تاند- د افغانستان د مشهور شاعر او لیکوال سلیمان لایق د ژوند په اړه دا مستند فلم ښاغلي محبوب الله خان جوړ کړی دی.

13 thoughts on “د سلیمان لایق د ژوند په اړه د محبوب الله خان مستند فلم”
  1. لایق صيب! مې اوس لا ښه وپېژندل، دا چې ښاغلی لایق صيب! تر اوسه پورې څلورويشت اثار لري، ما يې يواځې د چونغر ترانې لوستې دي.
    لایق صيب! ته دې الله ج لا اوږد ژوند ورکړي، رب دې سرلوړی لري.
    د لايق صيب! دا خبره چې خلک هسې د شوتلې پګړۍ راتړي، دا زموږ د سيمې يو وګړنۍ نومونه ده، هغه وايي زه د همدغه کتاب په مټ سړی یم.
    مصور بنسټ ښکلې ډايکمنټري پرې جوړه کړې وه
    محبوب الله ته دې الله نور هم توفيق ورکړي، چې د نورو ليکوالو پر ژوند دغسې ګټور مستند فلمونه چمتونه کړي.

  2. لایق که اسمان ته هم وخیژي لا یې هم په بالله که ومنم، علت یې دادی چې

    په کورکې پاړسي وایې د باندي پشتو، تاسو وګورۍ اولادونه یې زاړه شوه خو پشتانه نه سوو

  3. محبوب اله خان اشنا ته سلام: زحمت خو دې ګاللی! لیکن همدا شیبه مې له یوه ادبې انډیوال سره د لایق صیب پر کړنو بحث در لوده، هغه راته په لنډو وویل، چې: همدا د غلام مجدد مشهور په لایق د ((ګرم شه لا ګرم شه)) تراني برکت دی چې پشتو رټنه او پشتون وژنه لا هم په درز روانه ده. د وطن مور مو په سرو لمبو او سرو وینو کې غوپه ده او دوطنپال شهید داودخان او دهغه د معصومو بچو ارواح به یې له دې وجې هم ونه بښي، چې ((فرعون)) یې ورته ویلي

    1. غل سړی له کوره شړی نه تر ګوره
      بله دا که په سیاست پسی ګرځی نو په وطن کی که اوس سردار داود اوداکټر نجیب هم ژوندي ول خو په ولله که موبی بدو پریښی وو
      په سیاست پسی یی مه ګرځه قلم ته یی ګوره په رییشتیا څه په اوسنی دورکی يی ساری نه وینم او تری منندوی یم زما خوښ دی په ریښتیا څه په وطن مین دی الله دی ښه ژوند ورکړی

      1. همت صیب د پام وړ
        غل سړی له کوره شړي نه تر ګوره!) دا ستاسو خبره ده، ما به غلام مجدد لایق صیب ته دا صفت نه و کارولی، لیکین د پشتو یو بل متل هم شته وایې:
        که شپه تیاره ده مڼي په شمیر دي
        تاسو وایاست چې په اوسني دور کې یې ساری نه وینۍ، دا خبره ستاسو زړه ته ځکه لویدلي، چې یاخو د لایق د کل د ادیبانو له شهکارونو ناخبره یاست اویا مو د ځوان کل شاعرۍ ته په ځیر نه دي کتلي. او یا هم دخپل ذوق او شوق له مخي لا هم انقلابي او طبقاتي شعارونه تر ادبي هستونو ډیر درته درانه شکاري
        که د لایق صیب له شعارونو څخه د طبقاتي ګرویږنو او اندونو تومنه ایسته کړو، نور نو داسي څه پکې نه شته چې یوه افغان بنیادم ته دي د الهام زیری ور وبښي او یادي ملي روحیه ور پیاوړي کړي. د لایق شاعري کرکه او بلوا پالي ، وینې تویول غواړي. سوله، وروري، تفاهم او توافق ته هډو هیڅ لیوال نه شکاري.او په وطن کې همدا ننی خونړی ناتار د هماغه انقلابي ترانو او شعارونو د څرک پایله ده!
        بله خبره دا چې غلام مجدد طبقاتي او انقلابي شاعرۍ ته هغه وخت ملا وتړله چې مرحوم پلار یې ملا عبدالغني اخوند، د شاهي دربار له باور څخه د ناوړه استفادي له مخې د شاه محمودخان له خوا له امامت څخه ورټل شو،پدې هکله د شوربازار د حضرتانو منځګړیتوب هم ګټه ونه کړه، لیکن شړل شوي امام د خپلي چالاکۍ او د وزیرمحمدګل خان دلوریني له مخي په ایبک کې د خدای زور دولتي ځمکې ګونډه کړي او ستر «فیوډال» ور څخه جوړ شو،خو د سلطنت په وړاندي عقده یې سړه نه شوه.غلام مجدد د خپل پلار د غچ اخیستو په موخه له خلق سره یو ځای شو او پر ځان یې سلیمان لایق نوم کیښود.د زحمتکښانو د حقوقو د دفاع تر چتر لاندي یې انقلابي شعارونو ځوان ذهن زولانه کړ. نور بیا

  4. لایق یو جذبه لرنکی شعار، سیاستوال او د علم پلوی شخصیت دی. د غلامانو سرود کتاب یې ما او زما همکار ته ډالۍ کړ. تیره اونۍ مو یو زبردست روغبړ ورسه درلود. د خپلو تجربو او پښتو ژبې پر لهجو راسره وګړید. په والله چې ډېر خوند یې وکړ. په خپلو خلکو یې زړه سوځي او سوځیدلای دی. هیوادوالو ته یې کار کړئ دی او لا کوې یې. که څه هم ۸۶ کلن دی خو اوس هم له جذبې ډکې او پر ځای دلایل او خوږې خبرې کوي. اوږد ژوند ورته د الله پاک له دربار څخه غواړم.

  5. ګران لایق صاحب بسیا اوخوشاله اوسې ،
    فلم مو دې ولید کوریې آباد چي ستاپه باره کې دغه کار ته اوږې ورکړې . ښه کار و انګریزان وایي
    you deserved the best .
    خو یوه تیروتنه مو سمه کړئ او هغه داچی علومو اکادیمی د ډاکتر نجیب الله اونورو ښاغلو په دوران کې جوړه نه ده بلکی د روسانو تر خونړۍ یرغله دمخه جوړه شوې ده او تاسې یې لومړنۍ مشر نه یاست ، تاسې دغه ارګان ته لږ وروسته راغلی یاست ، دعلومو اکادیمی لومړني مشر ارواښاد پوهنتوال ډاکتر ګل محمد نورزی دی چي په ادبیاتو کې داکتري درلوده او په خپله څانګه خوشال پیژندنه کې با صلاحیته استادو.
    که دهغه استاد نوم یاد نه کړو لږ به له انصافه لرې خبره وي
    رزین ګل له اندیا .

  6. Let’s elevate ourselves from Sultan Mahmood Ghaznawi and Khushal Khan Khatak bygone era, when poets were considered genius and their poetry were then rewarded with nothing less than mouthful of gold.

    In today’s advanced thinking standard, poetry is one of the simplest form of art that can be learned with a few readily available art-technique.

    To proof the point, just open the classified section of any major western newspaper and you will find that ” song writers ” are one of the lowest paid occupation with plenty of takers.

  7. د ښاغلی سلیمان لایق صیب په شعر او شاعرۍ کی خو هیڅ د شک ځای نشته او هغه پدی ډګر کی ډیر برلاسۍ او نوښتګر شاعر دۍ چی بیخی د ستاینی او درناوی وړدۍ،مګر خبره د ښاغلی لایق صیب په سیاسی اندونو باندی ده چی د نوموړی شعری نوښت او ځانګړتیا یی اغیزمنه کړیده او ډیر د نظر خاوندان بیا د نوموړی ارزونه له همدی کړکۍ څخه کوی. دنوموړی دسیاسی لید په اړه تر ټولو غوره بیلګه بیا په افغانستان کی د پخوانی شوروی اتحاد وسله والو ځواکونو لومړنۍ قومندان(الکساندر مایوروف) ډیره ښه بیانوی او هغه داسی چی وایی: سلیمان لایق چی ژباړن هم ورسره وو زما دفتر ته راغۍ او خورا په غوصه وود خولی واښکیو یی ځک کړۍ وو، نو زما سره د لیدلو په مهال ما دکیناستلو ورته وویل مګر دۍ (سلیمان لایق ) لاهماغسی ولاړ وو او بیا یی مخ ژباړن ته ور وګرځولو او هغی ته یی وویل چی ورته (ما الکساندرمایوروف) ووایه چی زه له پلاره،پلاره او پښته پښته پښتون یم او بله داچی تاسی همدا اوس لدی ملک نه ووزۍ!؟ جنرال مایوروف زیاتوی چی نوموړی (سلیمان لایق) دا غوښتنه پداسی ډول وړاندی کړه لکه یو ماشوم چی له مور څخه مڼه غواړی، او ده دا هیر کړی وو چی دی هیواد ته زما او د شوروی ځواکونو راتګ کومه ځانی پریکړه نده بلکه تر شا یی دشوروی اتحاد د لوی هیواد ولاړ دۍ؟!

  8. لاىق صيب دى ژوندى وى، زموږ د هيواد پياوړى ليکوال ،اديب، شاعر او سياستګر شخصيت دى چاچى پنځه مينټه لييدلى بيايى ا
    په ژبه او قلم مين شوى.
    خو دا هم بايد هير نکړوچى يو نيم د “جهاد” او جهالت په خره سپور شيخ او ملا هم پيدا کيږى چه د پښتو ادب او سقافت ددى ځلانده ستورى مزمت کوى .
    دلته حاجى زمان يو د هغو کسانو نه ده چى د نورو تنګ نظرانه اتهاماتو تر څنګ يى دا ښکرور درواغ هم و يلى چى ګواکى دلاىق پلار په ايبکو کى د سلطنتى کورنى د مشرانو لخوا بلا مځکى او امتيازات تر لاسه کړى .
    زه په ايبکو کى زيږيدلى او ستر شوى يم. لايق او د هغه پلار هلته کى جريب او بسوه خو پريږده چى يوه لويشت ځمکه او پتى هم نلرى.

    ل

  9. سلام
    رښتيا هم شپه که تياره ده مڼې په شمار دى.
    مدبر، عالم، څېړونکئ، مېړنئ او باتور زمونږ پښتني کلتور او فرهنګ کې ځان ته مانا او تعريف لري د شپې په دې تياره برخه کې ډيره مهمه او اساسي خبره داده چې يو عالم، شاعر، پوه او مخکښ ځنګه د بل چا په دروغجنې تيوري تير وځي او که چيرې تير وتلئ هم وي اوس کولاى شي چې په خپله هم دا سرکوزي چې کړکېچ هېڅ پاى نه لري خپل دلايل وړاندې کړي. د شاه او باش ، زنده باد اومرده باد خبرو ته هېڅ اړه نشته
    ليرې به نه ځو که کمونست ياست مه په غصه کيږي حقيقت او واقعيت څخه سترګې مه پټوي، که رباني ته تاسې د شهادت درجه ورکړي او لايق ته د زعامت نو ددې هېواد مظلوم ولس ګناه څه ده لاتر اوسه په نړۍ کې داسې عالم نه دي تير شوى چې د کمونيزم په واهي څو ټکو افسانې تيروتلي وي او بيا همدا کاسه او کپړي د امپرياليزم په دسترخوان ناست او سر مقالې ليکي.
    فکر کوم چې د مڼي په شمېرو کې ولس بايد سکون غوره کړي موږ خو دسره غوايي ميران پېژنو

ځواب ورکول نجیب صدیقی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *