څو ورځې دمخه د هندوستان په جیپور (ګلابی) ښار کې د سلطان علاءوالدین د فلم پرضد سلګونو راجپوتانو له تاوتریخوالی نه ډک لاریون وکړ، لاریون کوونکو غوښتل چې د فلم سناریوله سره ړنګه او د افلم نندارې ته وړاندې نشی، سره له دې چې دا فلم په ډیر لوی لګښت او کړاونو جوړ شوی.

د بالیوود د نړۍ شهکار( سلطان علاءوالدین) فلم :

د فلم اصلی داستان دسلطان علاءوالدین خیلجی مینتوب په یوه راجپوتي ډیرې ښکلې نجلۍ چې (رانی پادما واتی ) نومیږی، راڅرخی ـ سلطان علاوالدین په دې نجلۍ زړه بایلی او تروسه هڅه کوی چې خپله یې کړی، خو په آخر کې نجلۍ ځان اور ته غورځوی او همالته ستی شی، د دې مینې او کیسې په هکله په څوارلسمه پیړۍ کې مالک محمد غیاثی، شعری ټولګه لیکی چې له مینځ پانګې نه یې د فلم د سناریو په جوړولو کې هم کار اخیستل کیږی.

د فلم مرکزی کریکټر (سنجی لیلا بهان سالی ) چې د ښایسه (رانی پادما) د سلطان د مینې په رول کې راڅرګندیږی چې له همدې امله د لاریون کوونکو له تاوتریخوالی سره مخامخ شوه، په فلم کې د سلطان علاوالدین ترهګریز رول (رانویرسنګ) لوبوی، لاریون کوونکی د (رانویرسنګ) رول د پاکستانی اجمل قصاب (د بمبی دچاودنې تورن) او د حافظ ترهګر د بریدونوپه څیر غندي او وایی چې د دې فلم ښودنه، ترهګرۍ په دود بدلولای شی.

سلطان علاوالدین خیلجی څوک وو؟

سلطان علاوالدین خیلجی ، په هندوستان کې دخیلجیانو دپیراړوند مسلمان پا چا تیرشوی، او هغه مهال چې دده تره سلطان جلال الدین خیلجی په معزالدین کیقباد باندې  بری وموند په کال۱۲۹۰زیږدیزپه هند کې دسلطنت په ګدۍ کیناست او دامیر تزک په نوم یې په۱۳۰۳زیږدیز کال د(چتور) کلا له (راتن سنګ ) نه ونیوله او سوبمن شو، سلطان علاوالدین د خپل دتره له لور (ملکه جهان) سره لا پخوا واده کړی وو.

د اسلامی سلاطینو ظلم په هندوستان کې:

د اسلاطین په د وډلو ویشلای شو:

الف: افغان پاچاهان، لکه سلطان محمود غزنوی، شیرشاه سوری، لودیان (ابراهیم لودی، سکندر لودی، غوریان لکه سلطان غیاث الدین غوری او سلطان شهاب الدین غوری او بالاخره ستر امپراتور احمد شاه بابا.

ب : مغول: دمغولی پا چا هانوپیر چې له پنځلسمې پیړۍ تر اتلسمې زیږدیزې پیړې پورې رسی هم په دوبرخو لکه داورنګ زیب پا چاهی دظلم دوره اوبل کلتوری اولرغونی پیر لکه بابرشاه – همایون شاه – شاه جهان اونور .

ظلم د څه لپاره: پښتانه وایی ( چې خورې یې نوپه خندا يې خوره ) خوشحال خټک له همدې مغولو دومره کرکه درلوده چې خپل وصیت کې یې ویلی وو چې ما هلته ښخ کړی چې حتی د مغولو د آس د پښو ګرد (دوړه ) زما د قبر خواته را نه شی دبایزید روشان مبارزه خو څه کوی، په هر صورت له مطلب نه لرې نه ځو، د هند دنیمې وچې خلک ډیری نرم خلک او افغانانو سره سخته مینه لری، خوددې پاچاهانو له کړنو نه سر ټکوی ، د ډیلی ښار په زړه کې ډیر ښکلی اولوی بڼ د ( لودی ګاردن) په نوم ښیرازه دی، چې ددې بڼ په مینځ کې دابراهیم لودی مقبره هم شته ، خوله بده مرغه هیڅ پاملرنه نه ورته کیږی اولامل یې هم دافغان پاچا هانو له تاو تریخوالی ډک چلند بلل کیږی – خوهمایون ټامپ ، قطب منار ، تاج محل اونورو مغولی آثارو ته سخته پاملرنه کیږی.

له دې سره باید ووایو چې دخیلجی پا چاهانو چلند هم افغان پاچاهانو ته ورته ګڼل کیږی خو له نیکمرغه ښه شوه چې ددې فلم سناریودلاریونکوونکو له خواد پاکستانی اجمل قصاب او حافظ دکړنو په څیر وبلل شوه .

سرچینې : اندیا تودې  اوspeakingtree.in

8 thoughts on “د سلطان پر ضد لاریون | عبدالرووف لیوال ”
  1. سلامونه لیوال صاحب ته!
    لیکنه می ولوسته خو یو ځای لیکل شوی سلطان علاو الدین خلیجی څوک وو خوبیا سم نه دی تشریح شوی، چی خلیجیان څوک وو؟ پوښتنه ځکه راته ډیره مهمه شوه چی تاند په یو بل عنوان کی (سختدریځي هندو مشر د فلمي ستوري د وژلو لپاره جایزه وټاکله ) لیکی (د پادماواتي کیسه په همدې نوم د ۱۶ پېړۍ له یوه تصوفي حماسي شعر څخه اخیستل شوې ده چې د راجپوت یوه زړه وره او ښکلې ملکه د دې لپاره چې د ډیلي پښتون
    پاچا علاالدین غلجی (خلجی) یې ژوندۍ ونه نیسي، غوره ګڼي چې ځان ووژني. ) خو تاسو لیکلی دی چی (له دې سره باید ووایو چې دخیلجی پا چاهانو چلند هم افغان پاچاهانو ته ورته ګڼل کیږی)نو دا دواړه خبری یو دبل متضاد دی نولوستونکو ته لږ وضاحت پکار دی
    مننه او کور ودانی

  2. سلامونه لیوال صاحب ته!
    لیکنه می ولوسته خو یو ځای لیکل شوی سلطان علاو الدین خلیجی څوک وو خوبیا سم نه دی تشریح شوی، چی خلیجیان څوک وو؟ پوښتنه ځکه راته ډیره مهمه شوه چی تاند په یو بل عنوان کی (سختدریځي هندو مشر د فلمي ستوري د وژلو لپاره جایزه وټاکله ) لیکی (د پادماواتي کیسه په همدې نوم د ۱۶ پېړۍ له یوه تصوفي حماسي شعر څخه اخیستل شوې ده چې د راجپوت یوه زړه وره او ښکلې ملکه د دې لپاره چې د ډیلي پښتون
    پاچا علاالدین غلجی (خلجی) یې ژوندۍ ونه نیسي، غوره ګڼي چې ځان ووژني. ) خو تاسو لیکلی دی چی (له دې سره باید ووایو چې دخیلجی پا چاهانو چلند هم افغان پاچاهانو ته ورته ګڼل کیږی)نو دا دواړه خبری یو دبل متضاد دی نولوستونکو ته لږ وضاحت پکار دی
    مننه او کور ودانی

  3. ښاغلی اومنلی حقمل ته سلامونه !دخیلجی کهول په هکله دتاریخ په حواله دوه روایته شتون لری :
    الف : داهغه افغان ترک کهول دی چې دمنځینۍ آسیا نه په دولسمه پیړۍ کې هندوستان ته کوچیدلی بل روایت چې کره بریښی داکورنۍ په قلات غلجایی (خیلجی )پورې تړی چې په قلات کې یې ستره کلا پاتې ده اوله قطبالدین ایبک سره هند ته تلی اوبیا پاچایی ته رسیدلی خوددوی دپاچایی دوره لنډه ده مانا داچې له ۱۲۹۰تر۱۳۲۰ پورې یعنی جلال الدین فیروز خیلجی ، علاوالدین خیلجی اوشهاب الدین عمر چې دعلاوالدین خلجی له هندوې ښځې نه یې زوکړه شوې او څو میاشتې په واک کې ووـ په هندوستان کې سک راجپوتان سخت دریځه خلک دی اود مسلمانانوپه مقابل کې عقده من او دهغې جایزې وجه هم همدا کیدای شی- که چیرې دا موضوع ژوره وڅیړوډیره به اوږده شی – بیاهم مننه زما دلیکنې دکموالی او نه ژورتیا له امله چې تاسو زغملې

  4. Shāyista Khān
    (Jalal-ud-din)
    جلال الدین ‎ Malik Fīroz
    ملک فیروز خلجی‎ 1290–1296
    Ala-ud-din
    علاءالدین ‎ Ali Gurshasp
    علی گرشاسپ خلجی‎ 1296–1316
    Shihab-ud-din
    شھاب الدین ‎ Umar Khan
    عمر خان خلجی‎ 1316
    Qutb-ud-din
    قطب الدین ‎ Mubarak Khan
    مبارک خان خلجی ‎ 1316–1320

  5. د غور واکمنان ترکان نه بلکې غلجی پښتانه او بیا په غلجیو کې د سهاک لوی ټبر پورې اړه لري چې د چنګیز تر راتګ پورې په غور کې واکمنان ول. ابراهیم خیل ، اوریا خیل ، خدرخیل ، ګدای خیل ، حسین خیل ، تره خیل ، علی خیل ، توتا خیل قومونه ټول د سهاکو اولاده ده چې تیت او پرک له زابله تر غزني ، میدان ، لوګر ، کابل ، ننګر هار ، لغمان ، کندوز ، بغلان ، بامیان او نورو ولایتونو کې لا اوس هم اوسیيږي.

  6. استاد عبد الرووف لېوال ته همدومره وايم چې که غواړي ځان او حقمل او نورو ته زما (( پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې ۳۲۶ او ورپسې نور مخونه) ور پر گوته کړئ چې بايد کشر لېوال به زما له خوا در ډالۍ کړی وي، د تورکي خلچيانو او پښتني غلجيانو پوره توپير سپيناوی يې کړی دی که نه ترې يې واخلئ !
    په پښتني- افغاني مينه ستاسې د ټولو منندوی زيار

  7. لیوال صاحب، زیار صاحب او شاهین صاحب له ټولو مننه او کور مو ودان ځواب مو قانع کوونکی وو خو اوس به د لازیاتو معلومات لپاره مطالعه کوو کله کله یوه کلمه لوستل سړی اړ کوی چی کتاب ولولی. الله مو ژوندی لره.خیرونه یووسۍ.

  8. ښاغلی ، منلی اودروندعلامه زیار ته سلامونه!دترکی غلجیانو اوپښتنی غلجیانو دتوپیر په هکله به ستاسومعلوات هرومرو زه ،ښاغلی حقمل اوښاغلی شاهین افغان ولولی .په درنښت ، خدای مو جوړ لره

ځواب ورکول Zyar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *