تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: په داسې حال کې چې د قطري طالبانو مشر شیرمحمد عباس ستانکزي پخپله امریکا د سولې مذاکراتو ته بیا رابللې، ورسره خوا کې کابل مېشتو پخوانیو طالبانو هم نن یو خبري کنفرانس کې ویلي چې افغانان نور د جګړې تحمل نه لري او د سولې مذاکرات دې بیا پيل شي.

کابلي طالبان چې ټول یې د د افغانستان د نجات عالي شورا کې سره راټول دي، نن یې په یوه خبري غونډه کې امریکا تورنه کړې ده چې خپلې ژمنې یې ماتې کړې دي.

د نجات شورا مشر ملا سید اکبر اغا په دې ترڅ کې ویلي، په افغانستان کې جګړه امریکایانو پیل کړې وه او اوس هم نه غواړي چې دا جګړه پای ومومي: (( افغانان د سولې تږي دي، په اسلامي میکانیزمونو سوله غواړي، طالبان هیڅ ملامت نه دي، امریکایان ځانغوښتنه کوي.))

نوموړي ټینګار کړی چې امریکا دې د افغانانو ارادې ته په احترام د سولې خبرې بیا پیل کړي، تر څو افغان جګړه پای ومومي.

 د غونډې یو بل وینا وال مولوي صدیقي وايي، امریکا د سولې په خبرو ځنډ‌ولو افغانان او مسلمانان مسخره کړي دي، خو که څوک د افغانستان د مسئلې حل غواړي نو یووالی او یو بل منل یې اصلي حل دی.

 دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې مېشتو طالبانو هم نن پر امریکا مستقیما غږ کړی دی چې د سولې خبرې دې بیرته ورسره پيل کړي.

2 thoughts on “د سولې د خبرو ځنډ کابلي طالبان غوسه کړي دي”
  1. سوله د هغه چا سره باید تر سره سي چه حد اقل نیم فیصد د خپلو خبرو صلاحیت ولري. متاسفانه زموږ د ګران هیواد ورانونکي مخالفین چه په افغانیت پوري یې هم خلګ شک کوي منډي ترنډي وهي کله مسکو کله تهران کله د اشغالګرو جونګړي ته ور ځغلي. نو د دوی څخه طمع کول بې معنا او د وخت ضایع کول دي.
    اساسي سوله طالب خانه د خپل ورور په بغل که ده هغه ټینکه ونیسه او خپل افغانیت دي ثابت که بیا به دي خلګ په غاړه کي ګلان در واچوي.

  2. peace between afghan&afghan is better from any others.
    if talibs set with afghan government.this will be real peace.
    you not necessary go to moscow.peace is in kandahar,kabul jabd/herat /ghazni &bulkh IS possible.
    don,t listen to punjabi&irani or russia.
    listen to honor AFGHANS.AFGHANS ARE YOUR BROTHERS.
    IF YOU SMART.

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWAL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *