تاند- عبدالکریم خدام چې د سمنګان له ولایته خپله برطرفي رد کړې وه، حاضر شو چې چوکۍ نوي والي عبداللطیف ابراهیمي ته پرېږدي.

خدام د شنبې په ورځ د سمنګان له ولایته برطرفه شو او ابراهیمي یې پر ځای د سمنګان نوی والي اعلان شو خو ده خپله برطرفي غیرعادلانه وبلله او ویې ویل، تر څو چې جمعیت ګوند ونه غواړي د ولایت چوکۍ نه پرېږدي.

نن /سې شنبه/ په یو لړ مراسمو کې، چې خدام هم حاضر و، نوی والي ښاغلی ابراهیمي د سمنګان د ولایت پر چوکۍ کښېناست.

په داسې حال کې چې نوي والي ته د ولایت چارې سپارل کېدې، د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې کلک امنیتي تدابیر غوره شوي وو.

پرون جمعیت ګوند اعلان وکړ چې د سمنګان والي په دغه ګوند پورې تړاو لري او مرکزي حکومت یې لېرې کولی نه شي.

د جمعیت دې اعلان هغه انارشي اوج ته ورسوله چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پیل کړې وه.

2 thoughts on “د سمنګان پخواني والي نوي والي ته چوکۍ پرېښوده”
  1. هههه ښه شو ابراهیمی یې عطا ته هم په اول خط کې ځای پرځای کړ او هم یې کابل ته د عطا لاره پرې ډب کړه

ځواب ورکول سهاک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *