ورځي وړاندي پر سنګین باندي ناورین و. د ملي اردو کي ځینو خپل سرو سرتيرو پره یوه واده باندي د هاوان (هوايي راکیټ) بریدونه وکړل چي په پایله کي یې ۳۱ تنه ووژل سول او ۵۰ پکي ژوبل سول. ولسي خلکو د دې کار په وړاندې سخت غبرګون وښود او له سنګینه لښکرګاه ښار ته راغلل. په هلمند کي مدني فعالانو، ژورنالیستانو او نورو ښاریانو هم ملاتړ وکړ. د ولایت مقام مخي ته یي د لاریون په موخه خیمه ووهله او د ولایت مقام دروازه یي بنده کړه. ولایتي شورا، ولسي جرګې او مشرانو جرګه کي د هلمند د خلکو استازو هم سخت غبرګون وښود. هلمند مدني ټولني اعلامیه خپره او د لاریون ټینګه ملګرتیا یي پیل کړه.
پر خواله رسینو باندي هم ځینو فعالانو د سنګین ږغ پورته کړ، د سنګین د خلکو د ملاتړ او ننګي په موخه يي سخته مبارزه وکړه. د هغوی مبارزه د ستایلو ده، خو ځینو بې شرمو ځوانانو د هغوی مبارزې ته په سپکه وکتل او پر هغوی یې د ځاني ګټو اخیستو تور وګوی.
په لاریون کي سیاسي او کریډيټي لاسونه ننوتل او د اصلي مبارزینو مبارزه یي پیکه کړه. دې لاریون کي چي موخه یې د سنګین د خلکو ننګه وه، ډيرو خلکو سیاسي او امتیازي کریډيټونه پورته کړل، د ځینو یې لا ارمانونه پر خپل ځای پاته سول.
ځایي اداري رسنۍ انحصار کړي وې چي له نیکه مرغه یوه ورځ وروسته خاور او باختر رسنیو ځانونه تري خلاص کړل او حقایق یي خپاره کړل، ځینو رسنیو په مشرانو جرګه کي د هلمند د خلکو د استازي محمد هاشم الکوزي سختي او پر ځای خبري خپري نه کړي. دې لاریون کي ځیني خطرناک لاسونه داسي وه چي له کابله راغلی پلاوی (د ملي شورا استازي) په بوتلونو او بوټونو وولي. ددې موضوع په اړه د امنیت مسئولینو راغلي پلاوي ته مشوره ورکړه چي په یوه خوندي ځای کي له ولسي خلکو سره وګوي او دهغوی غوښتني ومني، هغه کړۍ چي له دې کار سره یې مخالفت ښودی، ونه غوښتل خلک پریږدي چي له ولسي وکړو سره په خوندي ځای کي وګوري. بلاخره هغه خلک چي د کورنۍ غړي یې وژل سوي او ژوبل سوي وه ولاړل او د رغلي پلاوي سره وکتل، په پایله د هغوی ږغ او خبري واخیستل سوي، وګورو چي مرکزي اداره د سنګین له ځپلو خلکو سره څه کوي او د پیښې له عاملانو سره څه کوي؟
د پرزي پرې کېدو خبره خو ده وه چي ځینو ځوانانو د خپلي راتلونکې کاندیداتورۍ (پارلماني ټاکنو ته) لپاره د ځان مطرح کولو په موخه دي لاریون کي ګډون کړی او د خلکو له رښتیني مبارزي یي ځاني ګټه پورته کوله. دي ځوانانو چي ځینو یي د ځاني موقف خبري هم کولي لاریون د ولسي وګړو د غوښتنو په خلاف په بله لار یوړ چي په دي کي د ځینو ولسي قومي مشرانو لاس هم و.
هغوی یو پريکړه لیک چمتو کړی چي متن یي په لاندي توګه وړاندي کوم:
لومړي ماده: ځایي او مرکزي اداره بادی د پیښي عاملان ونیسي او ژر تر ژره یي د قانون منګلو ته وسپاري.
دوهمه ماده: ولسمشر باید راسي او د لاریون کوونکو سره هلمند کي وګوري.
دریمه ماده: د هلمند ټول نظامي او ملکي چارواکي دي بدل کړل سي.
څلورمه ماده: حکومت دي د پيښي له قربانیانو او ځینو لاریون کوونکو سره نغدي مرستي وکړي.
پنځمه ماده: د هلمند راتلونکی والي به ولسمشر د لاریون کوونکو په خوښه (حاجي محمد ولي علیزی) ګماري، هغه اوس د ولسي جرګي غړی دی.
شپږمه ماده: بریالی هلمند علیزی به د هلمند د مرستیال والي، محمد داود فرهنګ علیزی به د ښار سازۍ د رئیس، ولي محمد الکوزی د ملي امنیت د ریئس په توګه، حاجي سنګینوال د هلمند د ښاروال په توګه او داسي نور…
په پریکړه لیک کي ځیني نور توکي هم و، لنډه دا چي په هره کرښه یي سړی د شرم احساس کوي. له دي پریکړه لیک سره د ټکر په موخه ځینو لاریون کوونکو مدني فعالانو له لاریون لاس واخیستی او له ځایي اداري او له کابله د راغلي پلاوي سره یي د پیښي د دقیقي څېړني په موخه مخامخ خبري پیل کړي. د دفاع وزارت چارواکو پيښه ومنل او ژمنه یي وکړه چي دوه کسه عملان به نشامي محکمي ته وړاندي کړي.
په لاریون کي د سنګین بیچاره او نالوستي ولسي وګړي چي له یو خوا یي کورنۍ قرباني شوي وي له بلي پري ځینو ناوړه کسانو سیاسي او امتیازي کریډيت اخیستی ډير د افسوس ځای و. ددي په هیله چي مرکزي حکومت د پيښي د پلټني په موخه هر څه ځان ته کره کړي او بیا د پیښي به قربانیانو سره مخامخ وګوري او دهغوی غوښتني واخلي، نه د سیاسي ټیکه دارانو او او هغو کسانو سره چي غوښتل یي له دي لاري سیاسي واک ته ورسي.
په افغانستان کې ډېرې کورنۍ اوکسان د راز راز پېښو قرباني شول.