کړی که چیری دغه موضوع په آینده که په یوی لوی ملی منازعی بدلیږی نو یواځینی مسوول به جنرال ظاهر وی نه تنها د سروبی خلک بلکه د افغانستان قاطعه اکثریت به ددغه شوم عمل پوښتنه کوی او مجرم به محکمی ته را کاږی انشاالله
ټول افغانان په غوڅ اکثريت د سروبي د خلکو روا غوښتنو سره ملګري دي ، نوره د دسیسو زمانه لاړه ، ظاهر باید محاکمه شي چې زرګونه سروبیوال ېې د رای ورکولو څخه محروم کړل
چی د ظاهر په څیر بی سواده او د یو چا په لارښوونه عمل کوی نو داسی به کیږی
نه یواځی زه، بلکه ټول افغان ولس ددی حق غوښتونکی دی. یوه رایه کولای شی د میلیونونو کسانو راتلونکی د بدبختیو او ناخوالو سره مخ او هم کولای شی، ټولو ناخوالو، کړکیچونو او بدبختیو څخه وژغوری، همدا شان د میلیونونو وګړو ژوند هوسا او ارام کړی. دا خو د زرګونو کسانو حق دی، زمونږ ویښ ملت اوس ریښتینی خدمتګاران او ښاماران ډیر ښه پیژنی که په هره جامه او لباس کی و اوسي