تاند- د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې له یوې خبرپاڼې سره سم د سمنګان د والي مرستیال غلام سخي بغلانی د کندوز د نوي والي په توګه وګومارل شو.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوی په وړاندیز او د ولسمشر کرزي په منظورۍ د سمنګان ولایت د مقام پخوانی مرستیال غلام سخي بغلاني د محمد انور جګدلک پر ځای د کندوز والي مقرر شو.

د سیمه ییزو اورګانونو ادارې ویلي چې ښاغلی بغلاني د ولایت په چارو کې بشپړه تجربه لري او کولی شي چې د کندوز ولایت ښه اداره کړي.

دې ادارې د کندوز د پخواني والي محمد انور جګدلک د خدمت او بریاوو ستاینه هم کړې ده حال دا چې د کندوز د اوسېدونکو په وینا نه یې خلکو ته کار کړی او نه په تېرو څو کلونو کې چې والي و، په کندوز کې پاتې شوی دی. د دوی په وینا جګدلک ډېر وخت په کابل کې تېراوه او د ولایت چارې یې خپل مرستیال ته پرې ایښې وې.

همداراز اوازه ده چې د هلمند پخوانی والی ګلاب منګل به د ننګرهار والي وګومارل شي خو د سیمه ییز اورګانونو خپلواکې ادارې تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

جګدلک د کندوز د تېرو والیانو په شان په جمعیت ګوند پوري تړلی و خو د بغلاني د کار او تنظیمي تړاو په اړه معلومات نشته.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د ولایت پر مامورینو او خلکو ږغ کړی چې له ښاغلي بغلاني سره د چارو په ښېګنه کې مرسته او همکاري وکړي.

8 thoughts on “د سمنګان د والي مرستیال د کندوز والي وګومارل شو”
  1. کندز هغه ولایت دی چې خلک یې یو ځل د ملا عمر اخوند له خوا د ای ایس ای او اسامه د ګټو لپاره تباه شول او د هغه د منحوس نظام له ړنګېدو وروسته د کرزي د قدرت طلبیو او خیانتونو قرباني شول. کرزي په تېرو یولسو کلونو کې د مارشال ، عبدالله، قانوني ، ضیا مسعود او نورو د خوشحالولو لپاره د کندز خلک همېشه غلامان وساتل او داسې رویه یې ورسره وکړه چې یوازې له دښمنه یې تمه کېدای شي.په دې ولایت کې د کرزی به وخت کې تل د جمیعت او پنجشیر د ستمی ایتلاف حکومت وي چې د عام ولس په ځورولو او استمثارولو بوخت وي. د کرزي د پالیسیو په نتیجه کې د کندز لږ تر لږه درې لکه پښتانه په پاکستان د افغانستان په نورو ولایتونو کې ااواره دي..
    له کرزي څخه به شورای نظار او له ملا عمر څخه به ای ایس آی خوشحاله شوی وی مګر د کندز خلک تباه شول.

  2. دا خو راته معلومات نشته چې ښاغلی بغلاني کوم قوم او کومې قبلې پوره تړاو لري خو دا مو ځنې هیله ده چې قوم و نژاد پرستي ونکړي او د کندز ولایت خلکو ته په افغاني او اسلامي مېنې سره کار وکړي

  3. حد اقل د کندوز ولس خو له مړزګی بلا نه خلاص شول هغه خو نه د دین وو او نه د … د کرزی بیچاره حکومت داری خو هسی هم د سوال یارانه ده . افغانستان د ده له لاسه په قحط الرجال مرض مبتلا شویدی. د انور جګدلی په شان لټان په ولایت باندی حاکمان دی د قیامت په ورځ به د کندوز خلک د کرزی ګریوان نیسی چی ولی مو داسی لټان او ملی خاینین پر دوی حاکم کړی ول.
    هیله ده چی ښاغلی غلام سخی بغلانی خپل ولس او هیواد ته د خدمت مصدرشی.

  4. په شمال او بالخصوص په قندوس کښی پښتانه دومر ځوریږی او د ستمی او شورا نظار د خلکو د وجی طالبان شوی دی، هلته په لوی لاس پښتانه دی ته مجبوریږی چه خپلی ځمکی او جایدادونه خرڅ کړی. دا تصادف نه بلکه د پلان به اساس دا کارونه ترسره کیږی. کوم والیان چه هم ورځی هغه خو په ژبه پښتانه وی خو بی غیرته پښتانه لکه په نظام کښی چه اوس کوم وزیران، معینان، ریسان او نور لوړ پوړی چارواکی دی، دا ټول محافظه کار کسان دی. دوی نه احساس لری او نه انسانییت او اسلامیت

  5. وايي چي ((ملت گوسفندي لياقت حكومت گرگ ها رادارند)) نور تاسو پوه شي د كندز پشتنو!!!!

  6. دسیمه ایزو اورګانونو اداری باید دکندزدخلکوڅخه پوښتنه کړی وای چی آیا انور جګدلک دی ولایت لپاره څومره موثرؤ یا کم ترکمه دی دښاغلی جګدلک دبریا څوبیلګی وړاندی کړی خواصلی خبره داده چی په هیواد کی نا امنی اودثبات نشتوالی هرڅه بی معنی کړیدی که نه نودولایت چاری پرمخ بیول اصلا یوازی تجربه نه غواړی بلکه دتجربی ترڅنګ تحصیل اوترڅنګ یی دهغه ولایت په هکله پوره مالومات اوځینی نوری لاری چاری دی چی باید دیووالی چی دجمهورریس استازی دی په وجود کی مجسم وی خواوس خیره داده چی نه یوازی دا والی یا هغه والی یاهم هغه وزیرښه مبتکر شخص دی اودلته یا هلته دی په دنده وګومارل شی بلکه ترهرڅه مخکی باید داومنوچی په هیوادکی یوځل امنیت راوستل ترټولو اړین دی که چیری امنیت رانشی هیڅوک هم په ډاډه زړه کار نشی کولای ځکه دهغه ټول حواس دخپل ځان دژوندی پاتی کیدولپاره متمرکز وی خودامنیت راوستل بیا هم یوازی دوالی یا نورودولتی چارواکو کارندی اوترڅنګ باید خلک دامنیت په راوستوکی دزړه له کومی هڅه اوهاند وکړی اوروسته بیا خلک کولای شی له والی څخه کار وغواړی

  7. غلام سخی بغلانی یو جهادی او د ښه مدیرت او په سیمه کی د ښه نفوذ خاوند شحص دی که چیری نوموړی په رشتیا دکندز ولایت لپاره ګومارل شوی وی د ولسمشر ښه پرځای پریکړه کړیده نوموړی په بغلان ، سمنګان او کندز کی او هغه منطقه کی ډیر نفوذ لری او کولای شی چی نوموړی دکندز ولایت د خلکو لپاره ډیر سه وکړی او دپورتنی ملګرو تبصیرو په برخه کی تشویشونه وه چی دا به سوګ وی نوموړی په خټه پښتون او ښه نر پښتون دی

ځواب ورکول شيرزاد عارفي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *