اسد الله خان امرخېل – سره بانجڼ، چې ځیني یې رومي او یا ټماټر هم بولي، د دې تر څنګ چې د خوړو خوند را ښه کوي د روغتيا لپاره هم ډېرګټور دي.

د امريکا د خوړو د څېړنې ادارې مطابق سره بانجڼ د وينې لوړ فشار، قند او سرطان په څېر د سختو ناروغيو د مخنیوي لپاره ګټور دي.

د امريکا د خوراکي موادو د څېړونکو په تازه راپور کې ویل شوي چې په رومي بانجڼو کې ډېره اندازه ویټامين اې، سي او وسپنه شته.

له دې وجې د وينې لوړ فشار، قند یا شکر، سرطان او نورو ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي.
څېړونکي وايي: ((په سلاته کې د سرو بانجڼو ډېر استعمال د زړه د سلامتۍ، د وزن د کمېدو، د ويښتانو د ځلا او جلد لپاره هم ډېر ګټور ثابت شوي دي.

2 thoughts on “د سرو بانجڼو له ګټو خبر یاست؟”

ځواب ورکول Mirwais ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *