تاند- د سوریې د حکومت مخالفانو د افغانستان له حکومته غوښتي چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو د ګډون مخه ونیسي.

د سوریې اپوزیسیون دا غوښتنه د افغانستان له حکومت څخه په یوه لیک کې کړې ده.

د افغانستان د حکومت سرچینو هم تایید کړې چې د بشاراسد د رژیم د مخالفانو له لوري په یوه لیک کې دا ډول غوښتنه ورڅخه شوې ده.

ویل کېږي چې احتمالاً له ۸ زرو تر ۱۰ افغانان د سوریې په جګړه کې برخه لري. اکثره د ایران له لوري د بشار اسد د ملاتړ لپاره دغه هیواد ته استول شوي دي.

د سوریې د انقلابي ځواکونو ملي ايتلاف د قانوني کمېټې رييس هیثم مالح د افغانستان حکومت ته په استولي لیک کې ویلي:«افغان ملېشه له ۲۰۱۲ م کال راهیسي سوریې ته د مذهبي جنګ په نوم استول کېږي. دوی په خورا بې رحمۍ د سوریې د خلکو په ټولوژنه او جنګي جنایتونو کې لاس لري.»

مخکې په ګڼو راپورونو کې ویل شوي وو چې د ایران سپاه پاسداران په ایران او حتي د افغانستان په ځینو ښارونو کې د سوریې د جګړې لپاره د جلب و جذب مرکزونه پرانستي او هغوی ته وايي چې د بي بي زینب د حریم یا زیارت ساتنه وکړي.

د روان میلادي کال په لومړیو کې د بشري حقونو د څارډلې یا هیومن رایټس واچ وویل چې د ایران د سپاه پاسداران انقلابي ځواک په زرګونو افغانان د سوریې جګړې ته لېږلي دي. (تفصیل)

لوېدیځو ورځپاڼو هم په دې اړه ګڼ مستند راپورونه خپاره کړي دي. د ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویل شوي چې ایران د معاش او په خپله خاوره کې د دایمي اقامت د ورکولو په بدل کې افغانان سوریې ته لېږي چې د اسد لپاره وینې توی کړي.

ایران دا جګړه د شیعه ګانو د مقدسو امکاینو لپاره بولي.

په ایران کې په ځلونو د سوریې په جګړه کې د وژل شویو افغانانو د جنازې او فاتحې مراسم لیدل شوي دي.

راپورونه وايي چې د ایران سپاه پاسداران په ډېرو مواردو کې له مذهبي احساساتو څخه په استفادې افغانان د سوریې جګړې ته لېږي خو په ځینو مواردو کې د مهاجرو افغانانو له مجبوریته په استفادې هغوی سوریې ته لېږي.

د ایران حکومت دا ادعاوې ردوي خو په ځینو مواردو کې ایراني چارواکي تاییدوي چې افغانان په خپله خوښه د بي بي زینب د زیارت د ساتنې لپاره جګړې ته ځي.

2 thoughts on “د سوریې د حکومت مخالفانو له افغان چارواکو غوښتي چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو د ګډون مخه ونیسي”
  1. د یو معقول انسان له نظره دا لعنتی او نیابتی جګړې د سیمی د خلګو د زیان او خوږ سبب ګرځېدلی دی او ګرځی
    خو خبره پدې کی ده چه د بشار اسد مخالفین دا د نړیوال صهیونیزم او استعمار مزدوران او د هغوی استعمارګر باداران هغه وخت ولی پټه خوله ناست وه چه زموږ د وطن سرحداتو ته د عربی نړۍ څخه عاطلی او باطلی ږیری د جهاد په نوم را ولېږل شوې او موږ ته ئې یوه نړۍ ستونزی جوړی کړې؟

  2. فکر کوم د افغانستان دولت او ولس د دغو شرخوښو ډلو مسوولیت نه لری .
    دوی جنګی جنایت کاران او مسلکی انسان وژونکی دی چې د افغانستان د مظلومو خلکو په وژنه ستړی شویدی . اوس یی د عربانو وژلو ته ملاتړلی ده . که چیرته د دغو خلکو ژوندی له جګړو بیرته راستنیږی دافغانستان دولت باید هغوی په اشد مجازات محکوم کړی

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *