تاند- افغان پولیسو د هغه خصوصي امنیتي شرکت ۹ جګپوړي مامورین نیولي چې د کابل سرینا هوټل ته یې ساتونکي ورکړي دي.

تر دې مخکې امنیتي ځواکونو دوه ساتونکي، چې د تلاشۍ مسوولیت یې درلود، نیولي ول.

د افغانستان حکومت دا اقدام وروسته له دې وکړ چې د نوي لمریز کال د لومړۍ ورځې په شپه ۴ وسله وال سخت دریځي هوټل ته ننوتل او د ښځو او ماشومانو په شمول یې ۹ تنه ووژل.

د کورنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا د سرینا هوټل د ساتونکو غفلت و چې ۴ وسله وال ترهګر په بوټونو کې وسله هوټل ته ننه باسي. حال دا چې ساتونکو مجهز وسایل لرل.

د وسله والو په برید کې د یوه افغان خبریال سردار احمد، د هغه مېرمن او دوو ماشومانو په شمول پنځه افغانان او څلور بهرنیان ووژل شول.

One thought on “د سرینا هوټل د حملې په تړاو ۹ تنه ونیول شول”
  1. It must be proven by now that the government of warlords is not capable to save the people and the country. They are corrupt and getting paid with dollars, taking their vacations going to Dubai and India. The US should stop giving them the American Taxpayers dollars and freeze their assets around the world.

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *