تاند- د افغانستان د سولې عالي شورا د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې رد کړې، ویې ویل چې د نوموړي څرګندونې د موجودو حقیقتونو خلاف دي.

د سولې د عالي شورا ویندوی مولوي شهزاده شاهد د پاکستان د صدراعظم د سلاکار د څرګندونو د ردولو سپه ترڅ کې وویل:«همدا اوس د طالبانو زیات شمېر مشران زموږ له شورا سره په تماس کې دي.»

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار هند ته د ولسمشر کرزي له سفر سره هم مهاله ویلي و چې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي خو حاضر دي چې له امریکایانو سره خبرې وکړي. دا په داسي حال کې ده چې تر دې یوه اوونۍ مخکې د امریکا او افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز ډابینز ویلي و چې طالبان له دوی سره د سولې خبرې نه کوي.

شهزاده شاهد ادعا کوي چې د طالبانو اکثره غړي سولې او تفاهم ته لېوالتیا لري.

د ده په باور پاکستان پر طالبانو له خپل نفوذ او اغېز څخه په استفادې د افغانستان د سولې بهیر بریالی کولی شي ځکه چې د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسي او له پاکستاني چارواکو(امنیتي) سره په تماس کې دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا تېره میاشت پاکستان ته یو پلاوی واستاوه چې له ملابرادر سره وویني خو د دې شورا د غړیو په وینا ملا برادر ته د پاکستاني استخباراتو له لوري داسي مخدر مواد ورکړای شوي و چې خبرې یې نه شوای کولی.

ملا برادر په ۲۰۱۰ میلادي کال په کراچۍ کې وروسته له دې ونیول شو چې هڅه یې کوله د افغانستان له حکومت سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

2 thoughts on “د سولې عالي شورا د سرتاج عزیز څرګندونې رد کړې”
  1. د پاکستان مشران لکه سرتاج عزیز او نور چې له یوې خوا وایي ؛ افغان طالبان له افغان حکومت سره خبرو کولو او سولې ته تیار نه دي ، دوی ویلي چې موږ خپلې هڅې کوو خو هغوی یې نه مني ، دوی ریښتیا وایي ، ځکه چې له یوې خوایې د طالبانو ځینې مشران په خپلو زندانونو کې ور مړه کړل ، د ځینیو قو ماندانانو کورنۍ یې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې یرغمل او برمته له ځانه سره د خپلو موخو تر سره کولو له پاره ساتلې ، خو د خپلو پاکستانیو طالبانو په اړه بیا وایي چې موږ د جګړې پر ځای له هغوی سره خبرې کول او سوله غواړو . ځکه هغوی ګواښ ور ته کړی چې موږ به د پاکستان دغه فاسد نظام په شرعي نظام بدلوو . بلخوا امریکې هم پر افغان ؤلسمشر له هرې خوا خپل دیپلو ماتیک او اقتصادي فشارونه زیات کړي چې ګواکي له امریکې سره دې ددوی په خپله خوښه امنیتي سترا تیژیک تړون ژر تر ژره لاسلیک کړي . که نه دوی به خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي ( په افغانستان کې د ننه خپلو کلکو قرار ګاه وو ته چې ښایي لسګونه کلونه وخت واخلي ) ، او ګواکي دا هېواد به یواځې پرېږدي . خو ښاغلی کرزی بیا وایي چې تر څو پر افغانانو باندې د امریکایانو له خوا خپلسري عملیات درېدلي نه وي ، زموږ ملي حاکمیت ته په درنه سترګه نه وي کتل شوي ، او سوله د امریکې له خوا پر پاکستان باندې د فشار له لوري په افغانستان کې نه وي را علې زه دا تړون نه شم لاسلیکولی . خو دلته یو شمېر هغو داخلي کړیو دې پټ اور ته ببوزی نیولی او پنکی ور ته وهي چې په مشورتي لویه جرګه کې یې د جرګې سترو مدیریتونو ته ځانونه کاندید کړي او د امریکې سره یې د همدې موخې له پاره پټې سترګکې وهلې دي . خو کله چې د ؤلسمشر له ټینګ غبر ګون سره مخ شول ځینې په خفګان ، او ځینې په پټه له هېواده ووتل او ځینو نورو بیا لا تر اوسه هم ځانونه غلي نیولي دي چې ګواکي موږ خو په دغه سناریوکې نه وو . دوی ځانونه او خپل شخصیتونه له ټولو افغانانو او په افغانستان کې له تېرو (۱۳) کالو را په ایسته د وژل شویو قربانیانو له حقه حقوقو ، ملي حاکمیت او سر تاسري ریښتینې سولې را تلو څخه اوچت ګڼي . او پر ؤلسمشر باندې فشار راوړي چې ژر تر ژره دې دا تړون لاسلیک کړي تر څو دوی ته هم د هغو څه باندې (۸) میلیارد ډالرو امریکایي پیسو ونډه ورسېږي چې امریکایې ژمنه کړې ده . ځکه ښایي دغو خلکو ته دنده ور کړ شوې وي چې باید د افغانانو قضأ یي صلاحیت او مصؤنیت په دې تړون کې امریکایانو ته ور کړل شي ځکه د لویې مشورتي جرګې د پنځوسو ډلګیو اصلي پریکړې هم ښایي په دغه مدیریت کې تحریف شوې وي . خوخپله افغان ؤلسمشر او د مشورتي جرګې غړي او نور اهل خبره کسان پر دغې سناریو لا له وړاندې پوه دي چې غوا توره ـ پۍ یې سپینې .

  2. هر هغه وخت چه دسولی پروژه په پروسه بدله شوه بیا نو دسولی لپاره امید شته ،ملی ګټی په شخصی او ګروهی ګتو لوړی ګنل،دقدرت دانحصار ځخه لاس اخیستل دفساد ورکول، دعدالت تامین دخلکو دځان او مال ساتل،دټولنی داقتصاد لوړول دقانون یو سان رعایت، ټولی هلی ځلی دتعلیم ،اقتصاد،فرهنګ او نتکنالوژی دودی لپاره په کارول او خپلو خلکو ته دکار پیداکول هغه مخی دی چه دسولی په راتګ کی مرسته کولی شی. دا جګړه دبردیو به لمسون جګړه ده په دنیا کی چا سوله په سوال نده راوړی.سوله یو بی پری میکانیزم غواړی. زمونژ یو تعداد ګاوندیان په افغانستان کی سوله نه غواړی ځکه سوله دوی په خپله ګته نه بولی .دوی داسی فکر کوی که په افغانستان کی سوه وی بیا نو ددوی سیاسی اقتصادی، …….او نور بازارونه سړیژی ولی حقیقت خو دادی چه په افغانستان کی سوله دسیمی او نړی په ګته ده . دافغانستان خلک په خپل منځ کی کوم مشکل نلری دا سیاسیون دی چه دخلکو به سر لوبی کوی او خلک یی برمته نیولی دی، بیا نو دسرتاج عزیز نه څه ګیله بکار ده هغه خو خپلو ملی ګتو ته ژمن دی خپله نیکمرغی دنورو په بد مرغیو کی ګوری .پّه درناوی

ځواب ورکول mawlawi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *