تاند- د سعودي عربستان پاچا د کوچني اختر په ورځو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د هرکلي ترڅنګ د اوربند د غځېدو غوښتنه وکړه.

د سعودي عربستان د شاهي ماڼۍ له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ویلي چې د اختر په شپو ورځو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د اوربند هرکلی کوي او له دواړو خواوو غواړي چې اوربند ته دوام ورکړي.

د سعودي عربستان رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هیواد پاچا خادم الحرمین الشریفین د اختر په ورځو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند په ډېره مینه تعقیب کړ او په دې برکتي اقدام یې خوشالي څرګنده کړې ده.

د افغانستان ولسمشر، چې د روژې له ۲۷ د اختر تر درېمې پورې اوربند اعلان کړی و، وروسته لس ورځې نور هم اوږد کړ خو طالبانو یوازې د اختر په درو ورځو کې اوربند وکړ.

د سعودي عربستان پاچا هیله کړې چې د افغانستان اوربند به تمدید شي او دومره به دوام وکړي چې دواړه خواوې د دایمي سولې لپاره پر یوه جوړجاړي سلا کېږي.

ده همداراز ویلي، افغانان چې د جګړې وحشت سخت ځپلي دي، غواړي چې په هیواد کې یې د جنګ فصل پای ته ورسېږي او د سولې، پخلاینې او سوکالۍ یو نوی باب پیل شي.

د خادم الحرمین الشریفین په پیغام کې ویل شوي«له خدای تعالي څخه غواړم چې زموږ افغان وروڼه په هغه څه کې بریالي شي چې د دوی د هیواد په خیر دي او پخلاینه پکې بریالۍ کړې چې د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې امنیت او ثبات ټینګ شي.»

One thought on “د سعودي عربستان پاچا په افغانستان کې د اوربند د اوږدېدو غوښتنه وکړه”
  1. مرحوم ډاکتر نجیب به اوربند اعلام کړ ال شیطان کورنۍ به ترهګر سیاف او نورې جهادي خوړوړي ځناور به یې په افغانانو وشکیرل او وبه یی داړل. اوس هم د همدوی ته لیوني سپي دي چې ال شیطان و پنجابي اوجړاګانو په ټونګ خپل وطنوال داړي. ولسمشر بیچاره خو اوربند تمدید کړ او آن بی قیدوشرطه خبرو ته هم تیاری وښود

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *