تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۹مه: د سولې له مذاکراتو یوې باخبره سرچینې تاند ته ویلي، چې طالبانو او امریکا د ټولو امریکايي سرتېرو په وتلو خو د سي آی ای د استخباراتو په حضور هوکړه کړې ده.

سرچینه وايي، امریکا او خصوصا د ټرمپ اداره غواړي چې په افغانستان د لویو پوځي مصارفو پر ځای د استخباراتو له لارې سیمه کنټرول کړي.

د سرچینې د وینا له مخې د همدې کبله د ټرمپ ادارې پتېیلې چې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د حضور پر وړاندې حساسیتونو ته په پام به په افغانستان کې استخباراتي حضور پیاوړی ساتي او طالبانو هم دا هر څه ورسره په اصولو کې منلي دي.

تاند ته د رسېدلیو مالوماتو له مخې امریکا طالبانو ته ضرب الاجل ټاکلی چې په ۱۸ میاشتو کې به له افغانانو سره هوکړې ته رسېږي او دوی به خپل سرتېري هم په دغه موده کې وباسي مګر د امریکا سفارت به له هغې وروسته دا صلاحیت ولري چې د سي آی ای او ایف بي آی حضور په افغانستان کې پیاوړی کړي.

سرچینه دا هم وايي، چې امریکا به په افغانستان کې د ملي ګارد له ۲ زرو تر ۳ زرو سرتېري هم ولري چې دا به د امریکا د سفارت د ساتنې په بهانه افغانستان کې مېشت وي.

طالبانو بیا په دې تړاو لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی دی چې د امریکا د استخباراتو او پوځیانو یو ډول حضور هم ورته د منلو نه دی.

مګر شنونکي وايي، طالبانو ته په دې اړه د خپلو جنګیالیو قانع کول اسانه دي، ځکه استخباراتي حضور پخپله عام امریکایان هم نه شي تثبیتولی، نو طالب جنګیالیو لپاره پرې پوهېدل سخت دي او دا موضوع به یوازې له طالب مشرانو سره مطرحه وي.

2 thoughts on “د سولې تړون: امریکا او طالبانو د سرتېرو په ایستلو خو د امریکا په استخباراتي حضور هوکړه کړې”
  1. امریکا باید بې مسئولیته لاړه نشي اقتصادي مرستې وکړي ، تر اوسه پورې خو یې ټولې مرستې غلا شوې په راتلونکي یې مخه ونیسي ، امریکا حق لري چې استخبارات ولري او هر سفارت استخبارات لري !
    دانورې خبرې یې غیر منطقي او احمقانه دي یانې دوه زره عساکر د سفارت د ساتلو له پاره یو غیر منطقي جهالت دي
    د افغانستان دولت باید داسې ارامي را ولي چې باندېنویو سفارتونو ته خطر نه وي
    نور نو شرم دی

  2. خبر بې خونده او پرته له معلومې او معتبرې منبع خپور شوي، په دې حساسو شرایطو کې د داسې بې اساسه خبرونو خپرول د ګټې پر ځای تاوان لري- هیله مو د مثبتو خبرونو ده. ،

ځواب ورکول غفار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *