تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف نن/ سې شنبه/ د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل سره په کتنه کې وویل، اسلام اباد په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ او په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته ځان ژمن بولي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر نن په اسلام اباد کې په یوه خبرپاڼه کې وویل:«نوازشریف له سعود الفیصل سره په خبرو کې وویل چې پاکستان د افغانستان د خلکو غوښتنو او هیلو ته په پام سره په دغه هیواد کې د سولې او ثبات ننګه کوي.»

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د پاکستان صدراعظم په افغانستان کې سوله او ثبات د دوو هیوادونو په ګټه بولي.

نوازشریف زیاته کړې، د پاکستان حکومت به د دوو اسلامي هیوادونو ترمنځ د یووالي او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خپل رول ته دوام ورکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل تېره شپه /دوشنبه/ له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره په دوه ورځیني سفر اسلام اباد ته ورسېد.

د پاکستان د دولتي راډیو د راپور له مخې نوازشریف او سعود الفیصل په افغانستان کې د ��ولې د رامنځته تګ لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ د پخلاینې د درېدلي بهیر په اړه هم خبرې وکړې.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له صدراعظم نوازشریف او نورو پاکستاني چارواکو سره د اسلام اباد – ریاض د دوه اړخیزو همکاریو، سولې ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره د پاکستان د حکومت د خبرو اترو د بهیر د بیا پیلولو او د روان ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو د وتلو په باب خبرې وکړې.

5 thoughts on “د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له نوازشریف سره د افغانستان د سولې پر بهیر وږغېد”
  1. زما په اند د سعودي بهرنیو چارو وزیر یوازې د پرویز مشرف ازادولو لپاره تللی دی چې په دار نه شي

  2. داسلام بربادپالیسي هیڅکله هم دافغانستان په وړاندې نه بدلیږي. له یوې خواپه افغانستان کې دسولې دبهیره ملاتړاعلانوي خوله بل لورې په کوټه کې دکوټوشوراحمایه کوي اوپه افغانستان کې یې غیراسلامي اوغیراخلاقي کړنوته هڅوي. دوې اوس هم موږته په سترګوکې دشګواچولوکوشش کوي! زرده چې الله پاک اسلام بربادددوې دغلطوپالیسیانوله کبله وران کړي. دهمداسې یوې ورځې په هیله!!!

  3. پاکستان شیطان هیواد دی داټول دروغ وایی او نه غواړي د ده ترڅنګ مقتدر هیواد ولري او که ولري نو د دوی ټولې ګټې د تل لپاره په ابو لاهو کیږي د پاکستان د زږیدو راهیسې تر ننه د افغانستان په داخلي چارو کې تل لاسوهنه کوي!

  4. دا سی سفرونه بی معنا او بی ګټی دی نور ولی موږ خطا باسۍ سوله خو یو هم نه غواړی بس دا بیوزله انسانانو وژل خوند درکوی.

ځواب ورکول Zarghaoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *