کابل
سوله د افغان حکومت د تيرلس کلن مزل ترټولو ستره آراماني هيله وه چې لاهم هماغسې هيله پاتې ده.
که څه هم ظاهراً دسولې ټينګښت هڅې دجګړې له هماغه پيله روانې وې او دتحکيم صلح کمېسيون، چې چارې يې ترډيره تشريفاتي وې په همدې موخه رامنځ ته شو خو په هماغه لمړيو کې يې دپايلو په باب اټکل کيدلاي شو.
دجګړې دواړه خواوې په دې باوري وې چې ددې جګړې پاي يوازې دکمېسيون کار نه دي په ځانګړي ډول د امريکا له هماغه پيله دغې ټکي ته پام وو او دبديل په لټه کې يې وو،هماغه ووچې داستادبرهان الدين رباني ترمشرۍ لاندې يې د٢٠٠ مليون ډالروپه ارزښت …… يوه بېله پروژه پرانيستله .
استاد رباني په خپله سيمه کې بانفوذه شخص وو او دخلکو په منځ کې يې ځاي درلود،خودروانې جګړې ديوه لوري په وړاندې دغې جګېدلې څېرې دسولې عالي شورا په راس کې راوستل ،نه يوازې طالب وسلوال وپارول بلکې په کور دننه يې هم دخلکو ترمنځ پوښتنې راپورته کړې.
خو له بده مرغه ددغه پروژه لا خلاصه شوې نه وه چې استاد پکې سر وخوړ او ميراثي چوکۍ ځوانکي زوي ته ورسېده .
دسولې دغه ښاغلو ترټولو مهم لمړيتوب دخپلو زوړموټرو نوي کول او په کابل ښارکې ديوه عصري کور درلودل ووچې په هماغه لمړيو لحظوکې پوره شو.
دسولې دغه پيغام راوړنکي به چې کله له کور څخه دهوا خورۍ لپاره له کوره راوتل نودکابل له ګڼۍ ګوڼۍ ډک ښار کې به يې چې له ګڼې ګوڼې څخه خالي شوي سړکونه ليدل نو دترافيک پروخت اومناسب اقدام ستاينه څو ځله کوله .
پاکستان چې په افغانستان کې يې دجګړې تار په لاس کې وو ،هم کله کله دغو پلاوو ته رسمي بلنې ورکولې اوپه خورا شاندارو مراسموکې به يې دوي ته د سولې يوه نيمه وعده هم ورکړه او دوي خو به چې کله له دغسې ژمنو سره هيواد ته راستانه شول ،نوځانونه به په ريښتياهم ورته دسولې ترټولو لوي استازي او خواخوږي ښکارېدل او درسنيو په وړاندې به يې په خورا جرات دپاکستان دنا باوره وعدو صفت کاوه او سوله به يې ددروازې ترشا ليدله .
په همدې کې به ځينې په اصطلاح سياسي شنونکي هم دتلويزيون په پردو راښکاره شول او دطالبانو دتشکيلاتو په تړاو به يې ډير ښه تفصيل ورکاوه ……طالبان په ځوډلو وېشل شوي ددپاکستان جيره خواره،دامريکا .دوي هيڅ راز تشکيلات نه لري يوه بې نومه ډله ده او……
خودقطر له دفتره د اسلامي امارت تر لوحې او بيرغ لاندې دجنګېدونکو ډلواستازو راښکاره کېدل او له امريکاسره دمخامخ خبرو لپاره ددې ډلې چمتوالي کيداي شي دغه ښاغلي اوس دې ته اړکړي وو چې طالبان يوبل مخ هم لري چې تراوسه يې چاتصور نه ووکړي .
طالبانو دقطر له دفتره په ښکاره ډول سره خپل مدعي امريکا وبلله او دخبرو ترڅنګ يې په افغانستان کې روانې جګړې پر دوام ټينګار وکړ.
ظاهراً دافغانستان په جګړه کې ددغو ښکلو اړخونو دغې معاملې افغان حکومت نه يوازې اندېښمن کړ بلکې داسې يې وانګرله چې نه يوازې دامريکا په وړاندې يې نور خپل باور له لاسه ورکړي بلکې طالبانو هم چندان خيال نه پرې راځي او حساب نه پرې کوي.
ددې ټولو په وړاندې دافغان حکومت لمړي غبرګون له امريکاسره دامنيتي تړون پر سر دخبرو ځنډولو اعلان وو
ددغو تناقضاتو په تړاو د ښکېلو خواوو مختلف دريځونو ټول حيران کړي،طالبان سولې ته دکېناستولمړي شرط له افغانستان څخه دټول بهرنيوځواکونو وتل بولي او بل لوري ته په افغانستان کې دامريکا اوافغان دولت ترمنځ داوږدمهاله اډو پرسر معامله دسولې اوټيکادټينګښت په بيه پورې تړل شوې ده .
که افغان حکومت له امريکاڅخه دنهه دايمي اډول لپاره دسولې ټينګښت او ټيکاو غواړي نو بياولې امريکاته اجازه نه ورکوي چې دغه پور يې ورپرې کړي او مخامخ له طالبانوسره دخبرو له لارې معامله وکړي.
او که طالبان له افغانستان څخه دټولو بهرنيوځواکونو وتل دخبرو لمړي شرط بولي نو بيا امريکا دکوم ارزښت له مخې له طالبانوسره خبرې کوي
ازه وایم چې په کیسه کې د حیوا نا تو له خولې خبرې کول ډۍېر قدیمي سبک دی