تاند- د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په قطر کې د طالبانو له دفتر څخه د اسلامي امارت د لوحې او د طالبانو د سپین بیرغ کښته کېدا د سولې د خبرو لپاره کافي اقدامات نه دي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان حکومت له تېرو لږترلږه اتو کلونو راهیسي بیا بیا طالبانو ته د خبرو بلنه ورکوي خو طالبان نه حاضرېږي چې د کرزي له حکومت سره خبرې وکړي.

د افغانستان ولسمشر هم په قطر کې د طالبانو د دفتر پر لوحې او د بیرغ پر ځوړندېدو د اعتراض په توګه قطر ته د افغان پلاوي د نه لېږلو پرېکړه وکړه. که څه هم له کرزي سره د جان کیري له خبرو او د طالبانو له دفتره د بیرغ او لوحې له کوزولو وروسته د ولسمشر کرزي ویندویانو وویل چې نور د خبرو په لار کې خنډونه لېري شوي خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پر پرانستلو ناراضه ده او د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره حقه شرایط لري.

د سولې د عالي شورا وايي چې طالبانو د خپل دفتر د پرانستلو په مهال وویل چې لا به هم جګړې ته دوام ورکړي خو دا مسله د افغانستان د حکومت او دولت لپاره د منلو نه ده.

د سولې دعالي شورا د بهرنیو اړیکو د څانګې مشر محمد اسماعیل قاسمیار وویل چې طالبانو د خپل دفتر د پرانستلو په مهال وویل چې د سیاسي فعالیت ترڅنګ به پوځي هلوځلو ته دوام ورکړي.
ده تاکید وکاوه چې د قطر دفتر د سولې د خبرو لپاره جوړ شوی نو باید له هغه څخه طالبان د جګړې شعارونه ورنه کړي.

قاسمیار دا هم وویل، تر څو چې د افغانستان د دولت ټولې غوښتنې نه وي منل شوي، خپل دریځ به بدل نه کړي.
د سولې عالي شورا وروسته له دې له طالبانو سره د خبرو په اړه خپل دریځ سخت کړ چې پاکستاني چارواکو تایید کړه چې طالبان د دوی له لوري خبرو ته حاضر کړای شول.

په همدې حال کې په ملګروملتو کې د افغانستان استازي پرون تور ولګاوه چې د تروریستانو اډې د پاکستان په خاوره کې دي او د دغه هیواد ځیني ادارې او چارواکي د یوې وسیلې په توګه له ترهګرو استفاده کوي.

7 thoughts on “د سولې شورا: د طالبانو له دفتره د لوحې او بیرغ کښته کېدا کافي نه ده”
  1. قاسمیار د خپل ډالری معاش او څوکۍ غم نیولی دی، که سوله راشي نور نو دغه شورا ته چې هسې هم له جګړه مارو ډکه ده، اړتیا نشته، بیا به نه پیسې وي او نه هم څوکۍ، ماخو قسم په خدای چې د وطن د غم لیونی لیدلی نه دی. په جګړه کی نه د کرزی څوک مری نه د ملا عمر، یوازی عام افغانان دی تباه کیږي. زه وایم وطن خو هسی هم څښتن نلری، د نورو ټولو غلامان په کې دی، د ای اس ای جاسوسان دی هم په کې راګډ شي.

  2. We are happy that Taliban opened office in Qatar and hoping that there will be peace .However we are concern that Taliban is doing all of these under the guidens of ISI rather then the good of Afghan people.We dont trust Pakistan and never will . Taliban leaders like Mullah Brother who really wanted peace are still in Pakistani prison meaning the Taliban in Qatar are the one who are chosen by ISI .

  3. دافغانستان دولت دغه اقدام دستاینې وړدی. ځکه پاکستانی تالیب سره ددې چې په قطرکې ورته دسولې لپاره دفترخلاص شوبیا هم یې په جګړه ټینګارکړی . عجبه خوداده چې پنجابي تالیبان اوس له امریکایانوسره دسولې خبرې کوي خوله افغان دولت سره بیا دجنګ اعلان کوي. دغه تروریستي ډله چې په پاکستانه خپلې لارې جدانه کړي ترهغه به په سیمه کې امن اوارامي رانه شي. له دولت اودسولي له عالي شورایوارې بیا هیله کوم چې دپنجابي تالیب سره په خبروکې له دقت نه کارواخلي څوپنجاب ته دلاس وهنې زمینه برابره نه شي.

  4. We the Afghans don’t support these theives, thugs and corrupt warlords. They are against peace in Afghanistan because they are profitting from war economy and lack of accountability.

  5. د سولی عالی شورا کومه مانا نلری دا د جنګ سالارانو او زورواکانو یوه مجموعه ده چې د جمعیت د تنظیم تر مشری لاندی کار کوي او روپی هم بهرنیان ورکوی د دوی هر یو وګړی په زرګونو ډالرو معاش لری . ددوی کار د روپیو راټولول او په واک کې د نظار شورا او جمعیت ساتل دی دا د سولی شورا نه بلکی یوه جنګی شورا ده چې کیدای شی په راتلونکی کی هیواد ته ډیره خطرناکه تمامه شي.

  6. How this could be possible that Afghan Peace Jirga will work for peace in reality, do you think Mr. Salahudin will make this happen where Taliban killed his Dad last year………. if Afghan Government really want to bring peace to our beloved country through talk with Taliban, they need to replace these warlords from the peace Jirga and bring pure and real Afghans who really loves his/her country and people, peace………

ځواب ورکول افغان مجاهد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *