تاند- د افغانستان ولسي جرګې نن د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، د کرزي د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د سولې د عالي شورا د دارلانشا له رييس معصوم ستانکزي سره د سولې پر بهیر غیرعلني غونډه لرله خو په غونډه کې شوې خبرې د غونډې تر پای ته رسېدو مخکې رسنیو ته ورسېدې.
د ولسي جرګې ځینو غړیو وویل چې ښاغلي سپنتا په دې پټه یا غیرعلني غونډه کې دوی ته وویل چې تراوسه پوري په افغانستان کې د سولې د بهیر په نوم کوم شی نشته.
سپنتا، چې تر دې مخکې یې هم د سولې له بهیر سره کله ضمني او کله څرګند مخالفت کړی، ولسي جرګې ته نن وویل، له طالبانو سره نیم – نیمګړیو تماسونو ته د سولې بهیر نه شي ویل کېدای.
ده همداراز اعتراف وکړ چې د سولې د عالي شورا هلوځلو هغسي نتیجه نه ده لرلې چې خلکو تمه کوله.
سپنتا دا هم وویل:«د سولې بهیر- مهیر نشته.»
خو د ده خلاف د بهرنیو چارو وزیر او د سولې د عالي شورا د دارلانشا رييس د سولې پروسې ته خوشبینه ول.
د ولسي جرګې د ځینو غړیو په وینا ښاغلي ستانکزي وویل چې له طالبانو لکه د ملاعمر له خاص استازي طیب اغا سره یو ډول پټ تماسونه لري.
خو سپنتا د ستانکزي خبرې رد کړې، ویې ویل څوک چې د طالبانو له لوري له حکومت سره تماس نیسي هغوی د طالبانو د تحریک له خوا نه بلکې د ملګرتوب او وطندارۍ پر اساس له یو او بل سره تماس نیسي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د حکومتي چارواکو پر ضد ونقیض څرګندونو شک څرګند کړ، ویې ویل چې ممکن چارواکي غواړي چې ځیني خبرې پټې کړي.
په ولسي جرګه کې د سولې د بهیر ځینو مخالفو استازو د سولې د عالي شورا د فسخه کېدو غوښتنه وکړه ځکه چې د دوی په وینا دې شورا یوازې دوې بریاوې لرلي چې یو د برهان الدین رباني وژل کېدا وه او بل په قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانستنه.
د سولې د بهیر پر مخالفانو د قطر د دفتر پرانستنه بده لګېدلې او هغه یو ګوزار بولي.
نن می په رسنیو کئ ولو ستل چئ طالبا نو دملی اودو عسکر سوزلی ، ډیر می زړه درد وکړی او دسولی د بهیر څخه بیخی نا امیده شوم ایا داسی انسانان ددی وړ دی چې سوله ورسره وشی
نن می په رسنیو کئ ولو ستل چئ طالبا نو دملی اودو عسکر سوزلی ، ډیر می زړه درد وکړی او دسولی د بهیر څخه بیخی نا امیده شوم ایا داسی انسانان ددی وړ دی چې سوله ورسره وشی
دتانددرنې پاڼې او کتوونکو ته یې سلام! زه بیا دومره وایم ((جنګ ضدجنګ ،صلح بې درنګ ) راځی خپل پوځ غښتلی او ونازوو.بریالی اوسی.
دتانددرنې پاڼې او کتوونکو ته یې سلام! زه بیا دومره وایم ((جنګ ضدجنګ ،صلح بې درنګ ) راځی خپل پوځ غښتلی او ونازوو. .
تاندوالواو لوستونکوته یي مینه اوسلامونه،
هغه څوک چي له سولې سره مخالفت لري، معلومه خبره ده چي دهغوۍ همدغه دوینوتویولواو پیسوګټلوسوداګري له خطرسره مخ ده، همدا اوس ټول کابلوال په دې ښه خبردي چي دکابل امنیت له نوروټولوولایتونو نه خراب دی، دطالبانوله خوا نه بلکه دهمدغوڅو فاسدو مشرانو دغلو دکړیو له خوا دکابل امنیت له سخت خطر سره مخ دی، په رڼا ورځ کورونوته لوېدل، دخلکو اختطاف کول، وژل هغه څه دې چي هیڅوک پرې سترګي نشي پټولای، حتي سیمي يي ورته معلومي کړي دي، دهربانډ لپاره سیمه معلومه ده اوخلک چي اختطاف کیږي نو ددولت له وسایلونه ګټه اخیستله کیږي ماناپه هات کړۍ به خامخادافغانستان دنظامي ځوانوکنو ديو ځواک نوم لیکلي وي یا اې ایل پې، یا آمآ ، یا آفغان ملي پولیس،….. دکابل غله اوس له حکومت نه زیات مخکي دي دټلیفون پرځاي له هغسي غږلیږدونو نه ګټه اخلي چي مخابراتي شبکې یي تراوسه دکشف توان نلري، اوکه یي لري هم نودهمدغو فاسدو څهرو کسان ( غله ) هیڅ ویره ورنه نلري ځکه چي هرڅه ددوۍ په اختیارکي دي، ……….. خدای دي په وطن کي سوله راولي، هغه کسان چي سوله نه غواړي ( خلیلي ، سپنتا ، ډبل عبدالله ، محقق …. ) خدای دي هغوۍ یو بې سولي هیواد ته وستوي، او هغه طالبان چی خپل ملي پوځ اوملي پولیسو وژني او سوله نکوي خدایي دي ټوله نړۍ ورنه په ارام کړي، خدای دي دوۍ له پاکستانه دي خواته نه راباسي همغلته دي يي خوړین کړي، که طالب وي اوکه غیر طالب چي سوله نه غواړي هغه افغانان نه دي هغوۍ د افغانانودوینوتویولو تږي دي دواړه طرفه ورته کسان دافغانانوپه زړه کي ځای نلري، دسوکاله افغانستان په هیله ، و
نه پوهیږم چه دحکومت اودسولي شورا دنمایندګانو دتوضیحاتو مطلب داؤ چه څرګنده کي موږ یودبل خلاف یو اویاواقعأ دحالاتودنتایجو دخبرتیا څه یی غوښته دملت نمایندګانوته خبرورکي چه موږ دسولي دپاره څه کړیدي ؟ هیڅ معلومه نسول چه دوی پارلمان ته په کوم منظور راغلي وه، دخبرلیکونکي هم داخبره نه ده واضحه کړي صرف دخبرپه حیث یی مطلب لیکلی دی اوهغه چه مهمه ده نیمګړي یی پري ایښي ده .مننه
اول نه اول باید صلحه تعریف شی بیا ورباندی خبری کول هدف په لاس راکوی :زما په اند صلحه یو اصل دی چه د دوو متخاسمو او دیو اوبل مخالفو ډلو ترمنځ دیوی دریمګړی ډلی په واسطه چه د یوه لوری سره هم خواخوږی ونلری دیوی پریکړی په نتیجه منځ کی راځی چه ملامت ته ملامت او سلامت ته سلامت وویل شی دی ته صلحه وایی .ولی په افغانستان کی دا قیصه د کرزی صاحب دښی حکومتدارپه وجه برعکس دی دطالبانو قاتل او د طالبانو دوښمن یی طالبانو ته مصلح کړیدی ترڅو د دوښمن په زریعه له دوښمن سره صلحه وکړی ایا دا شونی دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ نه ددی صلحی هدف صلحه نکول دی
نوره مونږ له دی فاصد دولت څخه دا غواړو چه د صلحی په نوم دی د افغانستان بو دیجه نه مصرفوی او نه دا توقع کوی چه صلحه به منځ ته راشی نو همدا وجه دی چه دولت په یوه خوله ندی اویوه خبره نشی کولی.