تاند- د پاکستان قضا له پولیسو سره موافقه وکړه چې د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا سمیع الحق مړی دې د نورو تحقیقاتو لپاره له قبره راوایستل شي.
د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، پولیسو له قضايي چارواکو غوښتي و چې دوی ته اجازه ورکړي چې د سمیع الحق مړی له خاورو راوباسي او د عدلي طب معاینه یې وکړي.
پولیس وايي، باید د سمیع الحق د قتل د انګېزې او د قاتل د موندلو لپاره هر لازم اقدام وکړي.
پولیسو تراوسه پورې ۳ تنه د سمیع الحق په وژلو کې د لاس لرلو په شک نیولي دي. پولیسو دا کسان په دې خاطر نیولي چې له سمیع الحق سره یې تر مرګ وړاندې ټېلفوني خبرې کړې وې یا یې له نوموړي سره د ټېلفوني تماس هڅه کړې وه.
د سمیع الحق کورنۍ له قبره د نوموړي له راایستلو سره مخالفه ده او وايي چې دا د مولانا سمیع الحق بې عزتي ده خو پولیس وايي چې په هر صورت دوی خپل تحقیقات بشپړوي او مړی راباسي.
مخکې تر دې چې د سمیع الحق مړی خښ شي، پولیسو د عدلي طب معاینې غوښتنه کړې وه خو هغه مهال هم د سمیع الحق کورنۍ له دې کار سره سخت مخالفت وکړ.
سمیع الحق د روان نوومبر په دوهمه نېټه په راولپنډۍ کې په خپل کور کې په مرموز ډول ووژل شو.
دا هم د خدای ج یو عذاب دی چی پری نازل شوی دی. دا د څو ورڅو مخکی قصه ده چی د مولانا په باره کښي یو داسی سړی وکړه چی ددی پر مدرسه کښی یی درس ویلی دی. یوه ورځ سهار مولانا د سهار د چاوو پر سر ډیر ځان خفه نیولی وو دا هغه ورځ وه چی د طالبانو افغانی او پاکستانی نظامی مسولین هم دد کتلو ته راغلی وو. چا د ددی خنځیر پوشتنه وکړه چی ولی داسی خفه یی ده په ځواب کښی وویل نن شپه می یو بد خوب لیدی! طالبانو تر وپوښتل چی خوب وابه مولانا وویل چی تور ښامار می لیده چی په سینه می پروت وی او ټول طالبان خوری. طالب مشرانو ورته وویل چی معنی یی وایه مولانا صاحبه . مولانا ډیر عاجل وویل تعبیر یی دادی چی د ا د کابل کندهار نوی سړک زما په سینه ښامار دی او په دی به کفار درځی او تاسی به ډیر ژرو وخوری او له منځه به مو یوسی. وطن پلورونکو پاکستانی طالبانو او بعضو افغانی طالبانو ورسره ومنله چی دا تور ښامار چی ستا په سینه پروت دی موږ به یی وژنو بلاخره هماغه وه چی طالبانو د خپلو پاکستانی طالبانو په ملاتړ دغه سړک ټوټی کړ او زمو بیګناه مسافر پری مری او د زرګونو مسافرو ژوند تباه شوو. د ا د آی آیس آی د ملا فتواووی وی چی موژ یی دی حالت ته راورسولو. اوس نو قضاوت ستاسی چی د منفوره څیره به خدای ج وبخښی، موږ خو دا وایو چی الله ج دی له عذابه نه خلاصوی.
دا یی لومړۍ جزا ده چی بی عزته به شی
الله تعالی دی یی د خپلو نورو افغانی او پاکستانی مردارخورو سره نور هم په خپل عذاب ګرفتار کړی
داسی نه چي بیرته را ژوندی سی