تاند- د افغانستان ولسمشر او د هند صدراعظم نریندرمودي نن /شنبه/ د هرات په چیشت شریف ولسوالي کې د سلما بند، چې د هند- افغانستان د دوستۍ بند نومول شوی، پرانیزي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون هرات ته لاړ.

دا پروژه هندي او افغان انجنیرانو له ګڼو امنیتي ستونزو سره سره بشپړه کړه.

هندي انجینران به د میاشتې یو ځل د هیلي کوپتر په ذریعه رسول کېدل.

دا بند هغو طالبانو، چې د ایران له لوري یې ملاتړ کېږي، جوړېدو ته نه پرېښودل کېده. په ځلونو یې پرې حملې کړي، یو شمېر کارګر او ساتونکي یې وروژلي او ځیني تخنیکي وسایل یې ورڅخه وړي دي.

د بند لپاره وسایل له هند څخه د سمندر له لارې د ایران بندر عباس او له هغه ځایه په کانتینرونو کې افغانستان ته راوړل شوي دي.

د سلما بند لپاره سیمینټ او چاودېدونکي مواد له ګاونډیو هیوادونو راوړل شوي.

د بند په اړه ځیني اساسي معلومات

Salmaد سلما بند، چې له هرات ښاره ۱۶۵ کیلومتره لېري دي، په ۱۹۷۶ م کال د محمد داوود خان د جمهوریت په دوره کې جوړ شو خو د ثور د کودتا او ورسره جوحت د ناامنیو له پیلېدو سره یې کارونه بشپړ نه شول.

په کورنیو جګړو کې دا بند زیات زیانمن شو. په ۱۹۸۸ کې  هند (WAPCOS Ltd.) کمپنۍ د دغه بند د بشپړولو لپاره چمتووالی وښود خو تر ۲۰۰۶ م کال پوري د بې ثباتۍ له کبله پر بند کار ونه شو.

هند د دغه بند د جوړولو ۲۷۵ ملیون ډالره لګښت په غاړه واخیست.

دا بند، چې د هرات په چست شریف ولسوالي کې دی، بالاخره جوړ او نن (شنبه/ جون۴) د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د صدراعظم نریندرمودي له لوري رسماً پرانستل کېږي.

سلما، چې اوس د افغان- هند د دوستۍ بند نومېږي، ۴۲ میګاوواټه برېښنا تولیدوي او د دې ترڅنګ ۷۵ زره هکتاره مځکه خړوبوي.

د دغه بند د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ۶۳۳ ملیون مترمکعبه دی. د بند لوړوالی ۱۰۴،۳ متره، پلنوالی ۵۴۰ متره او ژوروالی ۴۵۰ متره دی.

دا بند د ۱۵۰۰ هندي او افغان انجنیرانو او کارګرو له لوري په خورا سختو شرایطو کې جوړ شو.

5 thoughts on “د سلما (افغان – هندي دوستي) بند نن رسماً پرانستل کېږي”
  1. دمودی غوندی هندو نه صدقه شه
    هزاران کلمه ګوی مسلم ټګان
    پاکستان د جهاد کوردی ورانول کړی
    راشه ګوره دکافر هندو احسان
    افرین دی دهندو په دا دوستۍ شي
    خدایه ته ورته اباد کړی هندوستان
    دهغه مسلمه خدایه امان راکړې
    چې يې شکل دانسان وی نور حیوان
    زه زخمی درته دعا کوومه خدایه
    مونږ چې سوځي شین لوګی کړې پاکستان

  2. Salamoonah,

    Allah de d`Afghanistan tamamo dostano aw pa zakgerry ddawl Hindustan ta khayr aw khoshhali nasib krry , aw Afghan Qahraman security pfawzonu ta d ttol hewad aw aa`ma gatto zayonu d satilo aw Emniyet ttingawlo tevfiq werkrry Aamin.

    Yawa xabirah d yadewlo warr gannim che d nann wrazy taand top xaber ( d Afghanistan ter ttolo lwarr nishan=d`Amanullah xan nishan!…) aks(photo) ki sha ta wagoriy : yawa kalima Pashtu nasta? . D`fachist iranyano farci , aw d`Amanullah xan dochmanano Engrizano jaba likl swy mager Afghany=Pashtu + Hindee na da likl sway????Walae!

ځواب ورکول انجنر محمدولی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *