خبریال: ابوبکر جبارخېل:- د سولې عالي شورا له طالبانو سره د خبرو په موخه په ترکیه، سعودي عربستان او یا بل هرځای کې کې د دفتر له پرانیستو سره موافقه وښوده.

د سولې عالي شورا وروسته له هغې په دغو هیوادونو کې د طالبانو له دفتر سره موافقه وښوده، چې بهرنیو چارو وزارت چارواکو وویل که طالبان وغواړي، افغان دولت چمتو دى، چې په ترکيه يا سعودي عربستان کې ورته دفتر پرانيزي.

یاد وړانديز په داسې حال کې مخ ته کیږي، چې طالبانو تېره مياشت قطر کې خپل دفتر تر لنډمهاله تړلو وروسته بيا نه دى پرانيستى او له دې امله وتړل شو، چې د افغان حکومت د اعتراض او نیوکې له امله د دوى بيرغ او د اسلامي امارت په نوم لوحه د امريکايي او قطري چارواکو له خوا ښکته شوه.

د افغان حکومت له نوي وړانديز څخه داسې څرګندیږي، چې نور د قطر دفتر بېرته پرانيستل کېدو ته لېوالتیا نه لري.

خو د سولې د عالي شورا غړی مولوي شهزاده شاهد له تاند سره په ځانګړې مرکه کې د بهرنیو چارو وزارت له نوموړي وړاندیز هرکلی وکړ او ویې ویل، اوس نو طالبانو پورې اړه لري، چې په کوم ځای کې د سولې خبرو ته چمتوالی لري.

د هغه په وینا دوی چمتوي دي د قطر پرځای په سعودي، ترکیه او یا بل هرځای کې له طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ یوسي خو په خبره یې چې په قطر کې د دفتر د پرانیستو په اړه ناسم پوهاوی رامنځته شوی و.

شهزاده زیاته کړه: (( وګورﺉ د سولې شورا په هر ځای کې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ته چمتوالی لري، اوس طالبانو پورې اړه لري چې څنګه د سولې له خبرو سره ځانونه عیاروي، مونږ هیڅ ستونزه نه لرو.))

یاده دې وي، چې ولسشمر حامد کرزي تیره پنجشنبه په خپل اختريز پيغام کې ویلي و، که طالبانو په افغانستان کې دفتر پرانيستى واى، نو نه به يې لوحه، او بیرغ  ښکته کېده، او نه به یې سپکای ترسره کېده.

د ترکیې د اناتوليا خبري اژانس د راپور له مخې په سعودي او یا ترکیه کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو او د سولې له عالي شورا سره د خبرو په اړه د طالبانو ویندوی وویل چې دوی تراوسه پوري د افغانستان د حکومت د دې وړاندیز په اړه پرېکړه نه ده کړې.

اژانس زیاتوي، ذبیح الله مجاهد دې ته په اشارې چې طالبان له دوو یادو شویو هیوادونو سره کومه ستونزه نه لري، وویل، د طالبانو د مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي.

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په لنډ وخت کې د خپل هیواد د سولې په بهیر کې د چټکتیا راوستلو او د پاکستان د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره اسلام اباد ته ځي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

One thought on “د سولې شورا په ترکیه یا سعودي کې د طالبانو له دفتر سره موافقه وښوده”
  1. زماپه نظرداحتمی خبره ده چی دافغانانومرگ ژوبله بایدختمه شی اوکوم پلان چی دبیگانگانوله لوری زموژدوژلو لپاره طرحه کیژی بایدورته دصلحی استقلال ملی نوامیسواونورودی ته ورته شعارونوپه نوم لبیک ونه ویل شی آخرپه دی جنگونوکی هره ورخ جنازی دچاکورونوته ورروانی دی اوداهم واضح خبره ده چی پولیس اردو محلی پولیس استخبارات سرحدی پولیس چتک غبرگون دوی تول غریب اوبیچاره خلک دی چی تول دغربت اوبیکاری له وجهی نه وژل کیژی چی واقعآدایوناورین دی الله ج دی دوی ته هم دنیکی هدایت وکری چی درزق دحصول لپاره بلی لاری تجربه کری اوونه وژل شی الله ج دی دغه مرگ ژوبله په خپل فضل اوکرم ختم کری امین یارب العلمین

ځواب ورکول داود هجران ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *