تاند- د طالبانو اسلامي تحریک او د افغانستان د سولې عالي شورا په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې په ګډه به په هیواد کې د تلپاتنې سولې او د اسلامي – ملي نظام د ټینګښت لپاره کار کوي.

د مولوي اغا جان معتصم په مشرۍ د طالبانو اسلامي تحریک پلاوي نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دوبۍ کې یې د افغانستان د سولې د عالي شورا له پلاوي سره په خبرو کې موافقه وکړه چې په ګډه به هڅه کوي چې د افغانستان د ستونزې ټول اړخونه په دقیق ډول وڅېړي او د ثبات راوستلو لپاره د عارضي او لنډ مهال حل پرځای دایمي او تلپاتې حل ولټوي.

دوی دغه راز ژمنه کړې چې ټولې ښکېلې خواوې به هڅوي چې د قرآني ارشاداتو په رڼا کې د سولې او ثبات لپاره خپل مسوولیت درک او د سولې لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو اسلامي تحریک استازو له بګرامه د طالب بندیانو د خلاصون لپاره د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي قدرونه وکړه.

د طالبانو د تحریک پلاوي د سولې له عالي شورا وغوښتل چې د افغانستان له حکومته وغواړي چې په یوه او بل نوم په محبسونو، توقیف ځایونو او پوځي – استخباراتي کمپونو کې ساتل شوي افغانان خوشي کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د ملګروملتو له امنیت شورا او ټولو نړیوالو موسسو څخه به وغواړي چې د طالبانو د اسلامي تحریک د مشرانو او غړیو نومونه له تورو لیستونو وباسي او د سفر په شمول د دوی پرضد ټول لګولي بندیزونه پای ته ورسوي.

دوی دغه راز سلا کړې چې د طالبانو د اسلامي تحریک به له خپلو هغو علماوو، پوهانو او ملي مشرانو څخه یو پلاوی وټاکي چې هم د قضیې له حل سره لېواله وي او هم په تورو لیستونو کې نه وي.

دا پلاوی به په هیواد کې دننه او بهر د افغانستان د مسلې د حل لپاره په ټولو غونډ، کنفرانسونو او مذاکراتو کې برخه اخلي.

5 thoughts on “د سولې شورا او طالبانو د دایمي حل لارې لپاره پر هلوځلو موافقه وکړه”
  1. داډیرښه اقدام دی باید افغان حکومت ټول طالب زندانیان خوشی کړی ډیرطالبان بی سرنویشته په مهبسنوکی شپی اوورزی تیروی باید ټول ازاکړل شی اودطالبانو ټول مشرا ن بایددتور لیست څخه لیری سی بیاکیدای سی

  2. الله دي سلحه راولي سفين فشتانه دي يوبل سره وزني زماديش كاله عمردي جي زماياديزي دهغه جنك دي دهغه قطلونه دي دهغه يودبل كورخرابول دي

  3. الله دي سلحه راولي سفين فشتانه دي يوبل سره وزني زماديشر كاله عمردي جي زماياديزي دهغه جنك دي دهغه قطلونه دي دهغه يودبل كورخرابول دي

  4. ښه زيری دئ، الله ج دي په افغانستان کي دايمي سوله راولي، آمين ثم آمين

  5. ډېر ښه خبر دی. خدای پاک دې وکړي، چې دا هڅې بریالۍ شی. موږ افغانان له جګړې پرته نور په هرڅه قانع یو. ملا عمر پاچا کېږي. خلیلزاد پاچا کېږي او که هرڅوک مګر دې وطن ته دې سوله راولي.

ځواب ورکول سعيد الله تره کی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *