په دې وروستیو کې چې د خلیل زاد په مشرۍ د سولې خبرې پیل سوې دي، ځینې چارواکي په لوی لاس د سولې خبرې ثبوتاژ کول غواړي.
سوله د ټولو افغانانو هیله ده، بغیر د سولې مونږ نه د ښه حکومت خاوندان کیدالای سو او نه ښه ورځ لیدلی سو.
یو شمېر کسان چې په جګړه کې یې ګټې دي، هغوی کله هم د سولې سره موافق ندي. دا هغه کسان دي چې د جګړې او ټوپک په موجودیت کې خپلې ګټې ویني. په دې وروستیو کې ځينې سیاسیونو داسې څرګندونې وکړې چې خلیل زاد دا حق نلري چې د افغانستان د سولې لپاره هڅې وکړي، خو دا نظر د ټولو افغانانو نه دی.
د افغانستان ځورېدلی ملت سولې ته سخت تږی دی. که د افغانستان د سولې لپاره نور هېوادونه او اشخاص هڅه کوي، موږ باید هغوی ته ښه راغلاست ووایو، ځکه چې موږ سولې ته ضرورت لرو.
اوس د دې وخت رارسیدلای دی چې مونږ باید د دوامداره سولې لپاره هر ډول هڅې وکړو او هغه کسان چې د سولې سره مخالفت کوي، د هغوی اولادونه په جګړه کې نه وژل کیږي، ځکه چې هغوی ډېر ارام ژوند لري.
د جګړې په نتیجه کې مظلوم ملت قرباني کيږي. اوس د ملت مسوولیت دی چې په دې اساسو شېبو کې د سولې ټینګ ملاتړ وکړي او هر هغه څوک چې د سولې خبرو سره مخالفت کوي، د هغوی په وړاندې ودریږي.
سوله هیڅ قیمت نلري. جګړه مو ولیده، په جګړه کې مو څه په لاس را نه غلل او زمونږ هدف همدا دی چې یواځې د افغانانو سره سوله وشي. د پردیو تروریستي ډلو په وړاندې باید قاطع دریځ ولرو، هغه باید د جګړې په زور نابود کړو.
په پای کې بیا هم پر سولې ټنګار کوم او په ولسمشر محمد اشرف غني باندې هم غږ کوم چې سولې ته باید تر ټولو لومړیتوب ورکړي.
سلام
سولہ پہ دروغو ، لافو او فرھنگی باتو باندی عملی کیدای نہ شی او نہ راتلونکی دہ بلکی پوھہ ،اخلاص، مدیر یت او د سولی لاری چارے اھل کار تہ سپارل غواری
زموز تولنہ زلمی خلیل زاد پیڑنی پہ رسنیو کی بحث او ھیاھو د ھغہ پر شخصیت باندی لہ سولی دیر گرم او داغ دی حال داچی دا یو ضرورت نہ دی مونز باید د سولی مکانیزم تہ پاملرنہ وکرو چی د ھیواد
پرمختگ تہ لارہ و پرانیزی د سولی اوثبات زمینی تہ
لارہبرابرہ شی اومونز نوری نری تہ د سولی معرف او محرک شو بھر نی پہ ھیخ صورت کی موز تہ سولہ نشی راوستلی
سولہ معنوی قیمت لری او دیرہ مقدس ہ کلمہ دہ ھیخ خوک یی نی شی ردولای او نہ یی مخالفت کولای شی دی کی شک نشتہ چی یو شمیر کسان د سولی سرہ مخالف دی او دوی بہ خامخا ھری لوبی تہ لاس ور اچوی بل مھم فاکتوردسولی د سولی عالی شورا پہ انگر کی د خینیوکسانودبیکفایتہ دیہ ھغوی د سولی پہ مفھوم او مانا نہ پوھیزی ھغوی یی اصلا نہ پیڑنی چی پہ تولہ کی دبھرنیو چارو وزیر مثال لری زہ نہ پوھیزم مونز ولی دومرہ د مقام او ھسی نوم شوق او ذوق کی ورک یو
ستا خبرہ موز باید د سولی لپارہ یو اوبل تہ کلک لاسونہ ورکرو ھر خوک چی پہ سولہ کی موز سرہ مرستہ کوی شہ راغلاست ورتہ ووایو
کیدای شی چی ولس مشر د سولی پہ عالی شوراکی خینی دودی خوارہ کور تہ ولیزی