شمس الحق حیران

لیکنه: شمس الحق حیران

نېټه: ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې ۱۷ مه

پوهېږو چې په افغانستان کې روانه جګړه خپل وروستي خونړي پړاو ته رسېدلې او د دې وژونکي بهیر د ختمولو لپاره بیړنیو، هر اړخیزو، ملي – نړیوالو هڅو ته اړتیا ليدل کېږي. د جګړې لمبې زموږ د هېوادوالو د هرې هڅې پر وړاندې خنډ او هره ورځ مو د پرمختګ له چټک یون څخه وروسته پاتې کوي. بشري تاریخ رازده کوي چې رهبران او په سياسي چارو کې ښکېل اړخونه کله ناکله له سترو او برخليک ټاکونکو مسایلو سره ماشومانه لوبې کوي او د سترو شخړو په لنډمهالي او بې اغېزې حل سره نه یوازې ځان ته کاذب ډاډ او نوم ورکوي بلکې میلیونونه نور انسانان هم د مرګ کومي ته ورټېل وهي.

همداسې یو څه د افغان کورګډې جګړې د ترخو تجربو یوه برخه هم ده. موږ د ۹۰یمې لسیزې په لومړيو  او د روسانو د شړلو په درشل کې د دېرش کلنې شخړې او جګړو پای ته نيږدې شوي وو او د یو حکیمانه جوړجاړي په پای کې مو کولای شوای چې په پرمختللو وسلو سمبال، د روسي ښکېلاک ماتوونکي، زرګونه مجاهدين ��و د مجاهد په نوم جوړ وسله وال ځواکونه سره غاړه غړۍ او په سوله ييزه فضا کې یو د بل تر څنګ راټول کړو. تر څنګ یې د یوې نوې باثباته حکومتولۍ بنسټ کېږدو. اما، موږ د تل په څېر بیا هم د آزادۍ ناوې د معرکې او جګړې د ژب غړاندو لمبو له غېږې روغه رمټه راوویسته خو په وروستیو شېبو کې مو د سیاست، حکمت او تدبیر په ډګر د سادګۍ، جهالت، بې اتفاقۍ او سیاسي درایت د نشتون له کبله د پردیو هیلو او موخو سور لمر ته وسوزوله.

د ژنیو خبرې اترې هغسې ترسره شوې چې د سیمې او نړۍ داړه مارو هېوادونو او د هغوی استخباراتي سازمانونو یې پلان درلود. روسانو خپلې ماتې پښې ورټولې کړې، امريکايي ستراتيژي جوړوونکو په سیمه کې د نوي ښکار په موخه زرین دامونه او دانې وشيندلې د خبرو غوښنه برخه یې پورته کړه او زموږ په برخه د خپلې بې علمۍ او سیاسي کدرونو تر منځ د نه انسجام له کبله یو ځل بيا ورور وژنه او خپل کور ورانونه ورسېده. دا چې وروسته کومې ناکردې وشوې؟ چا وکړې او ولې یې وکړل؟ دغه ټولې پوښتنې تر لمر روښانه ځوابونه لري.

د روغې جوړې، نظام جوړونې او جګړې ختمولو همداسې یوه بله موکه مو د ۲۰۰۱ ز کال د بن کنفرانس پر مهال هم له لاسه ووته. په دغه کنفرانس کې د پخواني نظام پر غړو سربېره د یو شمېر مجاهدینو او لوديځ مېشته افغانانو ګډون په لومړیو کې هیلې زیاتې کړې چې ګواکي د افغانستان راتلونکی نظام به د تېرو ترخو تجربو څخه په ګټې اخیستنې یو پیاوړی او ټول شموله نظام وي. خو ورو، ورو څرګنده شوه چې  نه، موږ بیا هم په تش لستوڼي غولېدلي یو او لا مو د سرې منګول ترلاسه کولو وړتیا نه ده موندلې. حزب اسلامي او طالب ځواکونه چې د شخړې حساب وړ اړخونه شمېرل کېدل په لوی لاس ګوښې ته پرېښودل شول. بن کنفرانس هم پای ته ورسېد، د افغانستان د نوي نظام خط مشي جوړه او بېلابېلې مخالفې ډلې په یو حکومت کې د یو قانون تر سیوري لاندې راټولې شوې. دا چې په عمدي ډول له سیاسي ډګره د دغو ډلو شا ته غورځولو او محرومولو وروسته کومې ناندرۍ او ناورینونه وزېږول ټولو ته معلومه او د سترګو لیدلي جریانونه دي. هغوی چې په جزیاتو او ټولو اړخونو کې د دغه محرومیت له ناوړو پایلو بې خبر یا لږ خبر دي؛ د دې ځوروونکې پديدې درد یوازې په تېرو پنځو کلونو کې زموږ د ۴۵۰۰۰ سرتېرو، بې شمېره ملکي وګړو، زرګونو طالب او نورو مخالفو وسله والو ډلو له مرګ ژوبلې قیاس کولای شي. له بده مرغه چې د وژنو او ورانیو دا توره لړۍ لا هم په درز روانه او افغانان په بېلابېلو نومونو د دغې کورګډې جګړې په لمبو سوزېږي.

له یوې خوا ښايي د زرګونو افغانو بورو او کونډو خویندو میندو له جملې د کومې یوې دعا قبوله شوې وي او له بلې خوا د جګړې اور د هغو کسانو تر کوره راورسېد چې د داسې ورځې ليدل یې ناشوني بلل او تل یې د نورو وګړو د مرګ ژوبلې له تورې لوبې خوند اخیست. پر دغو دوو ټکو سربېره، د لس ګونو هېوادونو څخه په اشر راغلي هغه زبر ځواکونه او ټانګونه هم ويلي شول چې د فرعونیت نشه یې د هلمندۍ پېغلې کړيکو وانه لوزوله او د کونړي ماشوم شلېدلي په وینو سره کمیس د خپل معصوم شین سترګي زړه وړونکي ماشوم ښکلا وریاده نه کړه. بس، د یادو لاملونو له منځه چې هر لامل و، خو زموږ د ګردجن اسمان فضا کې د سولې جنتي کوترو الوت پیل کړ. د سولې هنګامه خوله په خوله شوه، له ټپي هلمند د سولې د ښاپېرۍ د ليونیو پښې لوڅو مینانو قافله راوخوځېده، پړاو په پړاو یې د سولې خواږه وشیندل او د مثبتو احساساتو او سپېڅلو هیلو ځولۍ يې له کندوز وړاندې د تخار د فرخار په شنیلو کې وغوړوله. د دغې لېونۍ مينې ازمون هومره سخت و چې یوازې د زنداني له بم الوتو سترګو په اوښکو بهولو یې بسنه ونکړه، بلکې د دغې قافلې د یو ستړي لاروي ژوند یې هم ځان سره واخیست.

اخ، کاش نړۍ پوهېدلی چې د سولې تږي هلمندي ځوانان یوازې یو ټولی نه بلکې د دغې ځورېدلې او جګړې څخه ستړې ټولنې افغانستان د میلیونونو غړو د زړونو پیغام وړونکي دي. د دغو ستړو آهونو، هیلو او سوله غوښتنې د هنګامو شور او ځوږ سره غاړه غړۍ شو، د امریکايي ښکېلاکګرو ځواکونو تر څنګ نړۍ هم دې پایلې ته ورسېده چې نور د دغې ټولنې هر څه تس نس شول، وزبېښل شوه خو تېره نه شوه، وویشتل شوه خو ونه وژل شوه. دوی باوري شول چې نور دا ټولنه د خټو په داسې ژور ډنډ بدله شوې چې هر ګام اخیستل پکې د ځان د لاغرقولو په مانا دي، نور دلته خپله انساني او مالي پانګه لګول ځان او افغانستان ته د ګټې پر ځای؛ نوي زیانونه راوړي، دوی باوري دي چې دا ملت د اوسپنې نينې دي چې نه ژول کېدای او نه تر ستوني تېرېدای شي.

جګړې چې د دغې ټولنې هر ارزښت ولوټلو او ټول د حساب وړ مشران پکې ترور شول. نور یې له خیره تور څادر زموږ له سره ټولېږي خو هومره په اسانۍ نه ټولېږي لکه زه او ته یې چې فکر کوو. دلته د ژنیو او بن په دوام، د سولې د مذاکراتو درېیم فرصت زموږ د هېواد ور ټکوي، یو بل په ګونډو شوی زبر ځواک مو له هېواده پښې ورټولوي او زموږ د درایت او سیاسي لرليد بله ازموینه اخیستل کېږي.

آیا د تېرو ۱۷ کلونو قربانیو، ورانیو او مبارزو هوښيار کړي نه یو چې د یو ژوندي ملت په توګه دا ځل د سولې پروسه کې خپل رول په بشپړ تدبیر سره ولوبوو؟!

آيا هغه وخت نه دی راغلی چې د جرګې او شوری پر درانه ټغر راټول شو، د کندوز له چاردرو نیولې د نیمروز د زرنج تر دښتونو، د نورستان له آسمان څکو غرونو بیا د پکتیا او مرغاب د شنیلیو تر اولسونو ټول د بشريت د ستر ناجي صلی الله علیه وسلم د شوری په سنت او د یما چمشید، احمدشاه بابا او میرویس خان نيکه په دود د لويې جرګې په یوه خيمه کې راټول او د سولې په روانو خبرو کې خپل موقف تثبیت کړو؟!

راځئ دلته حکومت ته سوله تعریف کړو، د سولې راوستلو پر کړنلاره ورسره وغږېږو، د یو ويښ او باعزت اولس په توګه خپل مثبت فکري انقلاب تمثیل کړو. راځئ دا ځل د سولې راوستلو یا خونړۍ جګړې د دوام پرېکړه ازمویل شویو څېرو ته په واک کې ورنکړو، راځئ دا ځل په زغرده ووایو چې د یو بل ورکولو، وژلو، د واک له پولې غورځولو او لرې پرتو سیمو ته د شړلو تر وخت تېرې نسخې نور کار نه ورکوي. راځئ دا ځل سوله د خپلو وینو تویولو د دوام په توګه نه، بلکې د خپلې تیاره خونې د رڼا او د خپلې ماشومې مکتبۍ لور د موسکا په بڼه تعریف کړو.

د سولې مشورتي لويې جرګې سیاسي اړتیا له دې خبرې په ډېرو واضحو ټکو څرګندېږي چې امریکایان به درومي، افغان خاوره او په تېرو ۱۷ کلونو کې ترلاسه شوې نسبي آزادۍ، مدني حقوق، د جګړې ناخوالې او وېروونکې کیسې، کونډې، بورې، یتیمان او بې کوره ماشومان به له پلان شویو زیربنايي پروګرامونو سره یو ځای تر شا پرېږدي. دا موږ يې چې د دوو لارو له منځه یوه وټاکو، لومړۍ لاره دا ده چې د يو ژوندي، هوډمن او هوښيار ملت په توګه د تېرو کلونو په کمزورتیاوو کار وکړو، د نظام نیمګړتیاوې په ګوته او رفع کړو، د حکومت پر پرمختيايي پالیسیو د بیا کتنې تر څنګ د اوږدمهالې ودې په موخه پام وړ ګامونه پورته کړو، له صفر څخه د پيلولو ترخه تجربه تکرار نه کړو، د کلي او ښار تر منځ پراته عیني او ذهني واټنونه رالنډ کړو او ‎په تدريجي توګه په ټولو سیاسي، اقتصادي، پوځي او د حکومتولۍ ډګرونو کې د افغانستان پر ځان بسياینه تضمین کړو.

دویمه لاره دا ده چې د ورانۍ، ورور وژنې، خپل کور ورانونې، صفر ته د ورګرځېدلو او وروسته په نيمګړي ډول له صفره د بياپیلولو توره، خامه او د کندذهنه ملتونو تجربه تکرار کړو. له بده مرغه چې موږ یو له هغو ملتونو یو چې يوازې په تېرو له ۵۰ کمو کلونو کې مو دا ترخه او له زهرو ډکه لاره تجربه کړې ده. راځئ دا ځل نړۍ ته وښيو چې موږ د ننني افغانستان نسل یو، موږ لوستي، جرګه مار، سوله پال، مینه ناک او هوښيار ملت یو، موږ هېڅکله له خپلې خاورې د پردۍ تپل شوې جګړې د تورې پردې تر ورټولولو وروسته خپل لاسونه د خپلو وروڼو په وینو نه رنګوو او زړونه مو نور د سولې او الهي رحمت په رڼو اوبو وينځل شوي دي.

One thought on “د سولې د مشورتي لویې جرګې جوړولو سیاسي اړتیا؟”
  1. اسلام علیکم ورحمته الله

    شمس الحق حیران صاحب ډیري په زړه پوري په وزن برابري او د افغاني ټولني دزړونو خبري مو لیکلي دي
    د لابریا او کامرانۍ په هیله ژوند ژوند

ځواب ورکول هارون حسین خیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *