د بلخ والي عطامحمد نور په هرات کې یوې غونډې ته وویل چې دغه نظام باید اصلاح شي که نه وي د سقوط فکر یې باید وشي؟ البته سمون د ټولو غوښتنه ده خو سقوط بیا د تم کېدو خبره ځکه ده چې د دولت یوه چارواکي د لومړۍ درجې ولایت والي یې کوي. ددغه ښاغلي دا خبره که لومړی د عقل په تله وتلل شي چې څومره شونې ده او بله دا چې که شونې وي دسقوط ډېر زیان به چاته ورسېږي؟ هڅه به وکړو دغه دواړه حالتونه د عقل په تله وارزوو!

ایاد د نظام سقوط عملي دی او که نه؟ تجربو ښودلې چې نظامونه یا د کودتا له لارې چپه کېږي، یا هم دسیسو، یا د  سراسري پاڅون یا هم د ستومانونکو اوږدو جګړو په پایه کې.    

اوس به وګرو چې دا هره  یوه لاره په افغانستان کې څومره عملي ده.

۱ – کودتا: په اوسنیو شرایطو کې په دوه دلیله کودتا ناشونې ده: لومړی خو له نیکه مرغه په وسله وال پوځ کې هغه د تېرو کلونو ناانډولتیا له منځه تللې چې هرڅه د یوې ډلې یا یوې سیمې او که په ډاګه یې ووایو د جمعیت په لاس کې وو. اوس ډېر بدلون راغلی او په لنډه کې جمعیت اوس په وسله وال پوځ کې هغه برلاسي نه لري چې پخوا یې درلوده البته اوس هم د ټول هېواد په کچه ډېرې څوکۍ له دوی سره دي خو دا په دې مانا نه ده چې دوی هرڅه کولی شي.

یوه بله مسله چې د کوتا چانس صفر ته راټیټوي هغه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور دی نوځکه خو څوک دغه چانس نه لري چې کودتا ته لاس واچوي.   

۲ ـ دسیسه: ښایي ځینو کسانو پردې حساب کړی وي چې ګنې کولی شي ولسمشر مسموم، ترور یا په کومه لار له منځه یوسي، لومړی خو څوک ددغه کار اجازه نه ورکوي او بله دا چې دغه کار به ډېرې ناوړه پایلې ولري او هیڅوک به بیا دغه وطن راټول نه شي کړی او دغه اور به وچ او لامده ټول وسوځوي، داسې اور به بل شي چې له ټولو ډېر زیان به یې خپله دسیسه ګرو ته ورسېږي. دا خلک دې په دې اړه لس ځله فکر وکړي که خدای مه کړه داسې کوم څه ته یې لاس واچاوه بیا نو حکومت دوی ته نه پاتې کېږي بیا بله نه دا باد راوړي میلیاردونه ډالر وي، نه به دا خدای خبر د څه شي پر پیسو جوړې لوړ پوړې ودانۍ، نه به بیا مکتب وي، نه به هغه ددوی په خوله دانشګاه، هرڅه به له خاورو سره خاورې شي او بیا به کډې مخ په کولیاب، تاشکند، مشهد، پېښور، مسکو او نورو او نورو لورو بار وي، خوار ولس به د اور په لمبو کې سوځي بیا خو نه بن لادن شته چې د نیویارک پر برجونو برید وکړي او امریکا یې په ټس کې پر افغانستان برید وکړي او ګټه یې تر ډېره د جنګي ډلو مشرانو ته ورسېږي.  

۳ – سراسري پاڅون: دا سمه ده چې عام ولس تر یو بریده له ناامنیو، فساد او ټوپکیانو کړېږي خو دا په دې مانا نه ده چې یو څو د ولس په غوښو او له نامالومو پتو راغلیو تورو پیسو چاغ شوي کاغذي پړانګان دې دومره وګړنیز ملاتړ ولري چې خلک دې ددوی په غوښتنه راپورته او حکومت دې چپه کړي. که نن له دوی دا باد راوړې پیسې او خپل سري ټوپکیان واخیستل شي باور وکړﺉ والله که په خپل کلي کې شپه لا تېره کړی شي دا خو پرېږده چې ولس دې د دوی په خوله پاڅون وکړي او که بیا هم دوی کومه ګډوډي او اله ګوله جوړه کړي، زیان به یې بیا هم له ټولو ډېر دوی ته ورسېږي، کله چې ګوګړ اور ولګوي بیا که ګوګړ مړ هم شي اور په خپله خورېږي نور ګوګړ ته اړتیا نه پاتې کېږي بیا به یې هیڅوک قابو نه شي کړی.

۴ – ستومانونکې جګړه: په دې اړه باید وویل شي چې نه دوی ددغه کار توان لري او نه هم لیوالتیا ځکه چې په دې سره هغه شته او پیسې یې چې اوس پیدا کړي، هغه مزې چړچې چې اوس یې دوی او کورنۍ لري کله به هم دغه کار ته زړه ښه نه کړي او بله داچې یو څو ټوپکیان اوس د پیسو په خاطر د دوی پر شاوخوا راتاوېږي او کله چې پیسې نه وي بیا یې څوک سلام هم نه اخلي ځکه چې دوی خپل امتحان هم ورکړی، ولس ته یې اصلیت مالوم شوی دی، پیشو یې په امر میو هم نه کوي.
زه فکر کوم چې دوی یوازې غواړي پر دولت فشار راوړي چې خپلې باد راوړې پیسې او ناروا ګتې خوندي وساتي. هغه مزې چړچې دوی په تېرو کلونو کې د استحقاق خلاف او که ووایم د پخواني حکومت بې ځایه لورېینې او کمزورتیا په پایله کې ترلاسه کړي، غواړي دا میراثي او تل پاتې کړي. په داسې حال کې چې دولتي څوکۍ د چا میراثي او قواله یي نه ده، له بده مرغه ځینو ډلو تراوسه د ګواښ او زورګویي له امله څه ناڅه همدغه ډول کړي خو باید پردې وپوهېږي چې دغه حالت به ډېر دوام ونه کړي او دغه خوب باید له سره وباسي.

بېرته خپلې خبرې ته راځو او یو ځل بیا یادونه کوو چې که څوک غواړي نظام سقوط  کړي لومړی خو دغه چانس نه لري او دا هم دې یادونې ده چې دوی خپله هم پردې خبره ښه پوهېږي او بله داچې که په ناپوهي او تېروتنه کې هم دغه کار ته لاس واچوي هرڅه به له لاسه ورکړي، هیڅ ګټه به ونه کړي او تاریخي مسوولیت به یې هم پرغاړه وي.    

3 thoughts on “د سقوط ډېر زیان به څوک وګالي؟ | ودان”
  1. د عطا(ګوشخور) په مغزي ناروغِي(شیزوفرین) کوم شک نشته، خومالومیږي چې بادک بواسیرهم لري۰ ځکه خو د هرمایک شاته چې ولاړوي هوائې، ګډې وډې بې مانا خبرې ترې وځې۰
    ښاغلیه لیکونکیه ودان صاحب تل ودان اوسې لکه تاسوچې لیکلي« دوۍ ولس ته خپل امتحان ورکړئ »۰ هو! دې جمیعتي اوشورا نظاري لیونیانوداسې آزموینه تیره کړه چې دې تاریخ تورې پاڼې ئې وشرمولې۰
    دا د هیواد لوټماران او د پردیو ګوډاګیان چې د افغان ولس په وینو ئې لاسونه سره، د هیواد د ویجاړولواو بې امنیو سبب، د سولې او پرمختک خنډ ګرځیدلي دي، نورد ولس د پام او اعتباروړندي۰ اِن شأالله چې دا غوجل ماران مخ په ورکیدو دي۰

  2. معلمک عزیزم!
    از تعفن فکری و کاری تان ،ملت مؤمنم را مریض ساخته اید مبارزه وجنګ را وسیله برای انحصار ومسلک پدری تان (دزدی ))ساخته اید ، از خدمت ،وطندوستی و مردم دوستی خبری نیست با هر چیز معامله کردید وباز هم سخن از اصلاحات!!!
    دیده درآیی وچشم سفیدی هم حدی دارد ، ملت آدم صالح کار دارد نه دزدان و معامله ګران جهاد و خون شهدا

  3. د اغلې خالده افغان خبره صحیح ده خو سره د شیزوفرینی دې کولای شو چه ووایوو چه پ اصل کې د سادیزم په مرض اخته دی، عطا نور دا پخپل سري ، ماته یې یوه عامیانه خبره را یاده شوه چه وای پ دری ژبه چه: مورچه که بال میکشد، زوالی اش در پیش است. دی داسی فکر کوی چه دا ټوله نړۍ د ده احکامو لاندی چلند لری.

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *