معشوق سلطان

هغه مهال کلي اوکلیوال ژوند خورا ښه خوند کاوه

په دوبي هري خواته سړې اوبه بهیدې او په ژمي به له خلوصه ډک سپین ږیري ترلمانځه وروسته د مسجد مخ ته کتار ناست وو، دیواوبل سره به يې د زړه له تله مجلس کاوه .

ځوانان به د میلو پر وخت د غرونو لمنو ته تلل او په سړه هوا کي به کله دیو اوکله د بل ملګري په حجرو کي په خواږه بانډار اخته وو او ترسهاره يې خوږې خوږې خبري او ځیني وخت به يې رباب او منګی هم ملګري وو.

هلکانو به د مسجد له سبقونو وروسته بیلا بیلي کلیوالي لوبي کولې.

نجونو به هم خپل ترمنځ دريې وهلې او ځینو به د اژانتور او نکریزو لوبي کولي.

دخوښۍ په محفلونو کي به کله ناکله تنکیو نجونو ته هم د سندرو ویلو نوبت رسیدی، خو د نوبت وخت به هغه مهال ډیراوږد سو، چي د یوې جګي نجلۍ ږغ به ورسره مل سو.

دغه ږغ به ټولي ښادۍ  ته بیل رنګ ورکړ،سپين سرو ښځو به لاهم ویل : «تاسی چوپ شی داڅومره خوګ غګ دی !»

جګه نجلۍ به په سندریز ښارکي کوڅه په کوڅه ګرځېده چاته به يې پام نه و، خو د خوښۍ په محفل کي د راټولو سویو ټولو ښځو سترګي به په دې کي ګنډلي وې.

په دې اواز کی یو تاثیر و، په دې ږغ کي یو سوز او جلا کیفت نغښتی و، ځکه جګي نجلۍ سندري د زړه له تله ویلې او د سندرو سره يې مینه په خټه کي اخښلې وه.

ورځي، اوونۍ، میاشتي او کلونه یوپه بل پسي تېرسول، ددې د سندریز ږغ اوازې  پر ټول کلي خپرې سوې، هر کلیوال هڅه کوله، چي په خپل کورکي د ښادۍ ښځینه مجلسونه د جګي نجلۍ په خواږه ږغ نورهم ښکلي کړي.

نجلۍ یوازي له سندریز هنر سره مینه لرله، خو نوره نه پوهیده، چي ولي؟

د پلار په زړه راډیو به يې سندري اورېدې لاکن هره سندره يې نه خوښېده او ځیني وخت به يې بیا یوه سندره دومره خوښه سوه، چي خپلو همزولو ته به يې په هره ښادۍ کي له دريې سره په خوند خوند زمزه کوله.

د جګي نجلۍ د هنر اوازې کرار کرار ددې ترمور اوپلار پوري هم ور ورسیدې.

نجلۍ ساده پښتنه وه، یوازي يې د زړه  زنګ په سندرو او دریه وهلو لیري کاوه، خو

پښتني چاپیریال او بیا کلیوالي ژوند کله دومره خپلواک دی، چي د چا ځوانه خوراو لور دي په سندرو ویلو وپيژندل سي؟

جګي نجلۍ ته خپل عمر او خوږ ږغ دواړه بلا سول.

که څه هم د پلار په ټینګار له سندرو لیري سوه ، مګر سندریز وږم يې لا په زړه کي غزوني وکړې

په کورکی د ډوډۍ او دېګ پخولو پرمهال به يې شاوخوا وکتل، چي مشران به نه وو، نو سندریز ږغ به يې یوازي له دیوالونو سره ټکر سو.

پر جګي نجلۍ، چي به هرڅومره چاپيریال تنګې دی، هغومره به يې په زړه کي سندریز شور ډیری دی اودا شور و، چي ددې ږغ له راډیو، ټلویزیون، سټیج او فلمونو له لاري تر زیاتو خلکو ورسیدی.

«د زړه ټکوره لیونۍ درپسي شومه

لمبه دي کړه د سترګو توره !! »

«خبرجانانه کلي قام شولو

لیونی عشق می بدنام شولو»

اوس نو د جګي نجلۍ اواز خلکو د معشوق سلطان په نامه پيژندی او داسی ورځ نه وه، چي ددې سندري به له راډیو څخه نه خپرېدې.

دیرش کاله يې سندري وویلې اود خوښۍ محفلونه يې نورهم رنګین کړل، خو چي ناروغه سوه، نو د نورو پښتنو هنرمندانو په ډول يې چا پوښتنه لا ونه کړه.

څو ځله يې په روغتون کي داخله کړه، خو بیايې هم د پوښتني څوک پیدانه سو او یوازي يې سندرو ته مینه والو سرونه ښورول.

بالاخره معشوق سلطان د نورو پښتنو هنرمندانو په ډول همداسي په زړه غمجنه له دې دنیا سره مخه ښه وکړه

پښتانه د هنرمینه وال دي، خو افسوس، تراوسه لا اکثره پښتانه هنرمند ته په سمه سترګه نه ګوري اود توهین د مفکوري پربنسټ يې د«ډم» په نامه يې یادوي.

هرپښتون له موسیقۍ سره مینه لري، خو افسوس د هنرمند په کیسه کي نه دي.

دلته هنرمندان په کلونو کلونو زموږ خوښي يو په دوه کوي، مګر افسوس، چي ناروغ سي ، بیا يې نوم هم زموږ هیرسي.

موږ یوازي ترپښو لاندي مځکي ته ګورو، خو پرمختللي ملتونه ډیر لیري ګوري

۱۹ – ۱۲ – ۲۰۱۶

کندهارښار – چوڼۍ

یادښت: تیره ورځ پېژندل سوې پښتنه سندرغاړې معشوق سلطان د۶۴ کالو په عمر وفات سوه

نوموړې په ۱۹۵۲ کال د پښتونخوا په سوات سیمه کي زېږېدلې او اصلي نوم يې (ماه جبین) و.

اغلي سلطان پر راډیو، ټلویزیون او فلمونو سربیره په سلهاوو کیسټونه(فیتې) هم ثبت کړي وې

———–

دغه کالم د (سرخط) ورځپاڼي په ۳۹۹ ګڼه کي هم خپور سوی دی.

2 thoughts on “د سندرو د ښار جګه نجلۍ/ محمد ابراهیم سپېڅلی”
  1. خدای دی رحم ورباندی وکړي زمو نږ د پشتو د ادب هغه ګل و چی سبا به بیا د هغی په را ژوندی کولو به ډیر تاوانونه کیږی خو….

ځواب ورکول جمیل خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *