تاند، دوشنبه، د حوت ۲۶مه: د سعودي پاچا او خادم حرمین الشریفین ولسمشر اشرف غني ته د بیاانتخابېدو په مناسبت د مبارکۍ پیغام رالیږلی ده.
دغه پیغام په کابل کې د سعودي عربستان سفیر جاسم بن محمدالخالدي لوري ولسمشر غني ته رسول شوی دی.
په کابل کې د سعودي عربستان استوګن سفیر په دغه پیغام کې لیکي د مبارکۍ له فرصت څخه په استفاده د سعودي عربستان حکومت او ولس د افغانستان لپاره خپلې نېکې هیلې او پیرزوینې وړاندې کوي او دغه ورور هیواد ته امن، ثبات او سلامتیا غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه ولسمشر غني ته د مصر ولسمشر فتاح السیسي هم د بیا ځل انتخابیدو مبارکي ورکړې ده.
پرون د هند صدراعظم نتریندر مودي د سارک مشرانو په ویدیوکنفرانس کې، چې د کورونا وایرس له خپرېدو سره د دې ټولنې د غړیو هیوادونو د ګډې مبارزې پر لارو چارو د خبرو لپاره دایر شوی و، ولسمشر غني ته د بیاځلي غوره کېدو مبارکي وویله.
د سعودي پاچا ولسمشر غني ته د بیا ځل انتخابیدو وویله
مبارکي ورسره ولیکئ.