څو کاله وړاندې د خوست ولايتي ادارې مشر ادعا کړې وه چې زما اتيا سلنه وخت د خلکو په منځ کې په سوله او د دعو په حل تېريږي، رښتيا هم په خوست ولايت کې دا ستونزې شته، خو د هرې ستونزې د حل لپاره منظمې قومي او ولسي لارې چارې هم وضعه شوي چې په اساس يې ډېرې لوى ستونزې پرته له دې چې دولت په کې مداخله وکړي حل شوي دي.
دلته چې مصلحين په يوه موضوع کې مداخله وکړي او اراده يې دا وي چې ستونزه حل کړي له دواړو لوريو سره خبرې کوي او دواړو ته په يو څه مادي زيان او معنوي ګټې رسولو دښمني پاى ته رسوي.
په خوست کې مصلحين د سولې پر مهال په خبرو کې ځانګړي ادبيات کاروي د بېلګې په توګه،” مدعي دې وښيه، واک راکړه، برمتا کېږده” او داسې نور ډېر اصطلاحات دي چې هر يو يې ځانګړي مانا او مفهوم افاده کوي، خو د دې اصطلاحاتو کارول بايد په سيستماتيک ډول وشي.
پخوا زه په دې نه پوهېدم خو يو وخت مې کله چې دې اصطلاحاتو ته پام شو، له يوه مشر څخه مې پوښتنه وکړه چې تاسو دا اصطلاحات ولې او کله کاروئ؟
ده راته وخندل او ويې ويل، که چېرې په هر پړاو کې دا اصطلاحات په خپل ځاى کې څرګند او ښکاره نه شي کېداى شي سوله مو هسې هوايي او خيالي خبرې شي؛ د همدې مشر د خبرې په تائيد فکر کوم زموږ په هېواد کې د سولې اصطلاحات يا مبهم شوي او يا مصلحين د خبرو له پيله مخکې او په جريان کې يې له دې اصطلاحاتو کار نه اخلي، چې په سبب يې د سولې ناستې او خبرې د حقيقت پر ځاى خيالي شوي دي.
په دې وروستيو کې ډېرى خلک خوشبينه ول او داسې يې انګيرله چې نور به په دې هېواد کې جګړه پاى مومي او سوله به راځي، خو زموږ مصلحينو له ډېرې خوشبينۍ دا هېره کړي وه چې زموږ مدعي څوک دى، واک له چا واخلو او يا چا ته واک ورکړو، يوازې دې ته خوشاله ول چې له طالبانو سره يې په مري کې وليدل او ژمنه يې وکړه چې بيا به سره ګورو او سوله به کوو؛ خو دوى ته دا معلومه نه وه چې اصلي مدعي چېرته دى، هغه شته او کنه؟ په افغانانو څو ورځې ښې خوشاله تېرې شوې، حتا د اختر په ورځ افغان ولسمشر له ملا عمر څخه مننه وکړه چې د اختر لپاره يې ډېر سوله ييز پيغام درلود، خو د دويم پړاو لپاره کله چې د سولې مرکچيانو د سفر تيارۍ پيل کړې او په لوکسو مارکېټونو کې يې له موسم سره سمې قيمتي دريشۍ، عصري بوټونه او اصل عطرونه واخيستل، د سولې کوربه ترې وپوښتل چې له چا سره خبرې کوئ، دوى چې د ملا عمر نوم ورته ياد کړ، هغوى ورته وخندل چې هغه خو تقريباً دوه کاله مخکې مړى شوى.
اوس پوښتنه پيدا کېږي چې پرته له رهبره جګړه امکان لري؟ که له رهبر پرته جګړه نه شي کېداى، نو په دې تېرو دوو کلونو کې طالبان چا رهبري کول، اوس يې څوک رهبري کوي په داسې حال کې چې له پخوا يې جګړه منظمه او شديده شوې هم ده؛ په داسې شرايطو کې که چېرې دا شک وکړو چې په تېرو ديارلسو کلونو کې دا جګړه هغه چا نه ده رهبري کړي چې په مطبوعاتو کې يې نوم لاندې بآندې کېدو، کېداى شي پرې ګناهکار نه شو، ځکه نن سبا چې د طالبانو په کرښو کې د مشرۍ پر سر د اختلافاتو خبرې کېږي او په څو مشرانو پسې وړې وړې ډلې روانې شوي، خو عمليات يې د پخوا په څېر منظم او ډېر تاوده شوي دي.
له دې حالت څخه داسې پايله اخيستل کېږي چې افغان لوري لا تر اوسه خپل مدعي نه دى پېژندلى، په همدې اساس په تېرو ديارلسو کلونو کې د سولې ټولې خبرې او مذاکرې هغه” که د قطر په دفتر کې وو، که په ترکيه، سعودي عربستان، چين، کاناډا، پاکستان او يا بل ځاى کې شوي” ټول د هوا ګز کول ول او بس.
تر هغې چې مدعي ونه پېژندل شي، منځګړي د واک او برمتې ډاډ څرګند نه کړي، د سولې پروسه خيالي او هوايي خبرې دي.
د طالبانو نوی قيادت، سوله او د افغان حکومت دريځ
نشرونکی: محمود خوځښت برخه: مقـــــالی او تبصرې 2015/08/11
پوهندوی هوسا غلجی
د طالبانو د دښمنانو تر ټولو لويه ستونزه دا ده، چې دوی تر اوسه یا قصداً نه غواړي طالب وپېژني او یا یې رښتیا هم طالبان، د هغوی فکر او شاليد نه دی پېژندلی او تر څو چې دوی په دې ميدان کې پاتې راغلي وي، نو نورې ټولې هڅې يې هم بې ګټې ښکاري. تر دوسته هم د دښمن پېژندل مهم او ټاکونکي دي.
په سوله ييزو اړيکو او جګړو کې تر ټولو مهم کار هغه د خپل مقابل درک او پېژندل دي، مګر امريکا، افغان حکومت او نړيواله ټولنه تر اوسه هم په دې نه دي توانېدلي، چې د طالبانو مغز پيدا کړي او له هغه ځايه ورسره خپل تعامل پيل کړي.
پر افغانستان د امريکايي يرغل له پيله امريکا او بهرنیانو په لومړيو کې داسې فکر کاو، چې د طالبانو غړي، پلويان او همفکره ملګري بايد د ځمکې له سره ورک او محوه شي او له همدې امله يې زرګونه کسان د طالبانو په نوم ووژل او يا يې بنديان کړل، مګر دوی په دې خبره نه پوهېدل، چې دغه فکر سره بايد دوی څه ډول تعامل وکړي. ایا یو فکر یا یوه لار په وژنو او تړلو ختمېدای شي؟ بهرنیانو په دې اړه هم فکر ونه کړ چې د دوی پر ضد جګړه ولې پراخېږي؟ د دې پراخېدونکې جګړې لاملونه څه دي؟ د دغو حقایقو د موندلو لپاره هېڅ ادارې ځان اړ ونه ګاڼه.
له څه مودې هڅو وروسته امريکا او بهرنیانو هڅه وکړه، چې د طالبانو د ورکولو او ځپلو پر ځای يې کمزوري کړي او تر خپله وسه يې له صحنې لرې وساتي، مګر دې هڅو کې هم پاتې راغلل او طالبان د وخت په تېرېدو په کوردننه او بهر لا زيات وځلېدل، چې اوس له تېرو څو کالو راهيسې موږ ګورو، ولس او حکومت هم دا مني، چې د ګڼو ولايتو ډېری سيمې د طالبانو په لاس کې دي، خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل په طالبانو حل و فصل کوي، شپې او ډوډۍ ورکوي او د طالبانو تر شا ولاړ دي په مقابل کې يې امريکا، ايساف، ناټو او افغان حکومت له دومره ډېرې مالي، نظامي، سياسي او رسنيز ځواک سربېره هم تر اوسه پر دې نه دي توانېدلي، چې ولس کې د طالبانو د پرمختګ او خواخوږۍ مخنيوی وکړي.
د پورته خبرې يوازينی لامل دا دی، چې ولس دا مني، چې طالب يوه روحيه او فکر لري او هغه فکر د کفر او اشغال ځپل او پر ضد يې مقاومت کول دي او تر څو چې طالبان دغه دليل لري او دوی پر خپل دريځ ټينګ ولاړ وي، نو ولس به يې هم تر شا ولاړ وي.
افغان ولس، چې الحمدلله مسلمان دی او د اسلام لپاره له هېڅ ډول قربانۍ درېغ نه کوي، طالبان له دغه ولسي ملاتړه په ګټه اخيستو د امريکا په مشرۍ د ټولو نيواکګرو مقابله په ډېره مېړانه کوي.
بل پلو امريکا او ورسره بهرنیان سره له ډېرو پراخو تبلیغاتي ماشینونو تر اوسه په دې نه دي توانېدلي، چې ولس کې خپل ځای پيدا کړي. د دوی د بريا لپاره لومړی ګام دا دی، چې خلک د طالبانو له ملاتړه راوګرځوي او بيا يې خپل ملاتړ ته راوبولي، مګر د تېرو څوارلسو کالو په ترڅ کې دوی پر دې نه دي بريالي شوي؛ ځکه چې افغانان امريکايي او نور بهرني عسکر په خپله خاوره نه شي زغملی او دوی هېڅکله د خپل هېواد اشغال نه شي زغملی او تر څنګ يې دغو نړيوالو قوتونو افغانستان کې پر داسې يو حکومتي جوړښت باور کړی، چې ولس کې ځای نه لري، کورونه او بچي يې اوس هم پرديو هېوادونو کې ژوند کوي او ډېری افغان چارواکي اوس هم په افغانستان کې د مساپري شپې ورځې سبا کوي، نو دغسې وخت کې موږ وينو، چې د طالبانو ځپل يا له منځه وړل يو ناشونی کار دی. څومره چې د حکومتي چارواکیو کورنۍ او د ژوند اړوند مسایل ګرد بهر کې دي، همدومره بیا د طالبانو زیاته برخه په صحنه کې دي.
په عين حال کې طالبانو د کورني او ولسي پرمختګ تر څنګ په نړيواله کچه هم ډېرو هېوادونو سره اړيکې جوړې کړي او د نړۍ ګڼ هېوادونه په ډېره لېوالتيا له طالبانو سره اړيکي غواړي او له همدې امله د پاکستان په ګډون د سيمې هېڅ هېواد نه شي کولای، چې طالبان له خپل دريځه راوګرځوي او د خپلو ګټو لپاره يې وکاروي.
طالبان د پاکستان غلامان؟
له تېرې يوې نیمې لسيزې راهیسې، چې موږ دا خبرې له رسنيو اورو، چې طالبان د پاکستان خلک دي او دغه جګړه د پاکستان په مټ روانه ده او دغو اوازو زموږ ذهنونو کې دومره ځای نيولی، چې ټولې پرېکړې مو پر همدې وهم او ګومان ولاړې دي.
پاکستاني او افغان چارواکو هم يو بل سره د همدې وهمي فکر له امله داسې خبرې او ژمنې کړي، چې ګواکې پاکستان کولای شي، طالبان د سولې خبرو ته تيار کړي او له دې لارې افغانستان کې د طالبانو روان مقاومت پای ته ورسيږي، مګر په عملي ډګر کې موږ وليدل، چې پاکستان د دې توان نه لري، چې طالبان د خپلو ګټو لپاره وکاروي او يا يې له مقاومته لاس سر کړي.
اصل خبره بيا هم دا ده، چې امريکا، نړيواله ټولنه او افغان حکومت د ستونزې د اصلي لامل پر ځای پر نورو چارو بوخت دي او له دغسې لارو غواړي، د طالبانو مقاومت له منځه يوسي، مګر دې ته نه ګوري، چې افغانستان عملا د امريکا او نړيوالو عسکرو له لوري اشغال دی، هېواد مو د امريکايي عسکرو د شتون له امله د نړيوالو او سيمه ييزو استخباراتو د لوبو مرکز ګرځېدلی او هر څوک په خپله ونډه ګوري، په سيمه ييزه او نړيواله کچه هېڅوک تر اوسه داسې نه دي پيدا شوي، چې د افغان ولس د ګټو او ملي مصالحو له مخې هڅه وکړي، چې افغانستان کې سوله راشي.
که هر څوک غواړي، چې د افغانستان روانه ستونزه حل کړي نو اسانه حل يې ټولو ته معلوم دی او هغه د بهرنيو ځواکونو وتل دي؛ ځکه چې د جګړې اصلي لامل همدا بهرنيو ځواکونه او د دوی هر اړخيز فعاليتونه افغان ولس لپاره د زغملو نه دي.
د طالبانو د بريا راز
راځم دې خبرې ته چې افغان حکومت، امريکا او سيمه ييز هېوادونه تر اوسه د طالبانو په پېژندلو کې پاتې راغلي او تر اوسه د طالبانو په اړه د دوی پرېکړې په وهم او ګومان ولاړې دي او تر څو چې دوی پر دې فکر وي، نو نه به طالب له منځه يوسي، نه به يې مقاومت کمزوری کړي او نه به دوی په خپله ښه ورځ وګوري.
امريکا او نړيوالې استخباراتي کړۍ له تېرو څو کالو راهيسې په همدې لټه کې دي، چې د طالبانو صف ووېشي، قيادت يې سره تقسيم کړي او په خپلو کې يې سره ووېشي، مګر موږ ګورو، چې عملي ډګر کې د ټولو نړيوالو استخباراتو هڅې له ناکامۍ سره مخ دي.
افغان حکومت، ګڼو نړيوالو او سيمه ييزو استخباراتو غوښتل، چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په ژوند کې خو د طالبانو د صف په وېشلو او تقسيم بريالي نه شول، نو غوښتل يې د ملا محمد عمر مجاهد له مړينې وروسته داسې هڅه وکړي، چې د طالبانو صف ووېشي، مقاومت يې کمزوری کړي، ځينې يې حکومت کې داخل شي او ځينې يې په مخالفت کې پاتې او له دې لارې يې په خپلو کې سره وجنګوي، مګر عملي تجربو دا ثابته کړه، چې د طالبانو قيادت خپل فکر ته دومره ژمن او له پرديو استخباراتو پاک دی، چې د خپل مشر د وفات خبر يې تر اوږدې مودې پټ وساتلی شو او بيا يې په داسې وخت کې راښکاره کړه، چې دوی د يوې شورا له مخې خپل نوی مشر وټاکه او تر اوسه هم د طالبانو په عملياتو کې د کمي پر ځای زياتوالی او پراخوالی راغلی دی. د مشر د وفات راز دومره وخت پټ ساتل په خپله ښيي چې د طالبانو په لیکو کې د رازساتنې کلتور څومره پیاوړی دی.
د ملا اختر محمد منصور له ټاکل کېدو وروسته سيمه ييزو او نړيوالو استخباراتو هڅه وکړه، چې د طالبانو صف مات کړي، ځينې مخلصې او ځینې شريرې کړۍ يې د ملا اختر محمد منصور د مخالفت لپاره رامېدان ته کړې او د رسنيو له لارې يې د دغو خلکو خبرو او مخالفت ته دومره هوا ورکړه، چې په لومړيو ورځو کې يې د ډېرو خلکو اندېښنې راوپارولې، مګر د رسنيو دغو پروپاګندو او تبليغاتو طالبانو ته دا ګټه وکړه، چې په ډېره بيړه يې خپل قيادي ملګري، جهادي قوماندان، واليان او عام پلويان پر دې خبره پوه کړل، چې د امارت مشري لپاره تر ټولو وړ مشر همدا اوسنی ټاکل شوی ملا اختر محمد منصور دی او بل څوک داسې نه شته، چې له ده غوره وي او په دې سختو شرايطو کې د طالبانو مشري وکړای شي.
د طالبانو د نوي امير له ټاکل کېدو سره د طالبانو بريدونو او چاودنو کې د پخوا په پرتله ډېروالی راغلی او کېدای شي لامل يې هم دا وي، چې د افغان حکومت او رسنيو د هغو تبليغاتو مخه ډب کړي، چې ګواکې طالبان د خپل پخواني مشر له وفات وروسته کمزوري او وېشل شوي دي او له دې وروسته د مقاومت توان نه لري او د دوی لپاره يې مستقيمه توصيه همدا وه، چې نور له مخالفته لاس واخلي او افغان حکومت ته تسليم شي.
اوس هم دا خبره ده، که افغان حکومت په رښتينې معنا سولې ته تيار وي، نو اول دې خپل جوړښت کې سولې ته زمينه برابره کړي، بيا دې د ستونزې پر اصلي لامل فکر وکړي او له هغې وروسته دې طالبانو سره د همدې فکر پر بنسټ خبرې وکړي او که دغه چارواکي اوس هم د خپل وهم او ګومان له مخې طالبانو پسې پروپاګندونه کوي، د رسنيو او تبليغاتو له لارې د خلکو ذهنونه خرابوي، نو يوه خبره خو دا ده، چې ولس اوس د خلکو او رسنيو پر درواغجنو تبليغاتو نه تېروځي؛ ځکه چې ډېر شيان ولس په خپلو سترګو ويني، نو د رسنيو تبليغات د دوی لپاره د منلو وړ نه دي او بله دا چې د دغو تبليغاتو تر ټولو ستر زيان دا دی، چې طالبان به ځان اړ ګڼي، چې د ځواک او قوت ښودلو لپاره داسې بريدونه او چاودنه وکړي، چې په عملي توګه د افغان حکومت، سيمه ييزو او نړيوالو هېوادونو هڅې او پروپاګند درواغ وبولي