لیکنه: الیاس اوریاخېل

د قطر د پلازمېنې دوحې په مست او معتدل موسم کې امريکايي چارواکو او طالب استازو له يوه بل سره شيدې ایله کړي. د امريکایي شاطرو چارواکو غوړو خو دام کې نښلوونکو وعدو د ناديده طالب پر سترګو پرده غوړولې او د احمقانه خوشباورۍ په عالَم کې داسې فکر کوي چې امريکایي بادار دا ستر وطن او اوسېدونکي يې د دوی رحم و کرم ته پرېږدي.

د همدې احمقانه خوشباورۍ د اظهار په توګه په قطر کې د طالبانو د پلاوي وياند سهيل شاهين رسنيو ته ځینې څرګندونې کړي. موږ غواړو د دې ښاغلي خبرې د دين او واقعیتونو په تله وتلو.

سهيل شاهين رسنيو ته ويلي، امريکا چارواکو سره یې هوکړه کړې چې تر اوربند وروسته به دوی يو پر بل بريدونه نه کوي. او ورپسې بیا له افغان لوري سره دغه ډول یوه اوربند ته زمینه سازي کيږي او که خبرې کامیابه شوې، هله به دوی او افغان ځواکونه هم پر یوه بل بريدونه نه کوي.

شاهين صیب!

نه پوهيږم نيمچه ملا یې که پوره خو اسلام کې د سولې او جګړې ابتدایي اصول لوستي وي. ښايي هغه فقهي قاعده به دې هم لوستې وي چې وایي:الحق للقريب. يعنې نږدې کس ډېر حقدار دی. ته چې له یوولس زره میله ليرې راغلي امریکا بادار سره د ډزبندۍ اوربند پتاسې خورې او خپل مسلمان افغان هېوادوال سره حتا خبرو ته نه کېنې، دا د دین تحریف او ورباندې ملنډې وهل نه دي؟

نه پوهيږم تاسې د هغه سترې هستۍ سیرت سم لوستی که نه چې هم به یې په جګړه او هم تر جګړې وروسته د دوستۍ او قرابت انساني اصول مراعتول؟

هغه جناب خو چې مکه فتحه کړه، اعلان یې وکړ: څوک چې د ابوسفیان کور ته ننووت په امن دی. هغه ابوسفیان چې تر دې فتحې همدا څو کاله وړاندې د هغه جناب ستر دښمن و.

هغه انسان چې د ابوسفان ښځه هند يې وبخښله. هغه هند چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خواږه تره حمزه بن عبدالمطلب سینه یې څيرلې وه، زړه یې ترې راویستی و او په غاښ یې چیچلی و. هغه جناب دا هر څه د وینې د رشتې، قرابت او دوستۍ له مخې وکړل. سوال دا دی چې سهیل شاهین د دې ستر پیغمبر سیرت هم لوستی که نه؟ که یې لوستی وي، ولې د حربي امریکایي پر ځای له خپل مجبور او بدحاله افغان  وطندار سره د انساني چلند خبره نه کوي؟

پورته ستر خدای او د قیامت سخته ورځ شته او دوی به د خپلې دغې هرې غیر انساني کړنې حساب کتاب ورکوي.

سهیل شاهین ښايي فکر کوي چې اوسنی افغان نسل هم حافظه نه لري او د دوی هره نادوده به وزغمي. خو ټپوس صفته شاهین باید وپوهيږي چې دا افغان نسل بې حافظې نه دی، د دوی جنایتونه او وحشتونه یې نه دي هېر کړي او د یوې یوې خبرې محاسبه به ورسره کوي. طالبان دې د قطر په عیاشو هوټلو کې له امریکایي بادار سره د افغانستان او افغان ورانولو نوې پروژې لاسليکوي خو دا دې نه هېروي چې افغان انسان لا مړ نه دی، واښه نه خوري، د دوی په څېر د دین په نوم د اجورتي قاتلانو پر ډله نه دوکه کیږي او نه ترې د کوم انساني چلند تمه لري.

طالبان دې امریکایي بادار سره هره افغان دښمنه پروژه بحث او نهایي کړي خو دا دې نه هېروي چې دا ځل به پارېدلی افغان نسل دوی ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي. تباه به څه تباه شي؟ طالب تر اوسه وژلي یو، تر دې وروسته به مو ورسره صف بېخي معلوم شي. دوی به پخوا د امریکایانو د دوستانو او ملاتړو په نوم موږ قتلوو، اوس چې تر دې وروسته به دوی له امریکایانو پیسې، وسلې او نور امتیازات ترلاسه کوي، موږ به له دوی سره دغه چلند کوو. شاهین ډوله ټپوس دې خپل دا سولېدلې او تحریف کړی منطق له ځانه سره وساتي.

By Azhar

6 thoughts on “د سهيل شاهين ټپوس منطق”
  1. د بعض نافهمه ورونو په ځواب کی چه وایی طالبان ولی له احتمالی تړون وروسته له امریکایانو سره اوربند کوي او له خپلو #افغانانو !!! سره اوربند نه کوي
    دا پورته ادعا خو هغه وخت صحیح کیږی چه امریکایان مکمل له افغانستان څخه وتلی وي او بیا وسله واله اردو دومره په ځان بسیا وی چه له طالب سره د جګړی توان ولری خو ګمان نه کوم چه داسی به وي ــ ځکه چه امریکایان په بشپړ ډول ووځی نو د ملی اردو صفر یک دو سه ضربتیان سپیشل فورس اربکیان داعشیان به ټول ورسره ورکیږی نو بیا جګړه څوک له طالب سره کوي چه امریکا یی حمایت ونه کړي ــ خو خبره به داسی وی چه امریکا به د وتلو د ټولو نه کمه موده اعلانوي ددی په بدل کی به طالبان دا ضمانت ورکوي چه د افغانستان خاوره به د ګاونډیانو په شمول د امریکا پر ضد نه استعمالیږی نو دا موافقه چه له امریکایانو سره وشوه نو اوربند به هم صرف له امریکایانو سره وي چه طالبان به په امریکایانو فدایی بریدونه ــ توغندیز بریدونه ـ نفوذی بریدونه ــ موټر بمی ــ واسکټ بمی او خصوصا بوشکیی بریدونه نه کوي او امریکایان به هم د افغانانو په کورونو چاپی نه وهي ډرون بریدونه به نه کوي بمبارونه به نه کوي کورونه به نه نړوي مقصد ځان به په حیا کی له افغانستان څخه باسی ــ له دی ورسته به بین الافغانی مذاکرات پیلیږی چه حکومت به په کی هم متنازع اړخ وي نه د ډیموکراسی د نظام په صفت ــ دوی سره به هم طالبان د اسلامی نظام په حاکمیت خبری کوی ځکه دوی اتلس کاله په ډیموکراسی کی تیر کړی د اسلام د سیوری څخه ډیر لیری تللی ــ که د اسلامی نظام حاکمیت منلو ته اماده نه شو او لا یی هم په هغه لنډه موده کی چه امریکایان به یی د وتلو لپاره اعلانوی؛ په امریکایانو تکیه وه او مقاومت یی کاوه نو نه یوازی به
    اوربند ورسره اعلان نه شی بلکی د اسلامی نظام تر حاکمیته پوری به ورسره جهاد جاری وي

  2. برادر محترم با عرض معذرت دلایل که نوشتی کاملآ بجا است ولی ما یک مشکل که داریم همیشه درک ضعیف و مخاطب را به اشتباه میگیریم اگر همین استدلال خودت به کدام تابعی میبود حق داشتی و ممکن که دلایل ات جانب مقابل را متوجه میساخت ! حال درک من از این جناب چیست … شخصیکه در مسجد قریه چند کتاب را بخاطر عرف که در اجتماع ما است خوانده باشد یک عمر را در صف اول مسجد به غیبت پرداخته باشد حتمن سر و صدای آمدن روس ها به کشور بلند شده ب و یگانه راه آن جهاد کردن بعد این آدمک در دم کدام رهبر که به فکر اینها مجاهد کبیر است بسته شده و فقط به خوردن جبیره های بادران شان چندین سال ها را در کوه ها گذشتاندند خوب این جوان کاکه که شاید بعضی سفیدی های ریش و مو را با خینه و یا رنگ سیاه نیز پنهان کرده به زن نیز ضرورت دارد زنهای شهری خو به اینها نمیفارد کدام زن دهاتی از زیر سینه مال نصیب این آدمک شده باشد و مطمینانه که شاید طریقه نظافت و جماع کردن را نیز نخواهد دانست به همین شکل در دام بادران تا به حال قرار دارند و به هزاران عجایب دیگری پس انتقاد بالای اینها ضیاع وقت بوده بگذارید تا به آخر مانند حیوان بمیرن .. بلی اگر وسع تان رسید از روی زمین محو شان نماید اینها در حقیقت مفسدین فی الارض هستند نه آنهای که به خاطر یک لقمه نان حلال به فامیل شان شب و روز در کشور شان زحمت کشیده و بلاخره در جنگ های نا مشروع اینها جان های عزیز شانرا از دست میدهند ! جای افسوس است هر کسی صدای دین را بلند کرد بیشترین ضربه را به دین وارد کرد و در نهایت جاه و متاع دنیاع حاصل نمود !
    رحیل کابل

  3. عمر حافظي، ستا خبرې کاملا بې منطقه دي بلکې د ځینې خلکو خبره …. دې سر ته ختلي دي.ډرررررررررررررر 🙂

  4. TO HAFIZI OMER; IS AFGHAN GOVERNMENT IS NOT MUSLIM?
    ONLY PUNJABI PAKISTANI ISI DICTATE NIZAM IS ISLAMI.
    YOU DON,T HAVE SHAME.PAKISTAN HAVE HIRAA MUNDAHEE.THAT IS ISLAMIC.
    BUT AFGHANISTAN ORIGINALLY ISLAM IS NOT.
    THANK YOU

  5. حافظی ! ته څومره کم عقله سړی يې چې دامریکې اوپاکستان په خبرو غولیدلی یې – ته هغه تالی څټی یې چې خوریې خو سوچ نه کوې چې په دې مظلوم ملت څه تیریږی ـ هسې اوتې اوبوتې دې لیکلی

  6. دا لاس پوڅي دآي ايس آي مزدوران ورځ تر بلي ځان نور هم راښکاره،کوي چې د ټيزن پنجابيانو معلومداره ټټوان دي حکومت بايد يو يو ټاليب ټټو په،نښه کړي

ځواب ورکول samad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *