که څه هم ماځان دسياسي اموروڅخه ترډيره  لیري کړی دی اویوازي مي علمي کارونوته توجه کړي ده ليکني مرکي اوملاقاتونه مي شاته کړي دي خوداليکنه راته په دې خاطراړينه ده ترڅوسکوت دلالت پر رضاء  باندې رانسي دیوه مسلمان په توګه دداسي عمده اشتباه په وړاندې خپل نفرت ښکاره کړم کوم چې دسولي هيلې په ناهيلۍ بدلوي، دګرانوهیوادوالواوهیواد دل اناامنۍ اوناخوالوسبب کیږي، همدارنګه دناپایه جنګ اورته لمن وهي

رشتیاهم قدرت ته درسیدلولپاره ځيني کسان ډیري  وعدې کوې مختلفي حربي کار وي خوهدف ته په رسیدلوسره ځينې کسان کاملا لاره  بدلوي،  کله خپلي وعدې هیري کړي اوکله په چالاکی سره ورته غیرمقبول ځواب ووایي

زماپه اندچې اشرف غني اودهغه ټيم قدرت ته درسيدوسره يوځای أن په دوېمه ورځ هغو وعدو ته چې ګواکې دوی به خامخاهیوادته سوله راولي اویابه دده په قول که په دې کارسره بریالی نسي نواستعفابه ورکوې په عمل کې منفي ځواب ووايه،رښتیاچې دایوډيرسپيڅلی شعار وه ،هغوی په رښتياسره پوهيدل چې داکړيدلی ولس ترټولواول سوله غواړي، هغوی سولې ته تر بل هرڅه اړتیالري، هغوی دسولې راوستلو ته دومره  تږي او انتظار دي لکه یو روژه  نیونکی چې دګرم باد په ګرمواو لویو ورځوکې  ماښام (روژه ماتي) ته تږی او انتظار وې، هغوی په دې سره هم پوهيدل چې داملت به خامخادهغه چاوشاته ودريږي څوک چې دسولې دسپيڅلي ډالۍ سره ورته ځان ښکاره کړي، مرسته به یې خامخاوکړي،  که څوک ورڅخه دهمدې هدف دپلي کولولپاره مرسته وغواړي، خو دوی وهغه ته منفي جواب ووایه او اوله ابتدايې دچاخبره په ساکن سره سوله،  هغه داچې دامریکاسره یې هغه ناروا اوغیر اسلامي تړون په ډیره بیړه لاسلیک کړکوم چې دسولې  په لاره کې تر ټولو لوی مانع دی،  د امريکا سره امنيتي تړون  ترټولوعمده عامل دی چې دسولي سره مستقيما ټکرلري.

سوله چې کله هم اړینه سي مانایې داده چې دسولې لپاره چلینجونه سته او هغه باید دلاري  دخنډ په ډول لیري سوی وای، چې یومهم چلینج هم دکفري ښکېلاک داشغال ګرو موجوديت  او شتون دی، چې دسولې په لاره کې ترټولو لوی او ناانډوله چلينج دی، همداموجودیت دجنګ عامل اودسولې لپاره چلينج دی،  که څه هم دګوتوپه شمیرکسان به  د دوی  دوجود څخه دځانونو په ګټه غیرمشروع استفاده کوي، خوداهیڅ کله دټولنې دحقوقوشرعي نماینده ګې نسي کولای، زه په دې باوریم ترڅوچې دبهرنیانو  اشغال تر هر عنوان لاندي دوام لري، ترهغو به  دسولې مخي ته غرونه  پراته وي.

دحقوقي لحاظه هرافغان که هغه مخالف وي اوکه موافق وي دهیواد دارضي تماميت مالک دی، ددغه ملکیت څخه یې هيڅوک نسي محروم کولای، دهرافغان بي توافقه دهغوی پرخپل ملکیت باندي معامله کول یوازي دانه چې غیرقانوني ده بلکه ظلم دی چې دسیاسي رقابت په بنیادباندي منځ ته راځي او دیوه غوڅ اکثريت دمحروميت اومحکوميت دوام غواړي .

 دشرعي لحاظه زه په دې عقیده یم چې دامریکاشیطاني قوت به هیڅ کله هم ویوه اسلامي هیوادته سوبه رانه وړي اوباالعکس به دقومونو سمتونو،خلکواوحکومتونو او حتی دوروڼو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي چې ښه بېلګه يې خپله زموږ د هیواد دا ډول اوسنی عربي جریان دی،چې ټوله خون ريزي ، ويجاړونه،  مرګونه او ترورونه د دوی (بهرنیانو) په مستقیمه یاغیرمستقیمه لاسوهونه اولمسون سره جریان لري، امریکا دکمونيزم ترماتې وروسته اسلامي نړۍ ترمستقیم هدف لاندي راوستلې ده او د هر هغه مسلمان په وړاندې محارب قوت کاروې چې ددوی دشیطاني دسیسوپه وړاندې عکس العمل ښیې.

 په داسي حال کې چې امریکایانو په افغانستان کې تر يولک اوپنځوس زره زیات مسلمانان په شهادت رسولي دي، داسلامي شرايعو توهین يې کړی، په زرګونو هیوادوال یې دخپلوحقوقوڅخه محروم کړی دي،  تر درې لکه زیات ماشومان يې بې پلاره کړي اویتيمان کړي دي، تر یولک زیاتي تورسرې يې کونډې اورنډې کړي دي، په مليونونو افغانان يې دکورونوڅخه شړلي یاکور پريښودلو ته مجبوره کړي دي، په زرګونو کلي یې دخاوروسره خاورې کړي دي اوتراوسه جریان لري اوداسي نور…

دامريکایانو ددوستۍ یاهمکارۍ داسي سند چې دافغانانودنیولو، توهینولو، بندي کولو، کورته ننوتلو آن  د وژلو لاښه جواز ورکول سي هیڅ ډول قانوني اوشرعي جواز نه لري، او داسي قرارداد که فرد کوي، که يې ټولنه کوي، که یې مسؤل اوغیرمسؤل کس کوي،  دقران اوسنت  لخوا مردود دی او زه یې دیوه مسلمان اوافغان په صفت نه دمسلمانانو په ګټه بولم، نه یې دسیمي اوثبات لپاره په ګټه بولم،  بلکه دادسولې اوثبات دنه راوستلو، دجنګ داوږدولو، د فرقه یې، سمتي اونورو نفاقونو د ډيریدلو عامل ګڼم،  له همدې کبله یې غندنه په سختو ټکو سره کوم.

په درناوي

عبدالسلام ضعيف

کابل افغانستان ۹/۷/۱۳۹۳

0 thoughts on “د سولې دسپيڅلي نامه څخه څنګه استفاده وسوه/ عبدالسلام ضعیف”
  1. زه د دعبدالسلا م ضعيف ورورڅخه يو سوال لرم هيله مند يم جه جواب را ته ووائ ?
    ستا ټولي خبري به ومنو په شرط ددي چه قبلي ته مخه کړي او په صداقت او وحدانيت دخداي قسم وخوري او افغان اولس ته حقايق بيان کړی تر خو ستا دي خبرو ته قيمت ورکړو.
    ۱/ سوال:
    دطالبانو جنبش څنګه دچا په افتکار دچا دمالي اوتخنيکی په کمک ,او همکاری، دچا په رهبرۍ اودچا په نظامی مرسته منځ ته راغي او ځنګه او چا رهبرې کوو.او ستاسې اعاشوی ،سلاح او تجهيزاتی اکمالآت دچا له خوا کيده،
    ۲/مخامخ درسره کوم مملکت او دپردي تر شآ دکوم دولت دحمائ څخه بر خورداره وياست.
    ۳/دافعلاء سلاح او وسايط اعاشوی او نور مادی کمک خوک درسره کوی .
    ۴/داچه بل ته دکفر القاب استعمالوي ستاسی ټول کمکونه دهماغه کافرو له خوا نه اجرا کيږی.
    خفه نه شی دورورۍ اوافغانيت په فضآ کي عاقلانه او قناعت بخشه جواب غوارم .
    ۵/بله داچه ترور،قتل اوقتال،خان وژونکی اعمال ديو مسلمان له خوا دبل مسلمان په مقابل کې په کوم اسماني کتاب کی راغلې او ورور وژنه ئ مبا ګڼلی.
    داقتل آو قتال چه طآلبان کوی ستا دنظره اسلامي دي که کفري

  2. ملا عبدالسلام ضعیف ته
    زه د سولې مخالف نه یم او نه په چا پوری تړلی یم .تاسو چې اوس د سولې ناری وهی کوم کار مو د سولې او اسلام سره مطابقت لری. تاسو هره ورځ په سلګونو بی ګناه افغانان وژنی، ایا کله د د ځان څخه پوشتنه کړی چې ولې؟. تاسو هره ورځ ښوونځیو ته اور اچوی ، ایا کله د د ځان څخه پوشتنه کړی چې ولې؟ ستاسو هغه بې شرمه ویان خو تمامه ورځ د بې ګناه افغانانو په وژنه افتخار کوي. تا هغه کسان چې د جلا اباد په بانک کې ستاسو د یوه ملګری له خوا ووژل شول په یاد لري. ولې مو تقبیح نه کړ؟ د کردیز د بې ګناه خلکو وژنه د په یاد ده؟ ټه به وايي چی کوم؟ ځکه چي دا ستاسو ورځیني اعمال دی. ایا د اوسني انتحاریان چې ټول عالمان يي محکوموي هره ورځ د بې کناه افغانانو وینه نه تویوي؟ ته او ستاسو د تحریک مشران خو د پاکستان د لاس اله یاست او پاکستان په افغانستان کې صرف او صرف دربدري غواړي. هغوی په هیواد کې ټول ښخې او نارینه درسونه وايی او زمونږ هغه کې د انتحاري درس. د هغه چا په لمسون چی تاسې خپل هیواد ورانوی هغه د افغانستان د خلکو تاریخي دشمنان دی. په کوم منطق ستاسو خبره ومنو؟ په هغه وخت کې چی تاسې په کابل کې وی څه مو وکړل؟ چې اوس یو ځل بیا غواړي حکومت وکړي. بخښنه غواړم، خو زه یقین لرم چی ستاسو پاکستانې بادارانو یو ځل بیا درته حکم کړي چی افغان وژنې ته دوام ورکړی نو وروسته له ډیری مودی دې قلم او کاغذ واخیست او دا لیکنه دي وکړه چی په غیر مستقیم دول افغانان ووژنې. ستاسو د په یاد وی چی نور ستاسو د لمړی قرن حکومت ته په افغانستان کې ځای نشته. خکه چې هغه څه چې تاسو ددې ملت سره د اسلام په نامه کړي او اوس يي هم کوی نور خلکو ته معلومه او د نه منلو وړ ده. نور د خدای مخه وکړی ددی ملت د وژنو څخه لاس په سر شي. ډیر ځوانان مو ووژل، ډیر مکتبونو ته مو اور ورته کړ، نه مو مشر پرښوده او نه کشر. بس نه ده؟ که خدای پیژنی نو دا افغان وژنه بس کړی او دا نوی حکومت ته وخت ورکړی چی څه کوی. که يي ستاسو په خوله عدالت وکړ ورسره یو ځای شی، که داسې نه وو نو تاسې خو هسې هم ځان د ټول هیواد نماینده ګان بولی. راځی او د یو سالم اپوزیسون په شکل په اتخاباتو کې ګدون وکړی. که په رښتیا خلک درسره وو نو انتخابات به وګټی او د خپلی خوښې حکومت جوړ کړي. او که د پاکستان په لمسون عمل کوی خدای به مو ورځ تر دی بدتر کړي

  3. محطرم ضعېف صېب سلامونه
    تاسو ته کا رزي صېب د مو قعه برابره کړه. چه تاسود پنجا بی د غلا می نه ځا ن آ ذاد کړئئ. خو تاسو کمزور ی یئ. د کلی د جمات د ا ما مت وړ یئ نو ر د کا ر نه یئ. د فضل ا ر حما ن ملا په ځير سېاست شرو ع کړې. نورد حدای د پا ره په ځان او په موژ رحم و کړئ.

  4. ضعیفیه لکه څنګه چی غلی ناست یی همداسی غلی کینه. له دی امریکایانو خو تاسی د پاکستان غلامانو زښته زیاتی تورسری بی خاونده، زامن او لورګانی یتیمان، او نوری میندی کونډی او رنډی کړی. تا اوس دا شریعات او حقوق له کومه زده کړل. خدای مو وشرموه. ،

  5. ښاغلی صعیف صاحب سلامونه می ومنه، ښه صحت ولری.ګرانه په پښتو کی یو مطل دی چی وایی تر یو لاس ټک نه پورته کیږی.پدی معنی چی سوله یو طرفه نه کیږی چی دواړه جانبه سولی ته تیار نه شی.
    نو کله چی پخوانی ولسمشر کرزی د امریکایانو سره د تړون له لاسلیک کولو ډډه وکړه، طالبانو هیڅ ډول عکسلعمل ونه ښود تر اوسه په هم هغه پخوانی دریځ چی جګړه ده ولاړ دی. نو زما په ګمان د امریکایانو سره د تړون لاسلیک کولو علت طالبان دی او مسولیت یی هم د طالبانو پر عاړه دی، نو دا که بی امانی بولی او که د شرعیت مخالف کار.دا ټول طلبانو وکړ.
    بل دا چی ته او خدای چی طالبان مستقل دی، که د کرزی او یا د اوسنی حکومت سره امریکا ولاړه ده ولس هم ورسره ولاړ دی او ولاړ وو. خو طالبانو ته بیا د پاکستان آی اس آی پړی وراچولی دی کله یی یوی خواته کشوی او کله بلی خواته. کاشکی چی طالبانو خو ازادی او سیاسی شعور درلودلای. خو همدفه پاکستان وو چی ستا په شمول یی طالبان لاس تړلی امریکا ته په لاس کی ورکړل او ګوانتنامو یی پری ډکه کړه، خو همدغه پاکستان دی چی طالبان یی په میلیاردونو ډلرو په نغدو خرڅ کړ. نو بیا په کومو سترګو دوی دوهم وار د آی اس آی غیږی ته پنا وروړه.، نو که چیری اشرف غنی د امریکایانو سره تړون نه وای لاسلیک کړی خو په هم هغه ورڅ به اي اس آی په کابل کی ووینی چی طالبانو ته به یی پړی وراجولی ډګ به یی درته کشینوی.ښاغلی ضعیف صاحب خلاصه ده چی طلبان په خپل واک کی ندی که چیرته په خپل واک او اختیار کی وای نو د کرزی په وخت کی به یی په نره اعلان کړی وای چی تړون د نه لاسلیک کیږی موږ سوله کوو. خو دا کار یی ونه کړ، نو ځکه به تاریځ طالبان محکوم کړی چی د تړون لاسلیک ته یی شرایط برابر یا جوړ کړل.
    !صعیف صاحب زما پر پورته ساده خبرو لږ فکر وکړ!

  6. عبدالسلام صاحب خبره دي په ګل بدله خو تاسو ته بهتره معلومه ده چې طالبانو اعلان کړی و که امريکان او نور بهرانيان که د افغنستان نه ووموځې نو دوي به بيا هم خپلي حملي جاري وساتي نو تاسو پدي کی څه واي.

  7. عبدالسلام صاحب خبره دي په ګل بدله خو تاسو ته بهتره معلومه ده چې طالبانو اعلان کړی و که امريکان او نور بهرانيان که د افغنستان نه ووموځې نو دوي به بيا هم خپلي حملي جاري وساتي نو تاسو پدي کی څه واي.

  8. ضعیف صیب تاسو خو ښه پوهیږۍ ، چې سوله د طالبانو په لاس کې نه ده ، او بل کچیرې دا تړون شوی هم نه وای ، دوی به سوله ته هیڅکله غاړه نه وای ایښي !
    ځکه چې کچیری طالبان سوله وکړي ، نو د پاکستان راتلونکي پرمختګونه ، د جهان او د ګاونډي هند سره سیالي به یې اسانه څه چې هیڅ نا ممکنه وي .
    دا خو اوس ټولو ته روښانه ده ، چې طالبان او تروریزم د پاکستان د پرمختګ لپاره تر ټولو ښه بدیل دی !
    دا چې د یوه افغان سیاستوال په حیث مو ځان د مسولیت څخه خلاص کړی دی ، طالبانو او پاکستان ته مو شین څراغ ورکړی دی ، چې زه خو ورسره هیڅ موافیق نه یم ، خو دا نوره افغانان ټول ملامت دي او بس ، دا نو بیله خبره ده !
    خو زه دومره ویل اړین بولم ، چې تاسو د یوه مسول شخصیت په حیث مسول وۍ او یاستۍ ، ځکه چې تاسو د سناریو اصلي لوبغاړي یاستۍ خو په حقیقت سترګې پټوۍ او د ولس سترګو ته خاورې ورشیندی .
    خو ولس اوس په د پوهیدلی دی ، چې د هر ناورین په مخکې به خپله اودریږي ، او د هیچا په تشو خبرو به باور نه کوي ، لکه څنګه یې چې د ټوپک او قلم په مقابل کې خپله مبارزه کې نړوالو دا ته وښودله ، چې موږ قلم غواړو ، نه مافیا او غله !
    همداسې به د سولې په مخکې هم خپل اړین ګامونه اوچت کړي !

ځواب ورکول ahmad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *