سرپل ولایت

تاند- د مشرانو جرګې په تېره دوره کې د سرپل د خلکو استازی قاضي عبدالحی له طالبانو سره ملګری شو.

قاضي عبدالحی په یوه مرکه کې، چې طالبانو په خپله ویبپاڼه کې خپره کړې ده، د سرپل ولایت، په تېره بیا د کوهستانات ولسوالۍ د وروستي حالت او له طالبانو سره د یوځای کېدو په اړه خبرې کړي دي.

د سرپل ولایت چارواکو، د نوم د نه ښودلو په شرط تایید کړې چې د قاضي عبدالحی، چې د کوهستانات ولسوال هم و، له طالبانو سره یوځای شوی دی.

خو دوی وايي، له طالبانو سره د قاضي عبدالحی د یوځای کېدو پر دقیق علت نه پوهېږي چې ایا نوموړی په خپله خوښه له طالبانو سره یوځای شوی او که د طالبانو له لوري نیول شوی او بیا یې غوره دا بللې چې د هغوی ملګرتوب اعلان کړي.

مګر د سرپل والي تایید کړه چې قاضي عبدالحی له څو تنو ملګروسره یوځای طالبانو ته اوښتی او د دې ډلې ملاتړ یې اعلان کړی دی.

د سرپل والي عبدالجبار حقبین وویل، قاضي عبدالحي په کوهستانات کې د ولسوال په توګه مسوولیت سم ادا نه کړ نو له طالبانو سره یوځای شو.

ده زیاته کړه:« سره له دې چې عبدالحی د حکومت ولسوال و خو د حکومت لپاره یې چندان هڅې نه کولې، کله مو چې نوموړی راوغوښت چې له ولسوالي څخه یې لېري کړو او دی پوی شو چې لېري کېږي، غوره یې وبلله چې طالبانو ته واوړي.»

د حقبین په وینا له طالبانو سره د قاضي عبدالحي له اوښتو سره د سیمې په حالاتو کې هیڅ راز بدلون نه شي راتلی ځکه چې نوموړی نفوذ نه لري.

خو د سرپل د ولایتي شورا رييس اسدالله خرم بیا وايي چې قاضي عبدالحی د ولایتي شورا تېرې دورې ته د خلکو په رایو بریالی شوی و او له دې شورا څخه مشرانو جرګې ته د سناتور په توګه معرفي شو. له بلې خوا نوموړی په خپله ولسوالي کې نفوذ لري او خلک یې د یوه جهادي شخصیت په توګه درناوی کوي.

قاضي عبدالحی د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د کوهستانات ولسوال و.

ښاغلی خرم وايي چې قاضي عبدالحي په وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې وې او په دې اړه حکومت ته معلومات په لاس ورغلي ول.

دا به لومړی ځل وي چې د ولسوال په سطحه د افغانستان د حکومت یو چارواکی له طالبانو سره ملګری کېږي.

2 thoughts on “د سرپل د کوهستانات ولسوال طالبانو ته واوښت”
  1. کله چې د جمهور رییس مرستیال (تېر، احمدضیا مسعود) پنځوس میلیونه ډالر تښتوي، د جمهور رییس ورونه غلا کوي، د جمهور رییس د مرستیال ورونه غلا کوي، والي (شیرزی) په جرمني کې په قیمارخانه کې په یوه شپه کې یو لک او لس زره یورو قیمار وهي په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې داسې روغتون نشته چې څوک په کې تداوي وکړي او ناروغان حتی د سرخوږي له امله هم پاکستان ته ځي، قاضی مدعی او مدعلیه علیه ته وایي چې د فیصلې له پاره له ما سره واده وکړه، په ولسي جرګه کې هېڅ خبره بې رشوته نه کیږي، په ټوله کابینه کې یوازې یو وزیر له غلا پاک وي (دوی د زراعت وزیر اعلان کړی وه) ، په ولس باندې بمبار کیږي، ……………….. زه خو وایم چې که معمولي د سړي زامن وای (هدف مې دا دی چې طالب د سړي زوی نه دی ځکه چې د آی ایس آی مزدور او کاسه پاک او د افغانستان لومړۍ درجه دښمن دی) نو زه خو وایم چې ډېرو افغانانو به شته تش په نامه حکومت او مافیایي کثافت ته شا کړې وای او ترې به تللي وای خو خبره دا ده چې نېکه مرجع نشته چې څوک ورشي.

ځواب ورکول اوښتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *