تاند- د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې د بهیر او د سیمه ییزو پرمختیاوو په اړه پاکستان ته رسمي سفر کوي.

د پاکستان دولتي راډیو نن /پنجشنبه/ د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله وویل، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ /جنوري ۱۲/ جدي ۱۶/ په اسلام اباد کې له صدراعظم نوازشریف او ولسمشر ممنون حسین سره د اسلام اباد- ریاض د اړیکو او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.

دا به لومړی ځل وي چې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په بهیر کې تر دې حده ځان داخلوي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ځلي پر سعودي عربستان ږغ کړی چې د افغانستان د سولې او پخلاینې په بهیر کې رول ولوبوي خو سعودیانو د افغانستان د حکومت غوښتنې ته جدي ځواب نه و ویلی.

د پاکستان د دولتي راډیو د راپور له مخې د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر ښاغلي سعود الفیصل سره به یو جګپوړی سیاسي او اقتصادي پلاوی هم ملګری وي څو د پاکستان له چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر او د روان ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان راډیو ویلي چې د سعودي او پاکستان چارواکي به په افغانستان کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره د طالبانو، امریکایانو او افغان چارواکو د سولې د درېدلو خبرو په اړه هم وږغېږي.

له طالبانو سره د سولې بهیر تېر کال دوبی وروسته له دې تم شو چې طالبان په قطر کې پر خپل تازه پرانستل شوي دفتر خپل بیرغ او د اسلامي امارت لوحه ولګوله.

په همدې حال کې پاکستاني رسنۍ وايي چې ممکن د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره د پروېز مشرف د محاکمه کېدو په اړه هم خبرې وکړي.

مشرف د خپلې واکمنۍ په موده کې له سعودي عربستان سره ښې اړیکې لرلې او د سعودي په غوښتنه یې نوازشریف خوشي کړ او دغه هیواد ته یې ولېږه.

مشرف نن /پنجشنبه/ محکمې ته په لاره و چې د زړه حمله پرې وشوه او د محکمې پرځای روغتون ته لاړ.

One thought on “د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان پر سولې د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي”
  1. zma khial dai che Saudi wazir Pakistan ta siraf da Parvez Musharaf pa mamila khabaro ta rarawan dai.Afghanistan pa bara ke khabare ya pa agenda ke nashta.

ځواب ورکول Alamoona gharkaweena ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *