لیکوال .مختار احمد ګیلاني

ژباړه .بهیر ستانکزی –

سومنات د هندوانو تر ټولو متبرک ځای ود سومنات لفظي مانا (د سپوږمۍحاکم)د هندوانو د عقیدې مطابق دغه مندر درې زره کاله پخوانی وو دا یو لوی مندر وو چې شپږ پنځوس ستنې یې درلودې دغه ستنې د ساګوان د لرګي څخه جوړې شوې وې مینځ یې د سکې څخه ډک کړل شوی وو مندر دیارلس پوړه اوچت وو د مندر شکل مخروطي مصري مینار په قسم وو د پاسه ور باندې د سرو زرو څوارلس د سمت مالومولو الې لږیدلې وې چې د څو میلو لرې د لمر په رڼایي کې مالومیدې فرش یې هم د ساګوان د لرګي نه جوړ شوی وو په مندر کې دننه یو بت وو درې ګزه د زمګې نه بهر او دوه ګزه په زمکه کې دننه وو بت د تور رنګې تیږې نه تراشل شوی وو په بت باندې بیشماره قیمتي ملغلرې لګیدلې وې دا د سپوږمۍ بت وو د بت شکل انساني نه وو د هندو انو د ټولو نه غټ بت د اولاد پیدا کولو د عضو تناسل په بڼه وو په بت د مختلفو زوراورو حیواناتو شکلونه کیندل شوي وو د بت په سر د سروزرو او جواهرو نه جوړ کړل شوی تاج ایښی وو دا بت ډیر طاقتور ګڼل کیده د لوی بت د تناسلي الې عبادت د ګجرا ت کا ټهیا و ار نه علا وه په ر ن کچ او سند کې هم کید ه نوې   ناوې به   لنګا   (تناسلي الې )ته تنها ورتله او د اوجود خاص برخه به یې دلنګا سره مښله د اولاد نه محرومې ښځې به هم ددې بت عبادت ته راتلې د مندر دننه بامبړانو او پنډتانو به ورسره خپل شهواني خواهش پوره کاوو البیرنني هم دددې خبرې تصدیق کړی دی چې د بت شکل او صورت دهندوانو د لوی بت د تناسلي الې شکل درلود په دغه وخت کې د دولس ډوله تناسلي الې عبادت کیده البیروني څلویښت کاله پّه هند کې تیر کړي وو هغه سنسکریت ذده کړی وو د فلسفې هندو مذهب او تاریخ مطالعه یې کړې وه مختلف ځایونه یې لیدلي وو ددې نه علاوه د ډیرو نورو علومو ماهر هم وو

دهندټول بتان ددې بت د امر تابع ګڼل کیدل د هندوانو د عقیدې مطابق روح د وجود نه جدا کیدو نه روسته سومنات ته راتله او دلته د نورو روحونو سره یو ځای کیده د سپوږمۍ د تندر نیولو په وخت کې بت چې د چا په بدن کې غوښتل روح واچوي د مندر پّه دروازو د زربفتو پردې زړیدلې  چې د پردو په غاړو ملغلرې او جواهرلګیدلې وو د هرې پردې بیعه شل زره دیناره وه هره ورځ په زرګونو زیارت کوونکي د بت سلام ته ورتلل او د سپوږمۍ د تندر نیولو په وخت کې په لکهونو خلک راټولیدل بت هره ورځ د ګنګا په تازه اوبو مینځل کیده د ګنکا سیند د دغه ځای نه اوه سوه پنځوس میله یا دولس سوه او پنځه کیلو میتره لرې وو د اوبو راوړلو د پاره ګړندي اس سوارګمارل شوي وو د بت په غاړه کې د کشمیر د علاقې نه هره ورځ تازه ګلان راوړل کیدل سري نګر ددغه ځای نه پنځلس سوه پنځوس یا دوه زره پنځه سوه کیلو متره لرې وو د مندر د مصارفو د پاره د لس زره کلو امدن وقف وو ددې بت نه علاوه دلته بیشماره د سرو او سپینو زرو نور بتان هم موجود وو دغه بت سره نزدې دوسوه منه دسرو زروزنځیر او کنجکونه هم زوړند وو د مندر عبادت هره ورځ زر بامبړانو او برهمنو کاوو د سندرو اوبهجنونو د پاره په مندر کې درې سوه او پنځوس سندر غاړي موجود وو پنځه سوه ښایسته او ښکلې نجونې د راجه ګانو او پنډتانو په خدمت ګمارل شوې و ې ددې نه علاوه دغریبانو ښکلې لوڼه د مندر د صفايي خوراک او څکاک په برابرولو لګیا وې د مند د عملیې د پاره په مندر کې درې سوه ډمان هم موجود وو د زیارت کوونکو د خوراک او او نور انتظام د پاره درې سوه نوکران هر وخت حاضر وو ټولو ته د خپلې دندې په مناسبت معاش ورکول کیده ښار د کلا دننه وو کلا ډیره لویه وه شاو خوا یې لوی خندق او کنده وه د کلا د یوالونه ډیر اوچت او مضبوط وو د مندر یوه خوا د بحر څپې د مندر ددیوالونو سره لګیدې ځګه سومنات د محمود د غضب نه تر اوسه بچ پاتې وو ددې د ساتنې د پاره هندي راجا ګانو په لویه پیمانه لښکر راټول کړی وو راجه پرم ویو د مذهبي او قومي جوش و جذبې په راپارولو کې پوره پوره ونډه واخسته هر راجه ددې خبر په اوریدو د سومنات په طرف د لښکر لیږلو تیاری وکړ څه جنګي دستې د محمود مخې ته هم ولیږل شوې اجمیر جودهپور کوټه اودهیپور پتن اجین او کهنډواپه لارو یې ځای په ځای تېز ترینې جنګي دستې هم ولیږلې د غزني نه تر سومنات لاره ډیره اوږده او سخته وه دسیندو نه د تیریدو نه علاوه د سختو ګرمو صحراوو نه هم تیریدل وو چیرته چې اوبه او ګیاه نه پیدا کیده محمود ددې ټولو سختیو باوجود د سومنات د بتانو د ویجاړولو فیصله کړ ې وه د دیرش زره سپرو سره ۱۰ د شعبان روان شو ملتان ته په ۱۵ د روژې ورسیدل دهغه ځای نه سیده د چولستان او راجپوتانه صحرا ګانو سخته لاره اختیار کړه د روانیدو نه مخکې خپل نظام د حالاتو مطابق تیار کړ په ۳۰۰۰۰ زره اوښانو یې خوراک بار کړ د هر سوار د پاره اضافي اوښ او یا آس هم وو دغزني او ملتان نه ۱۰۰۰۰ رضا کار او اس سوار هم ملګري شول سلطان د برق د تیزي په څیر مخ په وړاندې لاړ د صحرا د تسخیر کولو د پاره یې دوه لارې اختیار کړې دده د لښکره لویه برخه د ملتان نه اوچیا بهاولپور لودروا(جیسلمیر په شمال لس میلي کلی چې څه وخت لوی ښار وو د ښار ۱۲ دروازې وې او د بهاټي جیدو پلازمینه وه )بر میر چوهتا(دعمر کوټ نه ۵۰ میله په مشرق کې )پالن پور ،پتن(انهمل واړه یا نهر واله )مودیرا ،بوتاداودیول واړه د لارې سومنات ته ورسیده لودرا په اساني د محمود د لښکر په لاس فتح شو چوهتان بغیر له کوم رکاوټ ونیول شود پتن(انهمل واړه یا نهر واله )راجه بهیم دیو بې د څه مقابلې د محمود له راتلو مخکې د کنت کوټ په کلا کې ځان محصور کړ محمود د ملتان نه پتن ته په یوه میاشت کې ورسیده په پتن کې څو ورځې پاتې شو دهغ ځای نه یې اوبه او خوراک د ځان سره واخیست او مخ په وداندې لاړ محمود د پتن د اوسیدونکو د ښایست او زرخیز و ځمکو ښې آب او هوا او د خلکو د اسوده ژوند نه ډیر متاثره شو دهغه په زړه کې ددې خیال پیدا شو چې پتن د خپل سلطنت پلازمینه وټاکي او هملته پاتې شي دغزني سلظنت خپل ځوی مسعود ته ورکړي مګر دده جرنیلانو ددې تجویز مخالفت وکړ په نهر واله کې یو مندر وو په دې مندر کې یو بت وو چې بغیر د کوم الې په هوا کې ځوړند وو سلطان ددې بت په لیدو حیران شو د تحقیق نه روسته دا مالومه شوه چې دیوالونه د مقناطیس نه جوړ شوي وو او بت د اوسپنې وو د هرې خوا د مساوي کشش په وجه بت نه لویده محمود چې کله یو دیوال وغورځاوو بت په ځمکه راولیده او د ضعیف عقیده خلکو د دهوکه کولو د پنډتانو طلسم چکناچور شو .

مندهر یا مودهیراپه ځای کې شل زره فوج د محمود مخې ته راغی مګر محمود په څو ساعتونو کې هغه وپاشل ددوهمې لارې یعنې د چپ طرف نه لښکر مخ په وړاندې لاړ سري کولیات یې په اساني سره ونیو د اجمیر راجه ښار پریښود او وتښتیده لښکر په تیزي مخ په وړاندې تګ جاري وساته ددښمن د کمک لارې یې بندې کړې ددې لښکر دستې د ابونیچ،رتلام،اجین او کهنډوا پورې ورسیدې یو تاریخ پوه د کهنډوا د فتحې ذکر هم کړی دی څه تاریخ پوهان دا سیمه د سومنات نه دوه سوه میله ښودلې ده مګر د محمود غوندې د جنګي چالونو ماهر جرنیل د هندوانو کومک د سومنات نه لرې وساته کهنډوا پورې خپلې جنګي دستې لیږلې وې د محمود د جاسوسي نظاهم هره خوا خپور وو دهر خوا نه ورته مالومات رسیده دغه برق رفتار وړاندې تګ ددښمن قوت یوځای کیدو ته پرینښود

که چیرته دیرش زره اوښان یواځې د خوراک څښاک او وسلې وړولو یو د بل پسې د دوه اوښانو ترمنځ لس ګزه یا لس متره فاصله وکړو د دې قطار اوږدوالی یو سلو اویا میله چې دوه سوه پنځه اویا کیلو متره کیږي د دې نه علاوه د لښکر هر اولې دستې کې د مورخینو په اتفاق د هر سواره دپاره دوه اوښان وو په دغه جګړه کې د محمود سره کم نه کم سل زره اوښان او اسونه وو دومره لوی لښکر یوسل او اویا میله خور وور په دومره تیزي سره ریګستان نه تیریدل یوه حیران کن کامیابي وه مګر ددې عظیم مجاهد اراده پخه وه د اسلام د لوړاوي په خاطر او د بتانو د بربادولو جذبې دده په وړاندې هر خنډ اسانه کاوو د ده مقناطییسي مشري په لښکر کې یووالی نظم او دسپلین ساتلی وو دیبل واډه بې د کومې جګړې فتحه شوه ځکه دهغه ځای هندوانو ته دا یقین وو چې سومنات بت به ټول مسلمانان تباه کړي دجګړې هیڅ ضرورت نشته دهندوانو د عقیدې مطابق د سمندر (بحر) څپې هم مندر ښکلوي سلطان دغه ټول رکاوټونه له مینځه ویوړل او د پنجشنبې په ورځ سومنات ته ورسیده په هندوانو کې دا خبره مشهوره وه چې محمود د هندوستان زیات مندرونواو بتانو په بربادولو ددې د پاره کامیاب شو چې سومنات هندوانو نه ناراضه دی محمود سومنات ته په رسیدو هندودان زیات خوشاله وو چې سومنات به ډیر ژر د سلطان لښکر تباه کړي د ښار لویدیځ خوا ته بحر وو خندق هم ژوور وو د سومنات ساتونکی لښکر په کلا کې بند وو د کلا او ښار نه یو څه لرې ددوه راجه ګانو لښکر هم پړاو دچولی وو محمود کلا له درې خواوو نه ګیر کړه دکلا نه دباندې لښکر په شا تمبولو کې یوه دسته په دفاعي حالت کې وه تر څو په کلا دیلغار په وخت کې بهرنی لښکر مداخلت ونکړي که چیرته کلا او مندر د مسلمانانو لاسو ته ولویږي

هندو لښکر او دښار اوسیدونکي په دیوالونو او چهتونو ختلي وو د مسلمانانو پورې یې خندل چې سومنات به یې ډیر ژر تباه کړيپنډتانو عبادت کاوو سندر غاړو سندرې ویلې نجونه ګډیدې البته د مندر له حیاسوزو اوقعو او د بت د پراډ او دهوکې نه خبر پنډتانو ته پوهیدل چې ډیر ژر ددوی کار په تمامیدو دی پدې وخت کې هم عیش پرست پنډتانو د عبادت په بهانه په مندر کې دننه نجونې د خپلو خواهشاتو د پوره کولو دپاره استمالولې پنډتانو خو په ښکاره خلک د مسلمانانو دبربادۍ د پاره لمسول په دوی کې ډیرو د تیښتې لارې لټولې دوی ته یقین وو چې محمود پنډتان نه وژني هغه خو صرف د بتانو د بربادولو د پاره راغلی وو هغوی ځان خلاص هم لیده او ددې لوی بت مندر او بیشماره مال او دولت بربادي هم هغوی   سره ښکلو نجونو غم هم وو چې محمود به یې آزادوي محمود دهغه ځای امران او راجه ګان د پنډتانو ددې بیشرمه حرکتونو نه هم خبر کړي وو مګر په هندو عقیدې د پنډتانو تسلط وو ددوی په وړاندې ډیر راجه ګان او امران بیوسه وو بل خوا د پنډتانو په جوش او جذبه هندوان جنګیدل نعرې یې وهلې د سومنات نه یې مدد غوښت د بت په مخکې پنډتان پړمخې پراته وو چیغې یې وهلې

مسلمانانو په کلا حمله وکړه او وردننه شول د جمعې ورځ وه هندوان مرګ ته تیار قدم په قدم جنګیدل بل خوا کلا نه دباندې لښکر هم ځوابي حمله وکړه مګر د محمود لښکرو یې مخه ونیوله ټوله ورځ جګړه وه بیشمار هندو فوځ د هند له کونج کونج نه د سومنات په خوا راروان وو دهغوی د مخنیوي دپاره د سلطان جنګی دستې هره خوا خپرې کړې وې

سلطان چې بت ته ورسیده خپل جنګي تبر یې پورته کړ پنډتانو په ژړا ژړا د سلطان نه دا هیله وکړه چې بت مات نکړي ددې په بدله کې چې هر څه غواړي ور به یې کړي محمود وویل هغه غواړي چې الله ج د قیامت په ورځ دا ووایي چې چیرته دی محمود کوم چې د پیسو په بدل کې بت وپلوره دا یې وویل او په یو وار یې بت مات کړ بت خالي وو د غیر مسلمان تاریخ لیکونکو دا خبره غلطه ده چې محمود ته چا ویلي وو چې بت کې دننه بیشمیره دولت موجود دی چې پنډتان ددومره زیات مال د ورکړې او د بت د نه ماتولو غوښتنه کوي البته پنډتانو ډیر زیات مال او دولت پټ کړی وو د محمود جاسوسي نظام هره خوا تالاشي نه روسته ډیر زیات مال او دولت دمحمود په لاس ورغی دکوم قیمت چې دهغه وخت دوه کروړه درهمه وو په درجنونو د سرو او سپینو زرو بتان هم محمود ته په لاس ورغلل د سومنات بت چې په کومه خونه کې وو په هغه خونه کې درڼا دپاره هیڅ نه وه خو د خونې په دننه کې هغه ملغلرې او قیمتي غمیو خونه داسې رڼا کړې وه چې په خونه کې دننه ډیر کوچني شیان هم مالومیدل ډیرو تاریخ لیکونکو خو دا لیکلي چې په بت کې قیمتي لال او جواهر موجود وو خو په رښتیا بت خالي وو د بت ټوټې سلطان مکې معظمې او بغداد ته ولیږلې چې لمونځ کوونکي یې د پښو لاندې میده کړي او لمونځ ته لاړ شي څه ټوټې یې د غزني د جامع جومات په دروازه کې وغورځولې

سلطان ښار ته اور ورته کړ کلا په لږ وخت کې ایرې ایرې شوه ښار فتح شو دباندې هندي لښکر وتښتیده هندوانو ته یقین شو چې سلطان د یو ناقابل تسخیر قوت څښتن دی محمود د تښتیدلي لښکر تعاقب هم وکړسلطان د بحر لاره هم بنده کړې وه څه اندازه جنګي دستې یې په کیشتیو کې ګمارلې وې پدې ډول ډیر کم هندوان په تیښته بریالي شول نور ټول په اوبو کې ډوب شول سلطان ټول بتان برباد کړل د ګجرات سیمه یې دیو اسرم ته ورکړه د سومنات په جګړه کې پنځوس زره هندوان ووژل شول دسلطان د جاسوسي نظام په حواله خبر راورسید چې هندوان د ابو راجه پرم دیو په مشري ځوابي حملې ته تیاری نیسي هندو لښکر د سلطان دبیرته تګ د لارې بندولو په هڅه کې وو یعنې خلیج کچ (کوچنی کچ)او مودهیرا پورې سیمه باندې هندو لښکر پړاو اچولی وو دسلطان د لښکر منتظر وو خو محمود ژر خپله لاره بدله کړه او د شمال په طرف کنت کوټ اوسنۍ کانډلا په طرف روان شو د ښي خواد ساتنې د پاره یې جنګي دستې وټاکلې د کانډلا په جنوب ختيځ بحر تنګ یعنې صرف ی۲/۱-۱ میل وو سلطان د بحر نه د تیریدو فیصله وکړه سلطان پسې ټول لښکر په دوه ورځو کې د بحر نه تیر شو دغه وخت د لښکراو قیدیانو د شمیر نه علاوه تقریبا دوه سوه زره اوښان،اسونه او نور حیوانات وو په کنډلا کې موجود بهیم دیو ته چې د سلطان د راتګ مالومات وشو د سلطان د راتګ نه وړاندې وتښتیده د کلا نه ډیر دغنیمت مال تر لاسه شو

د کنډلا نه سیده د شمال په طرف سلطان ډپلونګر کوټ او عمر کوټ د لارې منصورې په خوا لاړ منصوره (پخوانی برهمن اباد تقریبا۴۵ میله په شمال ختیځ د نواب شاه سره نزدې )حاکم ته سزا ورکولو د پاره لاړ ځکه چې نوموړي حاکم د داوود د ملتان د حاکم کومک کړی وو د منصورې حاکم هم قرامطي وو سلطان د هر کار کولو نه وړاندې د الله ج په حضور کې په چیغو چیغو ژړل او د الله ج په در بار کې به یې د کامیابي د پاره دعا کوله دلته یوه واقعه ضروري ده محمود د رن کچ د صحرا نه د تیریدو عمر کوټ د جنوبي صحرا نه شمال په طرف منصوره نه پنج ند او غزني ته تلل غوښتل دا لاره سومنات ته د تلونکو لارو نه مختلفه وه د تحقیق نه مالومه شوه دوه هندي راه بلدو دا پتییلې وه چې دسلطان لښکر په داسې لاره روان کړي چې ټول د تندې نه هلاک شي دغو کسانو ته ددې لارې مالومات وو چې په دغه لاره اوبه نه مونل کیدې دغه راه بلد د لښکر مخ کې وو تر دریوو ورځو د اوبو هیڅ نښه ونه لیدل شوه خلک د تندې نه بیحاله شول اخر دغه دواړه راه بلد د سلطان په مخ کې پیش کړل شول مالومه شوه چې دغه دواړو ټول عمر په سومنات کې خدمت کړی وو ځکه یې د سومنات بربادي نشوای زغملای ددې دپاره په دهوکه د سلطان د لښکر سره راغلي وو تر څو د سلطان لښکر تباه کړي سلطان دواړه ووژل لښکر یې هملته ودراوو د شپې په تیاره کې سلطان الله ج ته په سجده پریووت سلطان د حضرت شیخ ابولحسن خرقاني خرقه راوویسته د لښکر د سلامتي دعا یې وکړه یو دم په شپه کې رڼا په نظر راغله فورا هغه خوا ته عسکر ولیږل شول کله چې سهار شو په زیاته اندازه اوبه هلته وموندل شوې دیو تاریخ لیکونکي په آند سلطان د سهار په وخت څه مرغان لیدلي وو همغه خوا ته یې لښکر روان کړ لښکر اوبه وموندلې

د سلطان راتګ خبر چې د منصوره حاکم ته ورسیده د سند له سینده پورې ووت د خرماوو په ځنګلونو کې پټ شو مګر د سلطان تیز رفتارو سورو ځنګل محاصره کړ د منصورې حاکم سره د ډیرو کسانو ووژل شول د سلطان لښکر د سند د سیند سره سره د پنج ند په طرف مخ په وړاندې لاړ په لاره کې جټانو دسلطان د لښکر وروستنۍ دستې زیاتې په تنګ کړې جټان د سیند په غاړه په ځنګلونو او ټاپو ګانو کې پټ وو د جټان د لوټ او تالان په وجه په سلګونو عسکر ووژل شول په زرګونو حیوانات یې جټانو ونیول سلطان دوی ته په اینده کې دسزا ورکولو هوډ وکړ سیده غزنی ته ۱۰ د صفرې ۴۱۷ هجري ۱۲ اپریل ۱۰۲۶ عیسوی کامیاب او کامران ورسیده دسلطان دغه کامیابي په رښتیا د اسلام په تاریخ کې لویه کامیابي ده په دې کامیبي باید هر مسلمان فخر وکړي د سلطان ددې لویې کامیابي خبر په ټول عالم اسلام کې خپور شو په هر کور کې خوشالي شوه د سلطنت په هر ځای کې جشنونه ونیول شول دوخت خلیفه سلطان ته ددې کامیابي په وجه بیشماره نومونه او لقبونه ورکړل.

2 thoughts on “د سلطان محمود د سومنات لویه فتحه ۴۱۶-۴۱۷ هجري”
  1. ستانکزی وروره سلامونه اودرنا وې مې ومنی.ګرانه وروره ! موږ نه پوهیږو چې بت شکن به څوک وې ؟ دا ځکه چې دتقریبا ۱۴ کلونو را هیسې ډیر خلګ وا یې چې اصلې ولې اوبت شکن دغه دی چې دبا میانو بتان یې مات کړه ! چې په نتیجه کې په میلیارډو انسانان یې دبتانو دعبا دت څخه وسا تل.
    او داخبره به څنګه وې چې دغه دبا میان بتان نه صحابه کراموچې کوم وخت یې داسلام مبا رک دین زموږ ګران هیواد ته راوړی ، نه غزنوې صا حب او نه احمدشا ه با با مات کړه ! دا عجیبه خبره ده.اوس سړی نه پوهیږې چې کوم اصلې بت شکن او کوم جعلې بت شکن دی.

  2. واثق ګله ! زما په اند بت شکن غزنوې دی ځکه چې دخدای درضا لپا ره یې سومنات مات کړ. نه یې دبیت المال الوتکه اونه یی دمظلومو افغانانو ټانک او تیل مصرف او استعمال کړه. نه یې دمنا فقینو په هدا یت (ختیځ ګاونډی هیواد) سومنات مات کی. دبا میانو دبت خوهیچا عبا دت نه کوی. دسومنات خو خلګو عبا دت کوې. دبا میانو دبت په ما تولو کې خو صرف دګا ونډې هیواد فرمایش وو چې دوی غوشتل چې وځان ته ما لومه کړې چې افغانان تر کومې اندازې پورې زموږ اوامر منې. دملا فضل الرحمان څخه یې په (BBC ) کې پو ښتنه وکړه دبتانو دما تولو په با ره کې ده وویل چې دا ښه کار وسو. دراډیو نطاق پوښتنه ځنې وکړه که تا سې بخپل هیوادکې که واک ته ورسیږی تا سې حاضر یا ست چې دخپل ملک بتان مات کی؟ ده وویل چې زموږ ملک ځا نته جلا قانون لرې !!! داچې موږ افغانان به کله خدای پوه کړې ؟ والله اعلم

ځواب ورکول مختا ر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *